د پښتو ژبې په اړه هر اړخیز معلومات
لیکنه ـ ذکریا رحيمي
پښتو د اېندو اروپایي کورنۍ ژبه ده. د افغانستان ملي او رسمي ژبه او د نشنلزم سمبول ګڼل کیږي. پښتو ویونکي د نړۍ په زیاتو سیمو کې خپاره شوي خو د نفوس په اړه یې کره مالومات نشته. ځینې یې د اټکل له مخې ۴۰ ، ځینې ۶۰ او ځینې ۸۵ میلیونه ښي. د افغانستان په ختیځ، سوېل او سوېل لویدیځ کې یوازې پښتو ویل کیږي خو په لویدیځ او شمال کې له نورو قومونو سره یو ځای مېشت دي. په افغانستان کې د پښتنو کره شمېر مالوم ندی. خو مختلفو ارزونکو ۴۵ تر ۶۵ % پورې پښتانه اټکل کړي.
پښتو د افغانستان ملي او رسمي ژبه ده. بله رسمي ژبه یې دري ژبه ده. په ۱۹۲۹کال کې له حبیب الله خال کلکاني (بچې سقو) پرته د افغانستان ټول پاچایان پښتانه وو. خو په ورته وخت کې چې پښتنو پښتو ویله په دربارونو کې د سلطنت ادبي ژبه دري وه او ډېرو خلکو په دولتي ادارو کې هم ویله. د ۱۹۲۶-۱۹۲۹ کلونو ترمنځ کله چې امان خان سلطنتي واک ترلاسه کړ نو پښتو یې قومي هویت او د رسمي نشنلزم سمبول کړه.
په ۱۹۳۱ کې د پښتو انجمن په نامه ټولنه جوړه شوه او ۱۹۳۰ کې پښتو د حکومت، ادارې او هنر ژبه شوه. کله چې په ۱۹۳۲ کې د کابل پوهنتون جوړ شو نو د کابل پوهنتون کې په ۱۹۳۷ کې د پښتو ټولنې بنسټ کېښودل شو. خو په ورته وخت کې لوړ پوړو چارواکو په دري ژبه خبرې کولې او خپل بچیان یې هم په دري ژبه روزل. د ظاهر شاه پلار نادر خان په ۱۹۳۳ کې فرمان صادر کړ چې ټول چارواکي باید دواړه دري او پښتو زده کړي او دواړه ژبې وکاروي. په ۱۹۳۶ کې د ظاهر شاه فرمان پښتو رسمي ژبه وګڼله او پښتو ته یې د دولت او زده کړو په هره برخه کې بشپړ حق ورکړ. د ظاهر د دې فرمان پر وخت خپلې نږدې شاهي کورنۍ او نورو بیوروکراتانو چې په خټه پښتانه وو ټوله دري ژبه ویله. خو له دې فرمان سره پښتو ملي ژبه او د نشنلزم سمبول شوه. په ۱۹۶۴ کې کله چې د افغانستان د فارسي ژبې ډول ته رسما دري نوم ورکول کېده نو د اساسي قانون شورا پښتو یو ځل بیا د ملي ژبې په توګه تاید کړه.
په کوزه پښتونخوا کې د خیبر پښتونخوا ټول خلک پښتانه دي همداسې د بلوچستان په شمالي سیمو کې هم پښتو ویل کیږي. د میانولي، اټک او پنجاب ایالت په ځینو سیمو کې هم پښتانه مېشت دي. په فدرالي کچه پښتو د پښتونخوا رسمي ژبه نده خو ځینو خلکو یې هڅې کړي مګر هڅې یې بریالۍ نه وې.
ډېر ژبپوهان په دې ګمان دي چې پښتون د اوېستان د ژبو یو ډول دی. خو په دې ندي موافق چې پښتو په مستقیم ډول له اوېستاني او یا له ختیځو ایرانیو ژبو جوړه شوې. خو ځینې ژبپوهان وایي چې پښتو له باختري، خوارزميان او سوګدیان ژبو سره ګډې ځانګړنې لري.
سټرابو له زېږېدیز کال څخه ۲۴ کاله وړاندې پیدا شوی او هغه لیکلي چې له اېندو یا د سند له سیند څخه لویدیځ لور ته چې کوم قومونه ژوند کوي د اریانا یوه برخه وه. په دې وخت کې پر ټولې هغې سیمې چې پښتانه پکې اوسېدل د بلخ یوناني پاچايي واک لره. له درېمې پېړۍ راپه دېخوا په ډېرو لیکنو کې ورته د ابګان نوم کارول شوی.
عبد الحی حبیبي وایي چې د پښتو د عصري چارو مخینه اتمې پېړۍ ته غزېدلې او پیل یې د امیر کروړ له وخته د غوریانو له پیله شوی. دې خلکو هغه لیک کاروه چې په پټه خزانه کې موندل شوی. په دې باندې دوه عصري پوهانو (David Neil MacKenzie and Lucia Serena Loi) هم بحث کړی او د پټې خزانې په اړه یې خپل ساینسي نظرونه او مطالعې خپاره کړي. د پټې خزانې په اړه ادعا کیږي چې د سوریانو (له اتمې پېړۍ) تر اتلسمې پېړۍ د ټولو شاعرانو نومونه پکې لیکل شوي او د دوي د شعرونو ټولګه ده او په ۱۸ پېړۍ کې محمد هوتک په کندهار کې لیکلې.
له ۱۶ پېړۍ را په دیخوا د پښتنو ترمنځ شعر لیکنه عامه شوه او تر ټولو نامتو شاعران یې بایزید پیر روښان چې د پښتو تورو اختراع کوونکی هم ګڼل کیږي، خوشحال خان خټک، رحمان بابا، نازو ټوخي (نازو انا)، احمد شاه دراني چې د درانيانو د امپراتورۍ جوړونکی او د عصري افغانستان بنسټ اېښودونکی دی.
په عصري وخت کې د بیسوادۍ له امله پښتو کې فارسي او عربي کلیمې ورګډې شوي خو هیله شته چې د زاړه قاموس په مرسته به یو ځل بیا پښتو کره شي.
پښتو د فاعل-مفعول-فعل ژبه ده او په خپل ګرامر کې اېرګاټیټ وېش لري. صفت یې تر اسم مخکې ویل کیږي، د دواړو جنسیتونو (مذکر – مونث) لپاره اسم لري، اسم یې (مفرد – جمع) او څلور حالتونه لري : څلور حالتونه یې مستقیم، مایل I ، مایل II او غږیز حالت دی. شرطي وجه هم پکې شته. د فعلونو سیستم یې ډېر پېچلی دی او حال،تېره ساده زمانه، تېره استمراري زمانه، تېره نقلي زمانه، تېره کامله زمانه کې یې فعلونه نحوه کیږي. د جملو جوړښت یې اېندو-ایراني ژبو سره ورتوالی لري لکه باختري او پراکریت ژبې. په متعدو او غېرې متعدو جملو کې فعل له فاعل سره توافق کوي خو یوازې که چېرې په تېره زمانه کې ترسره شوی عمل راپور شوی وي استثنا رامنځته کیږي او د استثنا په حالت کې که چېرې جمله متعده وي فعل له مفعول سره توافق کوي خو که غېرې متعده وي له فاعل سره توافق کوي. له همدې امله پښتو کې یوه برخه اېرګاټیټ چلند موجود دی لکه د کردانو د ژبې په څېر.
پښتو کې له ۷ پېړۍ را په دیخوا د اوېستان ژبې کلیمې ورګډې شوي، د اوېستان ژبه د افغانستان په ختیځ کې، د اوسني پاکستان په لویدیځ کې، د چین په شین جیانګ یا سین کیانګ سیمه کې او د تاجکستان په شمال ختیځ کې ویل کیده. ځینې لغات پکې د پخوانۍ یونانۍ ژبې ورګډ شوي، فارسي او هندي لغتونه هم پکې شته خو خپل کره قاموس هم لري. په عصري پښتو کې بیا ډېر لغات فرانسوي او انګلیسي دي خو کم اندازه جرمني هم پکې شته.
د فرانسوۍ ژبې بېلګې : کانکور، لیسه، انتیبیوتیک
پښتو ۴۵ توري لري، توري یې د عربي او فارسي تغیر شوي بڼه ده. په ۱۶ پېړۍ کې با یزید پیر روښان ۱۳ نور توري پکې زیات کړل چې له وخت سره تورو کې نور بدلونونه راوستل شول.
پښتنو کې له ډیره پخوا د خبرو اترو ادبیات دود دي لکه متلونه، شعرونه او کیسې. خو د لیک لوست ادبیات د ۱۶۱۳–۱۶۸۹ کلونو ترمنځ د خوشحال خان خټک له شعرونو خپل اوج واخیست. همداسې رحمان بابا چې د ۱۶۵۰–۱۷۱۵ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی هم ژوندۍ بېلګه ده. احمدشاه بابا چا چې د ۱۷۲۲–۱۷۷۲ کلونو ترمنځ ژوند کړی د واک پر وخت یې پښتو د محکمې ژبه شوه او همداسې د واک پر وخت یې د پیر محمد کاکړ لمړی کتاب ” معرفت الافغاني ” چاپ شو. لمړی د پښتو د فعلونو د ګرامر کتاب په ۱۸۰۵ کې د ریاض المحبه په نامه چاپ شو. په ۱۸۰۸ کې د حفیظ الرحمان خان بل زوی عجایب الغات په نامه بل پښتو کتاب چاپ کړ.
د پښتو د لهجو ډولونه
په سوېل کې
درانۍ، کاکړۍ، شیراني، مندوخیله، مروت، وانیړڅي ترین یا ترینو او یا هم چلغرۍ
په سوېل کې کارلاني ډله
بنوڅۍ، خټک، داوړواله، مسیدواله، وزیرواله
د شمال لهجې
غلجې، یوسفزۍ او ختیځواله
د شمال کارلاني ډله
ټنیواله، خوستۍ، زدراڼ، بنګشۍ، افریدۍ، خوږیاڼۍ او وردګه لهجه