دلو 02, 1402 12:22 Asia/Kabul
  • د کتاب نوم: اغزن سيم

ليکوال: نصير احمد احمدي ليک : جمال سبا

اغزن سيم د ارواښاد نصير احمد احمدي له ناولونو څخه يو په زړه پوري ناول دی ۔

ارواښاد نصير احمد احمدي د ناول په ليکلو ډير ښه پوهيده د نوموړي ناولونو په پښتنو کښي ډير زيات نوموتي دي لوستونکي يې زيات خوښوي هر ناول يې پنځه ځله ښپږ ځله څلور ځله حتماً چاپ شوي وي او له دې سره سره بيا هم په کتاب پلورنځۍ کښي د ارواښاد احمدي ناولونه نه موندل کيږي ياني ژر تر ژره پلورل شوي وي او د نه شتون سره سم وي

د يو چا خبره چي ” د استاد نور محمد ترکي له ناولونو څخه وروسته د ارواښاد نصير احمد احمدي ناولونه ډير زيات پلورل کيږي او په زيات شمير سره لوستل کيږي “

نو راګرځم اغزن سيم ته د ناول له کيسې تيرېږم ځکه د کيسې لوستل پر تاسو پرېږدم کيسه تاسو بايد ولولۍ زه به لږ غوندي د ناول پر مهمو ټکو وږغېږم په اغزن سيم کښي ليکوال د افغانانو پر بيوزله ژوند ډير زيات په هنر سره ږغا کوي ښاغلی ليکوال د افغانانو د کډوالۍ(مهاجرت) پر ژوند کيسه ليکي د کډوالۍ په وخت کښي د بې وزله او بې کوره افغانانو وضيعت په ګوته کوي له افغانانو سره ده پرديو هيوادونو د هيوادواله غير انساني چلند په ګوته کوي په پرديو هيوادونو کښي د افغانانو خويندو او ميندو ته په سپک نظر کتل او ليدل روښانه کوي

ليکوال افغانانو ته په لاره کښي ورپيش سخت کړاونه او دردونه د ناول په بڼه او کيسه پوهه په ژبه ليکي

ليکوال د افغانانو په پرديو هيوادونو کښي د تل لپاره د مرګ په تبه ويدېدل هم په عجيبه هنر سره کاږي او موږ او نړۍ ته ښايي چي د بل په وطن کښي د مرګ وه غيږي ته ورتلل هم څومره درد لري۔۔۔

لنډه دا چي په لوی افغان وطن کښي د پرديو جګړو پايله دا شوه چي افغانان د شپې په تيرول پوري حيران دي دغه تش په نوم د اسلام جګړو خو موږ ته تر کفر زيات زيان ورساوه سخت يې وکړولو له خپلي خاوري ، تاريخ ، جغرافيې ، نفسياتو او له تهزيبه تمدنه يې پردي کړو د ژوند لاره يې راڅخه ورکه کړله پردي نصابونه يې په مغزو را دننه کړل مزهب يې راته ترميم کړ د لوی پلان له مخې يې په ډلو ډلو کښي تقسيم کړلو په ګوندونو کښي يې تقسيم کړو په قبيلو کښي يې تقسيم کړلو نيم شمير وحشيان يې په مزهبي څيره د تشدد پلويان کړل او بل اړخ ته نيم شمير اولسونه د عدم تشدد د نظرياتو تر چتر لاندي ملي مبارزې ته ملا تړلې ده استعمار په پوري توګه او په منظمه طريقه خپله استعماري ايجنډه مخ په وړاندي وړي

مګر بل لوري ته

په مقبوضه پښتونخوا کښي ځيني پښتانه قامپاله ګوندونه لا هم په درې اويا کاله کښي د دغه کالونيل په نيت نه شو پوهه لا هم د اسلامي جمهوري پاکستان خوبونه ويني لا هم د پاکستاني جغرافيې د حساب له مخې د ازادي عدلې او ازاد پارليمان خوب ويني مګر د ملي مبارزې پر ډګر په شمار مبارزين لرو