دلو 05, 1402 08:33 Asia/Kabul
  • کتاب: تورغم

لیکوال: عزیز الله کاروان لنډیز لیک: ثاقب وزیر

ځوان عزیز الله کاروان په دې ناول کښې د افغانستان د سقوط خبره په داسې انداز کې لیکلې ده چې کله ېې ته لولې نو یو خو به په خبره پوره پوره رسیږې او ورسره ورسره به دې په ذهن کې ګنړشمیر سوالونه هم پورته کیږي

لکه د مثال په توګه یو لوری ته په لکونه فوځ او بل لوری ته اتیا زره طالبان څنګه کامیاب شول او د کابل په تخت کیناستل.

د سقوط ورځې ېې کوم انداز سره بیان کړې دي

په دې ناول کښې ځوان عزیز الله کاروان ده تورخم په اړه هم مجلس کړې دې او زیاته کړې ېې دا چې دا تورخم په ځای تورغم واییل به ډیر ښه وي ځکه چې په تورخم په روزانه بنیادونو ده پښتنو بې عزتی ،تذلیل، ظلم او جبر ورسره کیږي.

عزیز الله کاروان وايي چې مونږ تش په نامه پښتانه یو خو چې کله په لاس موقع راشي بیا لر نه بر پښتانه پيژنو او نه بر لر پښتانه، نه مو بیا د یو بل سره همدردی وي او نه زمونږ ترمینځه پښتونولی.

په دې ناول کښې دا خبره هم ښکاره شوې دا چې کله یو څوک خپل هیواد نه لري او کله پرادي هیواد ته لاړ شی کډې یوسی نو هلته بیخی بې خونده ژوند تیروی او څوک ېې نه عزت کوي بلکه انسان ېې هم نه شماري.

په دې ناول کې د یو ځوان هلک او جینئ دا نیمګړې مینې قیصه ډیر په خوندور انداز لیکلې شوې ده!

دلته دا ځوان او تعلیم یافته کهول نه ده ګیله شوې ده چې دوئ خپله ژبه په خپله ورکه وي سپکه وي لګیه دي او په نورو ژبو پسې منډې وهي!