د کتاب نوم: ایمان پلورونکي؛ د امت د اتل داستان
لیکنه: داد محمد ناوک
ایمان پلورونکي؛ د مشهور لیکوال عنایت الله التمش لیکلی اثر دی، چې پکې د حضرت سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله د ژوند پېښې د مؤثقو تاریخي سندونو په حواله په داستاني ژبه بیان شوې دي، ښايي پښتو کې بېلابېلې ژباړې ولري، خو زه نږدې یوه اوونۍ مسلسل له دې کتاب سره مصروف وم، چې په دریو ټوکونو استاد عبدالواسع صابر ژباړلی دی.
تر دې وړاندې مې د عنایت الله التمش «یو بل بت ماتوونکی» اثر، چې د حضرت سلطان محمود غزنوی رحمه الله د بریاوو، ستړیو او پر اسلامي امت د احساناتو داستان يې پکې بیان کړی ولوست، ځکه خو مې د ایمان پلورونکي؛ دریو ټوکونو ته مسلسل دوام ورکړ، خو د دې داستان اړتیا څه ده؟
دا اثر تاریخ دی، خو د داستان په ژبه تاریخ، پر دې اثر ځینې د ناول ګمان کوي، خو په داسې حال کې چې د خیال هیڅ څرک پکې نه لګېږي او حتی چېرته چې معلومات نیمګړي شوي یا هم لوستونکي ته پوره نتېجه په لاس نه ورکوي، نو لیکوال واضح لیکلي چې دلته مې کوم تاریخي سند موندلی نه دی، خو د دې اثر لوستل، خپرول او په اړه يې خبرې کول دومره مهم دي، چې باید رسنیو کې، پر سټیج، منبراو محراب کې يې یادونې وشي، «ایمان پلورونکي» کټ مټ زموږ د اوسني افغانستان حال مخې ته را ته ږدي، څنګه حضرت صلاح الدین ایوبي رحمه الله د صلیبیانو له چلونو سره مخ کېږي، څنګه ترې ځان ژغوري، څنګه د لستوڼي ماران ورته پیدا کوي، څنګه يې مبارزه کوي، څنګه د لوی هدف پر وړاندې صیلیبیان هغه د خپلو مسلمانو؟ په مرسته په وړو خنډونو کې نښلوي او څنګه صلیبي یو مسلمان ځوان دې ته تیاروي چې د خپل مسلمان ورور د وژلو لپاره تورې ته لاس کړي او د مسلمانو پر خپل منځي شخړو صلیبیانو پخپلو کې څه سره وايي؟؟؟
له دې اثره د نورو ګڼو زده کړو تر څنګ د امت د یووالي، د ارزښتونو د ساتنې او دا چې څنګه په جنجالي، تبلیغاتي او شور ماشور حالت کې خپل هدف رانه ورک نه شي زده کولی شو، حضرت سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله څو ځلې بیت المقدس ته نږدې کېږي، خو صلیبیان د ولایتونو والیان د هغه پر ضد لمسوي او تر خپله وسه هڅه کوي چې جګړه په اسلامي خاوره کې روانه واوسي، دوی له خپلو لاسپوڅو سره یوازې په مادي لحاظ د مرستې ژمنې کوي، خو چې کله حضرت سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله بریالی کېږي، نو ځينې صلیبي مشران اندېښمنېږي، خو عمومي مشر يې په ویاړ ورته وايي چې موږ ته د چا بریا او ناکامي مانا نه لري، مهمه دا ده چې حضرت سلطان صلاح الدین ایوبي مو پخپله خاوره کې مصروف ساتلی او مسلمانان مو سره اخته کړي دي.
صلیبي ګوزارونه!
کله چې د صلیبیانو خپل منځي ناستې سړی ګوري، نو هغوی پر لپسې اعتراف کوي چې د مسلمانو بریا په دې کې ده چې هغوی عقیدوي جګړه کوي، هغو پر مرګ هم ځان بریالی بولي او په ژوند هم؛ خو د هغوی پر همدې عقیدې د ګوزار لپاره دوی دوه وسلې او د داستان په پای کې یوه بله وسله هم ور زیاتوي، په لاس کې لري؛ دوی ازمویېلې چې د ښایسته نجونو، پیسو او د قدرت د تمې ورکولو په ګوزارونو سره حتی د حضرت سلطان صلاح الدین د پوځ لوړپوړي چارواکي هم د دوی لاسونو ته ولوېدل، خو د ایوبي واکمنۍ غښتلیو استخباراتو پرلپسې هر څه په نطفه کې خنثی کړي دي.
صلیبي تاړاک ګرو د مسلمانانو د کلیو او کاروانونو په لوټولو د هغوی ښځينه زنداني کولې، نجونې به يې د نشو او هیپتونیزم په مرسته پخپل جال کې ګېرولې او بیا به يې د همدې نجونو په وسیله مسلمان سیمهییز واکمنان په ګوتو کې سره اړول را اړول، پیسې یو بل ګوزار و، چې د ایوبي واکمنۍ اداري مشران يې پرې اخیستل، خو دا پیسې به يې هم د مصر له ځمکې حتی د فرعونیانو د قبرونو په لوټلو موندلې او بېرته به يې د مصر پر ضد استعمالولې، درېیمه او وروستۍ حربه يې د واک نشه وه، چې د موصل، حلب او حرن واکمنان يې پرلپسې په جال کې را ګېرېدل، خو ایوبي سرښندونکو کله هم د هغوی پلان بریا ته نه پرېښود.
حضرت سلطان صلاح الدین ایوبي پرلپسې خپلو سرتېرو ته ټینګار کړی، چې ستاسې هدف باید بیت المقدس وي، په دې لار کې که هر څه خنډ په مخه را ځي، له مخه يې لرې کړئ، خو په هغه خنډ کې بند مه پاتې کېږئ!
د الله جل جلاله د نېغې مرستې تر څنګ ظاهراً د ایوبي سرښندویانو بریا، په تقوا، قوي استخباراتي نظام، سرښندنې او هدف ته پام کې بللی شو، خو د مسلمانانو د ځپلو، بېلولو، په هغوی کې د مذهبي، قومي او نژادي تفرقي اچولو لپاره صلیبیانو پرلپسې پر خپلو نجونو تکیه کړې، هغوی عزتونه للامول خو غوښتل يې خپل مشران هدف ته ورسوي، کله چې د کرک مشهوره کلا له صلیبي تاړاک ګرو ایوبي سرښندویانو ته په ګوتو ورغله، نو جرمني نژاده صلیبي استخباراتي مشر هرمن د خپلو مشرانو په غونډه کې ښکاره وویل، چې ستاسې ټوله تکیه په شرابو او نجونو ده، حتی د جګړې ډګر ته هم خیمو کې شراب او نجونې درسره وړئ، خو هغوی تاسې ته سرونه په لاسو کې نیولي وي، که غواړئ ایوبي له منځه يوسئ، پر تبلیغاتو تکیه وکړئ!
ایوبي يې د «بدلې عقیدې»، نجونو نڅوونکی، د چور او تالان غوښتونکی او د واک وږی معرفي کړ، خو ځای يې ونه نیو، هغوی د سوداګرو، قومي مخورو، پوځيانو، ملایانو، ډاکټرانو او سیلانیانو په څېرو کې پرلپسې خپلې استخباراتي منډې ترړې وکړې، خو د ایوبي شخصیت يې داغداره نه کړای شو!
دا کتاب باید ولوستل شي، پرلپسې ولوستل شي، خپل ځوان نسل ته ورسول شي او د امت د بیدارۍ لپاره پر امت احسان کوونکي باید وپېژندل شي، د صلیبیانو د پرلپسې ماتې په غبرګون کې د هغوی مشر ټینګار کوي، زموږ جګړه له ایوبي سره نه؛ بلکې له اسلام سره ده، اسلام په توره له منځه نه ځي، که غواړئ اسلام داسې له منځه یوسئ، چې پیروان يې ځانونو ته مسلمانان هم ووايي، نو په هغوی کې فحاشۍ او نشه عامه کړئ، د هغوی ځوان نسل د نجونو په منګولو کې ګير کړئ او پر خپلو مشرانو يې بې باوري غښتلې کړئ!