جدی 12, 1402 10:13 Asia/Kabul
  • د ډاکټر ایاز ایسپزي په  کتاب « خپل اتلان وپیژنۍ»

دا کتاب ما ته زما ځان ښایی چې زهٔ څوک یم، دا کتاب ما ته زما پلار، نیکهٔ ښایی، دا کتاب ما ته پهٔ دې مقدسه خاوره هغه سامراجي قوتونه راښایی چا چې دَ دې جنتي خاورې د نيولو پهٔ اراده خپل هغه ټول قوتونه صرف کړل کوم چې د هغوی وس ؤ، خو دا خاوره یې قبضه نهٔ کړی شوه، نن زهٔ موجود یم خو هغه خلک ورک دي، د مړهٔ ژوندي پته یې نهٔ لګي.

 دا کتاب ما ته زما اتلان ښایی چې پهٔ هغوی کې پیر روښان رح ،شیخ ملي رح، ګجو خان بابا، شیر شاه سوري، کالو خان یوسفزی بابا، بي بي الایي، دریا خان اپريدی، ایمل خان مومند، خوشحال خان خټک، میرویس خان، احمد شاه ابدالي،ملاله میوندۍ، عمرا خان جندولی، سرتور فقیر، عجب خان اپریدی، ایپي فقیر حاجي میرزالي خان او باچا خان بابا شامل دي. ډاکټر ایاز ایسپزي صېب له دې الله لوی ژوند ورکړي چې خپل اولس یې د خپلو اتلانو نه خبر کړو. ډاکټر صېب خپل کار پهٔ نره سر ته ورسولو، اوس اولس له پکار دي چې دغه کتاب واخلي او ولولي یې چې د خپل تاریخ نه خبر شي او د هغه دروغژنو تاریخونو نه ځان راوباسي، کوم چې پهٔ نصاب کې ورښودلی کېږي او خپل اتلان وپېژني.

نوټ ارمان لرم چې دغه کتاب څوک نورو ژبو ته وژباړي، پهٔ خصوصي توګه اردو او انګلیسي ژبې ته، او پکار ده چې استاذان هم پهٔ مکتب کې زده کونکو ته دا رقم تاریخ ور وښایي، نهٔ چې نصاب والا تاریخ.

پښتانهٔ دې پهٔ خپلو کورونو کې خپلو بچو ته هم دا کتاب بیانول خپله قامي فریضه وګڼي.

د پښتون بچي اتل وایی اکبر ته۔

ناخبره له سپیځلي پیر روښان دي۔