جدی 27, 1402 10:45 Asia/Kabul
  •  د کتاب نوم: سرغندوی (ناب، مشهور) پوډري

لیکوال: ډاکټر معمار حشمت الله اتمر

سرغندوی پوډري کتاب چې لیکوال یې ډاکټر مهندس حشمت الله اتمر صاحب دی.

د دې کتاب کیسه یوه ریښتیې کیسه ده، چې لیکوال همدغه کیسه بیا د ناول په بڼه په 73 صفحو کې راټوله کړې ده.

کرکټر یې یو تکړه خطاط او انجینر دی چې وروسته بیا په ایران هېواد کې د بدو ملگرو لخوا په پوډرو روږدی شي، دی اصلاً د افغانستان د بامیان ولایت ده چې ایران کې استوگن دی او له روږديوالي څخه وروسته افغانستان ته راشي او په افغانستان کې د روږدیوالي رنگا رنگ شپې او ورځې تېروي.