د «ا» ويروس (د الف ويروس، د افغانستان ويروس)
لیکنه: ع. همت
د افغانستان د معاصر تاریخ له مهمو پېښو يوه هغه يې پر افغانستان د وخت د شوروي اتحاد يرغل دی، چې د ډېرو نورو خونړيو حادثو او پېښو پيلامه بلل کیږي.
په دغه پېښه په سلګونو مقالې او شايد په لسګونو کتابونه ليکل شوي وي چې د دوی له منځه يو د (د الف ويروس) دی. د دغه کتاب ښېګڼه داده چې خپله روسانو ليکلی او په واضح بڼه يې هغه لاملونه څرګند کړي چې څنګه دوی د افغانستان د يرغل په ويروس باندې ککړ شوي دي.
دا کتاب د سردار محمد داود خان له سپينې کودتا پيل او د روسانو تر يرغل پورې ټولې پېښې په ډېره ښه بڼه بيانوي، داسې چې په لوستلو کې به يې هېڅ د ستړيا احساس ونهکړئ. کتاب دوه روسانو چې يو يې د شوروي اتحاد په سفارت کې د ديپلومات په پلمه يو څارګر او دويم يې يو خبريال و چې افغانستان ته څو ځلې راغلی او د هغه وخت د پېښو په اړه يې راپورونه او ليکنې کړې دي. پښتو ژباړه يې عبدالکریم رحيمزي کړې او د کلي عامه کتابتون چاپ کړی دی. کتاب له سريزې وروسته په ۹ برخو او ۴۰۶ پاڼو کې په ډېر واړه پونټ ليکلی شوی، پښتو اصلي وېييو کارونې د کتاب پښتو بڼه يو څه ستونزمنه کړې ده.
ما پخوا هم د افغانستان د معاصر تاریخ په اړه بېلابېل کتابونه لوستي وو، خو د معاصر تاریخ دغه پاس يادې شوې پېښې په بل هېڅ کتاب کې دومره ښې ندي شنل شوې؛ نو که تاسې هم غوښتل چې د شوروي اتحاد د يرغل په اړه نور هم وپوهيږئ او هم د خلق ګوند په اړه اوللاس مالومات ترلاسه کړئ دغه کتاب حتماً ولولئ.
په الف ويروس کتاب کې ځینې هغه پوښتنې چې د ځوابونو په پرتله يې پوښتنې ډېرې زیږولې دي هم تر يو حده ځواب شوې دي، لکه: ۱- مير اکبر خيبر چا وواژه؟، ۲- ولې وګړو د انقلابيانو د هغه هيلو ملاتړ ونهکړ او پر وړاندې يې ډيری وخت حتا په کلکه مقاومت وکړ چې دغه هېواد د منځنيو پيړيو له تيارو څخه راوباسي، اقتصادي سمون ترسره کړي او د ډموکراتيکو اصولو په پلي کولو هېواد بدل کړي؟، ۳- چا اډولف ډبز (په کابل کې د امريکا سفير) وواژه؟، ۴- آيا حفيظالله امين د سيآیاې اجنټ و؟ او ...
په نوموړي کتاب کې مې د همېش پهڅير ډېر ځايونه په نښه کړي، خو ځينې به یې له تاسې سره شریک کړم.
" په حقيقت کې داود بېل پلانونه درلودل. ده هېڅ داسې نيت نه درلود چې د ټولنې بنيادي بنسټونه چې د ډېرو پېړيو په ترڅ کې يې خپله بڼه جوړه کړې وه بدل کړي. لکه يو ريښتنی ملتپال، ده د خپل هېواد دوديزې بڼې ته ډېر درناوی درلود. د نوموړي اصلاحاتو سياسي سیستم له کاره نه ايسته بلکې اصلاح کاوه يې. داود په خپله بهرنۍ پاليسي کې هڅه وکړه چې د لویو قدرتونو په منځ کې انډول وساتي او له دې څخه د خپل هېواد لپاره اعظمي ګټه پورته کړي. په کابل کې يوه ټوکه نوموره وه:« داود د شوروي په اورلګيت امريکايي سېګرېټ بلوي» کله چې داود اسلامي راديکالو ډلو ته ماته ورکړه او د هېواد په شمال کې يې د توکميزو لږکيو پاڅونونه وځپل، ده پرېکړه وکړه چې له شوروي پلوه وزيرانو څخه ځان خلاص کړي، له هغه چا څخه چې د کودتا په وخت کې د ده متحدين وو." ⁶
" يو افغان ډېر څه زغملی او بښلی شي، خو نه يې پر عزت باندې تيری."⁷
" د ګوند لومړۍ کنګره چې د ۱۹۶۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د نورمحمد ترهکي په کور کې جوړه شوه، اووه ويشت ځوانانو چې پرېکړه يې کړې وه ترڅو خپل ژوند د «افغانستان د ښې راتلونکې لپاره د پرځنګ» لپاره ځانګړی کړي په دغه کنګره کې ګډون وکړ. ... د کنګرې ساتونکي يو شمېر غښتلي سړي وو چې له کارمل سره يو ځای راغلي وو. دوی د انګړ په واوره پټ چمن کې دريدلي وو. کله کله به له انګړ څخه بهر ووتل او په شاوخوا واټونو کې د ګزمې او يا ځان تودولو په موخه ګرځېدل. د ساتونکو مشر د حبیبیې لېسې زدهکوونکی نجيبالله و چې د «غويي» ستاينوم يا لقب يې درلود. د نجيب په خيال کې به دا نه ګرځېدل چې يو وخت به د ګوند عمومي منشي او وروسته ولسمشر شي." ³¹
" کله چې د دوی مړي له ژمني بڼ څخه ليرې کړل شول، د تلیفون يو زنګ راغی، هلته يو چوپړيال غوږۍ واخيسته. کله يې چې په غوږۍ کې غږ واوريد، بښنه يې وغوښته او ډاکټر ته يې غوږۍ ورکړه:« زه ملالۍ يم، د عبدالله مېرمن. کولای شم له له خپل مېړه سره خبرې وکړم؟»
ډاکټر: بښنه غواړم، آغلې، دا ناشونې ده.
ملالۍ: چېرته دی؟ څه خبره ده؟ ټپي دی؟ وژل شوی؟
ډاکټر: وژل شوی، آغلې.
ملالۍ: ولسشمر چېرته؟ کولای شم خبرې ورسره وکړم؟
ډاکټر: ټول- ولسمشر، مېرمن، اولادونه، لمسيان- دوی ټول وژل شوي.
کله چې دغه مېرمنې غوږۍ بېرته اېښودله، په پساري يې وويل: «خدای په امان.»
ملالۍ مخکې پوهېده چې يوه ناوړه پېښه به وشي. نوموړې هغه وخت پوه شوه چې اته ویشت کلن عبدالله د لومړي وزير مرستيال په توګه وګمارل شو او د ولسمشرۍ لپاره د داود ځای ناستی شو. په دې وخت کې د دوی دويم زوی وزيږېد. ملالۍ په ډېره وېره او وهم له ځان سره وويل:« موږ څومره نېک بخته يوو! دا بخت به داسې پاتې نه شي.» دغه ځوانه او ښايسته ښځه پر جاينماز په ګونډو کښېناسته، د خپل وژل شوي خاوند روح ته يې دعا وکړه. دعا ته يې ډېر دوام ورنه کړ. کله چې اوچته شوه، پوهېدله چې اوس بايد څه وکړي. نوموړې لومړی د خوب کوټې ته لاړه هغه جعبه يې پرانستله چېرته چې يوه تومانچه وه. تومانچه يې واخيسته او د کوچنيانو د خوب کوټې ته لاړه او لومړی يې د خپل مشر څلورکلن زوی کټ ته ورنېږدې شوه. دی ويده و، خو د مور شتون يې احساس کړ. سترګې يې پرانيستې او مور ته په موسکا شو. «ته ډېر ښايسته يې، بچيه!» دا د ملالۍ په فکر کې تېر شول او ورپسې يې دغه زوی په ټنډه وويشت. کوچنی ماشوم يې د ډز په غږ ويښ شو او ژړل یې. ملالۍ يې کټ ته ور منډه کړه او دی يې هم وويشت. په دغه شېبه کې د ماشوم د کوټې ور پرانستل شو. ملالۍ هغه عسکر وليد چې په کارته پروان کې يې د دوی د کور ساتنه کوله او د کودتا په بهير کې يې هېڅکله د دوی کور پرېنښود. ورپسې يې تومانچه په خپل ټېک(شقیقه) کېښوده او ماشه يې کش کړه." ⁴⁴
داسې يادښتونه مې نور هم زړه وو چې درسره شريک کړم، خاصتاً د غويي د کودتا لنډ جزيات، د ترهکي د وژلو کيسه او همداسې د امين د وژل کیدو شيبې خو د ليکنې د زيات اوږدېدو له امله ترې تېريږم. که يې تاسې غوښتنه درلوده په بله ليکنه کې به یې خپاره کړم.