کتاب: د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش
لیکوال: اروا ښاد ګل پاچا الفت لنډېز: یوسف مشال
ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پیاوړى لیکوال، د خداى بخښلى میر سید پاچا زوى دى. چې په ۱۲۸۸ هجری ش. کال، دافغانستان د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي د عزیز خان په کڅ کې زیږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعلیمی رسم سره سم د دینی او عربی علومو مروجه تعلیم د جومات نه پیل کړ، او د هغه خاصې ذکاوت او استعداد له برکته چه خداى(ج) ورکړى ؤ، په ډیر لږ وخت کې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حدیث او تفسیر کتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه وویلې. ددینی متداوله علومو د پاى ته رسولو او شخصی مطالعونه وروسته، الفت صاحب په ۱۳۱۴ هجری ش. کال کې د انیس د ملی ورځپاڼې په دفترکې د کاتب په حیث مقررشو او تقریباً ۳۴ کاله د دولت د رسمی مامور او د شورا د وکیل په توګه په خدمت بوخت ؤ.
د الفت صاحب وروستى رسمی ماموریت د ډاکټر محمد یوسف په کابینه کې په کال ۱۳۴۳ هجری ش.د قبائلو مستقل ریاست ؤ. الفت صاحب د رسمی ماموریت په څنګ کې د کابل په پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد هم ؤ.
د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش د ستر لیکوال ارواښاد ګل پاچا الفت وروستی کتاب ده، لومړی وار په ۱۳۵۶ کې بیا په ۱۳۷۷ او دریم ځل په ۱۳۸۴ کال چاپ شو. پدې کتاب باندې د هغه زوی عزیز الرحمن الفت تقریظ لیکلی.
دا کتاب لومړی موږ ته حضرت محممد صلی الله علیه وسلم راپیژني چې هغه له کال ۵۷۰ تر ۶۳۲ پورې د دنیا په مخ ژوند درلود. په څلویښت کالنۍ کې پرې قران نازل شو.
په ښځو کې پرې خدیجې، هلکانو کې علی، ازادو سړو کې ابوبکر، موالیو کې زید او په مریانو کې بلال لومړي هغه وو چې په ده یې ایمان راوړ.
ورپسې دا کتاب د هغه کسانو نومونه اخلی چې ډېر ضعیف وو؛ خو اسلام روحیه او سجیه ورکړه او پیاوړي کسان ترې جوړ شول.
د ارواښاد الفت د دی کتاب په دوهمه برخه کې د اسلام سپيڅلی دین په لنډ ډول تشریح شوی ده، دی موږ ته اسلام په دوو ټکو کې خلاصه کوي: ایمان او عمل
ایمان د عقیدې نوم بولي او هغه فرض او واجب چې مومنان یې د عبادت په توګه سرته رسوي اعمال ګڼي.
دی وایې: که څوک په اجتماعي وجایبو او تکالیفو کې مقصر وي، تش زهد او محض یې له الهي عذاب او عتاب څخه نشي ژعورلی.
د اسلامي جامعې جوړول د اثر دریم بخش جوړوي. دی په دي څپرکې کې دا خبره ثابتوي چې حضرت محمد له داسې جامعې چې هلته بدۍ، دښمنۍ او کرکې وي، هلته څوک خدای نه مني، څوک پس له مرګه ژوند، څوک بیا د بتانو عبادت کوي؛ ده (محمد) په دې وخت کې د داسې جامعې بنسټ په مدینه منوره کې کیښود چې د تور او سپین، عرب او عجم، مالدار او غریب توپیر پکې نه وو.
طبقاتي نظام ختم شو، او د غوره والۍ معیار تقوا او نورو ته خیر رسونه شوه. مساوات، مشوره، عدالت، فردي ازادي، پرمعروف امر او له منکر څخه نهې، د ظلم مخنیوی، تعاون، فرد جوړول، جود او سخا او ځینې نور هغه موضوعات چې د یوې ټولشموله ټولنې لپاره ضروري دي، په ښه ډول څیړل شوي دي.
اسلامي تصوف د کتاب څلورمه حصه جوړوي. دی صوفیان په دين کې په درېو درجو او مرتبو ویشي: اسلام، ایمان، احسان
د اسلام پینځه بناوي، د دین ظاهري شیکل او صورت د اسلام ارکان ګڼي، ایمان د دین روح بولي او احسان د دین حقیقت.
دی بیا ووایې چې دي درې درجو صوفیانو درې شیه استخراج کړه: شریعت، طریقت، حقیقت.
شریعت د ظواهرو د اصلاح لپاره، طریقت د ضمایرو د اصلاح لپاره او حقیقت د سرایرو د اصلاح لپاره ده.
د صوفیانو مقامونه او احوال تر سرلیک لاندې د تصوف اووه مقامه: توبه، ورع، زهد، فقر، صبر، توکل او رضا یادوي، بیا د تصوف له درې اویا (۷۳) طریقو څخه هغه طریقې چې زیات عمومیت لري موږ ته راپیژني.
قادریه، رفاعیه، احمدیه، سوقیه، اکبریه، شاذلیه، مولویه، نقشبندیه او چشتیه بیا د دي طریقو موسیسین په ترتیب شیخ عبدالقادر جیلاني، احمد رفاعي، احمد بدوي، ابراهیم سوقي، شیخ الکبر(محي الدین عربي)، ابو مدیان، مولانا جلال الدین رومی، شیخ بهاوالدین محمد بن محمد بخاري او معین الدین چیشتي.
د تصوف درې مدرسې د کتاب پینځم منزل کې راغلې دي، دا درې مدرسې: د زهد مدرسه، د کشف او معرفت مدرسه او د وحدت الوجود مدرسه.
د زهد د مدرسي اساس زهد ښایې. د خدای عبادت، د دنیا له خوندونو او اسوده ژوند لرېوالی، د صالحو اسلافو متابعت او محبت یې ممیزات دي.
رابعة الدویة، ابراهیم ادهم، سفیان ثورې ... ددي مدرسې مهم غړي دي چې په لنډو ګې یې احوال ذکر شوي دي.
د دوهمې مدرسې اصول ماسوای الله نه د زړه کامله تصفیه او بیا د خدای په ذکر کامل استغراق او بلاخره په کلي ډول فنا فی الله کیدل دي.
دریمه مدرسه د تصوف وروستۍ مرحله ده، پدې مرحله کې مجازي وجود په مطلق حقیقي وجود کې محوه کیږي او ماسوا الله له منځه ځي.
ددي فصل په وروستیو کې د نن او پرون د صوفي توپیر بیان شوی، یو ځای وایې: د پرون صوفي د جا او جلال په بها صوفیتوب حاصل کړ او د نن صوفي په صوفیتوب د دنیا جا او جلال حاصلوي. یا هم دا : هغه صوفي هم بې نیازه و او دی هم؛ خو هغه د استغنا په وجه او دی د ډېرې غنا په وجه. هغه دنیا ته شا کړه او ده دنیا په شا کړه.
د کتاب وروستی بحث متکلمین او علم کلام ده، پدې برخه کې وعد او وعید، احباط، شفاعت، د پیغمبرانو عصمت، معجزه او نبوت په ډېر ژور ډول څیړل شوي دي.
پای.
یاداښت: کتاب ډېر خوندور ده؛ هم یې نثر له خونده ډک ده او هم پکې راغلی خبرې لوی مفهوم لري.
ويې لولئ، ویې لولئ او ويې لولئ.