یو بیت او یو حکایت
لیکوال: اسدالله غضنفر
هسې وایي چې په پخوا زمانو کې په مصر کې یو چا خوب ولید چې په اصفهان کې په پلاني ځای کې یوه خزانه ښخه ده چې که دی ورغی، د ده به وي.
سړی روان شو. له غرونو، سیندونو او صحراوو واوښت، اصفهان ته ورسېد. دلته پولیسو ورباندې شک وکړ، ویې ونیو. ډېر یې وواهه. سړی یې مجبور کړ چې حقیقت ورته ووایي چې ولې دلته راغلی دی. د پولیسو مشر د ده د خبرو له اورېدو وروسته په کټ کټ وخندل، ورته ویې ویل: د خدای ساده، دغسې خوبونه ما هم لیدلي دي چې په مصر کې په پلاني ځای کې یو کور دی، دا دا یې ځانګړنې دي، هلته یوه ونه ده، تر ونې لاندې خزانه ده. سړی دومره نه ساده کېږي چې د خوب په خاطر دومره تکلیفونه په ځان تېر کړي. واخله، دا پیسې واخله، د لارې خرڅ به دې شي، خپل وطن ته ستون شه، مصر ته.
د پولیسو مشر چې د کور کومې نښې وویلې، هغه په مصر کې د دغه سړي د خپل کور نښې وې. سړی چټک روان شو. غرونه، سیندونه او صحراګانې یې کچ کړې، مصر ته ورسېد. خپل کور ته لاړ او تر هماغه ونې لاندې خاوره یې راواړوله، چې ګوري لویه خزانه پکې پرته ده.
دا رنګه حکایات په استعاري او غیرمستقیمه ژبه د انسان د ژورو روحي تجربو معرفي کوونکي دي. د عارفانو تجربې او د ارواپوهنې علم وایي چې که بنیادم خپل نفس وپېژني او په ځان کنټرول حاصل کړي، د لوی روحي قوت څښتن به شي او په ژوند کې به کامیاب وي. د اشرف هجري لمسی او د خوشحال خټک کړوسی کامګار خټک د ذکر شوي حکایت او روحي تجربې مفهوم په یوه بیت کې په داسې ډول خلاصه کړی دی:
یار ویل کامګار ناحق ګرځي بل لور ته
همېشه ورسره ناست په خلوت زه یم
زموږ کامیابۍ او زموږ ناکامۍ زموږ په خپل لاس کې دي. زموږ د ژوند هره ورځ یوه خزانه ده چې د کار، د نیکۍ او د خوشبینۍ په مټ یې راسپړلای او خپلو ارزوګانو ته رسېدلای شو. که زه هر سهار له ځان سره ژمنه وکړم چې ورځ به په کار تېروم، له چا سره به بد نه کوم، د صحت د اصولو رعایت به کوم او غوسې به په بیه نه اخلم نو هغه شېبه پخپله راځي چې د کامیابۍ ناوې د کور دروازه راوټکوي.
هغوی چې خپل روحي او جسمي صحت ته پام نه کوي، د ناروغه کېدو او له کاره لوېدو امکان یې زیات دی. هغوی چې له نورو سره د ګوزارې په چل نه پوهېږي، وخت یې په کار نه بلکې په کشمکش تېرېږي او هغوی چې غم او غوسې ته په اسانه تسلیمېږي، نه ځان ته او نه ټولنې ته ګټه رسولای شي.