دلو 05, 1402 08:24 Asia/Kabul
  • کتاب: پيغمبر، د نړۍ شهکار

لیکنه: حفیظ الله بشارت

د ډېرو ساده او اسانه خبرو او کتابونو لوستلو پر ځای دا غوره ده چې يو څه پېچلي او مبهم کتابونه ولولو، ځکه په اسانۍ د يو شي روح ته ورننوتل او له فکر پرته پرې پوهېدلو دا غوره ده چې يو شی په فکر کولو زده کړو.

زه چې کله ګونګې جملې يا کتاب لولم نو هغه د استاد صفا خبره مې سترګو ته ودرېږي چې "کله کله له اسانه زده کولو او ويلو تېرېږئ. د دې پرځای چې هر وخت ناولونه مطالعه کړئ، يو څه وخت د ارواپوهنيزو او فلسفي کتابونو ويلو ته هم ورکړئ. له فکر کولو پرته لوستل له تاسو لټان جوړوي، خو له فکر کولو سره مل لوستل مو يو وخت د سټار او فيلسوف په القابو حتماً نازوي".

ځينې آثارو ته د نړۍ شهکار له دې امله نه دي ويل شوي چې هغه ډېرو کسانو خوښ کړي، نړيوال شهکار له دې وجې ورته ويل شوي چې د هغه ځينو جملو او خبرو په لوستونکو ځان منلی او هم يې لوستونکي پر ځان منلي. که څه هم زه له دې قول سره مخالف يم چې وايي: دې کتاب زما په ژوند کې بدلون راوست يا پلانکي کتاب زما ژوند او د‌ ژوند مسير رابدل کړ، خو د "پيغمبر" ناول په لوستلو سره مې دا هرڅه ومنل.

"پيغمبر" د نړۍ يو شهکار اثر دی چې تکړه فلسفه نګار جبران خليل جبران ليکلی او پښتو ژباړه يې زينب سالک کړې ده. پيغمبر ما په څلورو ورځو کې درې ځله ولوست او په هر ځل لوستلو کې يې په هره جمله ځان ځانته مين شوی يم. دې کتاب زه د يوې بلې ژبې د زده کړې هم ارمانجن کړم، ما وېل کاش چې دا ناول مې د ده په خپله پنځګره ژبه لوستی وای، ايله به مې يې د ارواه پټ جوهر ترې راويستی وای! دا ځکه چې يو خو د هنر ژباړه سخته ده او که بيا وه هم ژباړل شي، اصلي او ژور روح يې حتماً په خپله ژبه کې پټ پاتې کېږي.

پيغمبر ناول که څه هم د‌ حجم په لحاظ ډېر وړوکی؛ خو د معنويت او کيفيت په لحاظ د نړۍ له ډېرو لويو او پنډو کتابونو هم لوی او ستر دی. دا ناول په ډېر کوچني ځان کې دومره لوی څه لري چې د نړۍ لوی لوی شخصيتونه يې هم تر تاثیر لاندې راوستي دي.

په دې ناول پوهېدنه ځکه اسانه نه ده چې فلسفيانه خبرې پکې په شاعرانه اسلوب بيان شوې دي، خو په عميق او ژور لوستلو او ډېر فکر کولو سره د ناول ژورو ته ورښکته کېدلی شئ. همداراز پرې دې ښه پوهېدو لپاره د ناول له پیل مخکې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حجة الوادع د اخيرنۍ خطبې لوستل هم اړين دي.

د ناول د کيسې بيان د نورو لوستونکو شته تنده او تلوسه د هغه ناول په اړه وژني، نو ښه مې دا وبلله چې ځينې قوي جملې يې درسره شريکې کړم:

"کله چې مينه بلنه درکړي، بلنه يې ومنئ، سره له دې چې لارې يې له اغزو او خنډونو ډکې دي. مينه چې کله تاسې ته وزر پرانېزي، تاسو پکې حتماً ځانونه وپېچئ. که تاسو مينه کوئ، نو دا مه وايئ چې هغه مې په زړه کې ده، بلکې ووايئ چې زه يې په زړه کې يم او کله چې سهار راويښ شئ، نو دا ضرور ووايئ چې شکر د مينې کولو لپاره مې يوه بله ورځ هم ومونده".

"ښځه او نر يو د بل لپاره پيدا شوي او کله چې ومري بيا به هم له يو بل سره يوځای وي، خو تاسو له يو بل سره تنها جنسي مينه مه کوئ، مينه وکړئ خو داسې مينه لکه يو څپاند سمندر. د ژوند په بدو او ښو کې اوږه په اوږه واوسئ، خو داسې هم نه لکه د جومات ستنې چې په ګډه يې د چت وزن ته اوږه ورکړې ده، خو يو له بله بېلې ولاړې دي".

"يو شمېر خلک هغه دي چې له خپلو ډېرو شتو لږ څه ورکوي او دا کار د احسان، ريا او نېک نوم لپاره کوي، د هغوی د زړه پټې هيلې دغه ډالۍ مرداروي. يو شمېر بيا لږ څه لري، خو ټول ورکوي او ځينې نور بيا چې د ژوند او ژوندانه د نعمتونو په زياتوالي ايمان لري، د هغوی ځولۍ تل ډکې او هېڅکله نه تشېږي. ځينې بيا په ورکړه خپه کېږي او همدغه خپګان د دوی سزا ده. بعضې بيا په ورکړه نه خپه کېږي او نه د خوشالۍ غوښتنه ورسره وي او نه دا انګيري او محسوسوي چې دنيا حسن او ثواب دی او نېک عمل د نېکانو برخه".

"سوالګر ته څه ورکول ښه کار دی، خو له هغې هم نېک کار دا دی چې پرته له غوښتنې پرې وپوهېږې او څه ورکړې".

"کله چې ته د يوه څاروي په مرۍ چاړه ږدې نو په زړه کې ووايه؛ هغه ځواک چې له تا ژوند اخلي له ما يې هم اخلي، زه هم ستا غوندې پناه کېدونکی يم، ځکه د قدرت کوم قانون چې تا زما خواړه ګرځوي، ما به تر ما د ځواکمن خوراک وګرځوي. کله چې تاسو شراب نشه کړي او په همدغه نشه کې مستانه شئ، نو د خزان هغه ورځې در يادې کړه، د انګورو باغونه در ياد کړه او در ياد کړه چې شراب څنګه جوړ شوي وو او بيا څنګه جوړېږي؟ څنګه چې دا شراب د انګورو شراب دي، دغسې ستاسو هم دي."

"دا حقيقت مه هېروئ، هغه حيا او حجاب چې د جسم له جامو او بربنډوالي سره اړه لري، يوازې د بدنيتو او ګناهګارو خلکو سترګو ته يوه پرده جوړوي".

"مخکې له دې چې په کلي کې يو کور جوړ کړې، هلته د خپلو تصوراتو يو بڼ زرغون کړه؛ ځکه کله چې ماښام مهال ستاسې جسم کور ته راستنېږی، دغه شان ستاسې ارواه هم د ځان لپاره ځاله ګوري‌. ستا اصلي کور ستا جسم دی".

"که په مينه زيار نه شې ايستی او په مات زړه ورته تيارېږې نو ښه به دا وي چې ترې تېر شې، د مندر په دروازه کې کېنې او له هغه خلکو خيرات وغواړې چې په ډېره خوښۍ له خپلو کروندو راګرځي چې د دېوتا درناوی وکړي؛ ځکه کله چې تاسو په نه زړه ډوډۍ پخوئ نو هرو مرو به ترخه وي او يوازې د هغو خلکو د خېټو اور مړ کولای شي چې نيم انسانان وي".

"سپين او بې ګناه د مجرم او ګنهګار په چارو کې هرومرو شريک دی او داسې هېڅ بې ګناه نشته چې د هغه لاسونه دې د بدکارانو په چارو کې ککړ نه وي".

"که تاسې په ژوندانه کې د څه په اړه زړه نازړه ياست او غواړئ چې له ځانه يې لرې کړئ، نو په ياد لرئ چې دا بل چا ستاسې پر ژوندانه نه دی خپور کړی، بلکې خپله چاره مو ده او که څه وېره درسره وي چې لرې کول يې غواړئ، نو ځای يې ستاسې په زړه کې دی او هېڅکله دا وېره هغه کس نه ده اچولې چې تاسې ترې وېرېږئ. بېشکه ټول شيان ستاسو د ننه ټول شوي دي".

"هغه ښوونکی چې د مدرسې د دېوال سيوري ته يا د جومات په محراب کې له خپلو شاګردانو سره د پوهې په اړه خبرې کوي، په حقيقت کې خپل علم نه، بلکې خپل ايمان او خپله مينه هغوی ته انتقالوي".

"مزې چړچې د آزادۍ سندره ده، خو پخپله حقيقي آزادي نه ده. هغه ستاسې د ارمانونو غوټۍ ده، خو مېوه يې نه ده. هغه په پنجره کې د بنديوانې مرغۍ د الوت وزر دی، خو هغه د الوت فضا نه ده او نه الوتنه کوي".

"تاسو له مذهبه نوې بلا مه جوړوئ. مذهب يوازې ستاسې مخې ته پروت ژوند دی.... نور هېڅ نه دی. نوې جامې مه ور اغوندئ، په تصویرونو يې رنګ مه خپروئ. د هغه د طبيعت رنګ هم ستاسې د طبیعت د رنګ په څېر دی او دا درته بېخي بسنه کوي".