جدی 11, 1402 09:07 Asia/Kabul
  • دین، دولت او د شریعت تطبیق

لیکوال: مراکشي فیلسوف عابد الجابري ژباړه: ډاکټر مجیب الرحمن رحیمي

د عربو د نړۍ د مشهور متفکر، محمد عابد الجابري ارزښتمند کتاب«دین، دولت او د شریعت تطبیق» په دوو برخو او ۱۹۲ مخونو کې، چې ډاکټر مجیب‌الرحمن رحیمي ژباړلی، چاپ او خپور شو.

په لومړیو کې ډاکټر مجیب‌الرحمن رحیمي ته د دغه اغېزناک کتاب د ژباړې مبارکي وایم او بیا د خدای له درباره ورته د وخت روښانفکرۍ ته د لا ډېر خدمت دعا کووم.

۱. لکه څنګه چې د کتاب له عنوانه معلومېږي، ډاکټر جابري په دغه کتاب کې د دین او دولت، فقهې او سیاست، سیاسي نظریې او د شریعت د تطبیق او نورو ستراتیژیکو مسایلو په اړه خپله تر نورو ځانګړې او روښانه نظریه وړاندې کړې ده.

ډاکټر جابري خپل بحث داسې پیلوي: د دین، دولت او د شریعت د تطبیق موضوع، له هغو مسلو او موضوعاتو څخه ده، چې له سیاست، اړتیاوو او د ځواک له منطق څخه اغېزمن دي؛ حتیٰ کولی شو ووایو، چې ډېری هغه سرچینې او منابع، چې اوسني څېړونکي ورباندې استناد کوي، په یوه نه یوه ډول باندې د خپل وخت د ځواک او سیاسي شرایطو زېږنده دي.

ص ۲۰

هغه په اسلام کې د دین او دولت او د شرعي احکامو د تطبیق په اړه نوي راپورته شوي بحثونه، جنجالي او له دیني نصوصو څخه د تفسیر او تأویل پایله بولي، چې د عربي اسلامي تاریخ کې ځای نه‌لري.

۲. اصلي مرجع

ډاکټر جابري هغه منبع او مرجع، چې له مذهبونو، فرقو، فقهو او اصولو وړاندې ده، (اصلي مرجع) په توګه یادوي: «د عربي اسلامي تاریخ په اوږدو کې تر ټولو اصیله او پخوانۍ مرجع، د خلفای راشدینو په وخت کې د صحابه‌وو کړنې دي.»

«د دین او دولت تر منځ د اړیکو او د شریعت د تطبیق مسله کې بنسټي مرجع(کې یواځینۍ مرجع یې نه بولو.) د صحابو عمل دی او دلیل یې هم دا دی، چې د قرآن او سنتو نصوص له هغه تفصیل سره، چې د میراث او واده په اړه یې کړی دی، په هغومره تفصیل سره د حکومت، سیاست او دین او دولت تر منځو روابطو باندې تفصیل نه‌دی ورکړی؛ نو پر همدې اساس باندې د شریعت په تطبیق کې بنسټي مرجع د صحابه‌وو عمل دی.»

ډاکټر جابري په دې باور دی، چې: «هغوی(صحابه‌وو) سیاست په عملي ډول باندې آزمایلی دی، دولت یې جوړ کړی دی او د اسلام له غوښتنې سره سم یې د اساسي پوهې په بنسټ باندې شریعت تطبیق کړی دی، هغه هم له هغه وخته وړاندې، چې د شخړو او جنجالونو له امله مختلف برداشتونه او مختلفې خبرې منځ‌ته راغلې.

ډاکټر جابري زیاتوي، چې زموږ د عصر غوښتنو او نویو مسایلو او پېښو ته په کتلو سره، زموږ اړتیا تر بل هر وخته دې ته زیاته ده، چې د مذهبونو او فرقو جوړېدلو له وخته مخکې زمانې ته، یعنې د خلفای راشدینو وخت ته د یوې بشپړې لارښودې منبع په توګه، ستانه شو.

ډاکټر جابري د دغې خبرې په یادولو سره، چې صحابه قوانینو او اصولو ته ژمن نه وو او دغه اصطلاحات د هغوی په وخت کې بېخي وو نه؛ زیاتوي، چې: «یواځینی معیار، چې صحابه‌وو به تل په نظر کې نیوه، له «عمومي مصلحت» پرته بل څه نه وو.

په همدې اساس موږ وینو، چې هغوی «عمومي مصلحت» ته په کتلو سره عمل کاوه او لکه څنګه چې وروسته به یې په تفصیل سره بیان کړو، هغوی به په داسې حال کې له نص څخه صرف نظر کاوه. (حتیٰ که بېخي صریح او څرګند به هم وو او یا به ځینو شرایطو د هغوی د ځنډېدلو غوښتنه کوله.)»

ص۲۳

ډاکټر جابري د خلفای راشدینو کړنلارې ته د ورستنېدو لپاره دلایل داسې روښانه کوي: « اول (زموږ د بحث موضوع دیني طبیعت یا هم دیني ځانګړنه لري او په دین کې [اصل] ته تر بېرته ورګرځېدو پرته بله کومه لاره نه‌شته.) دوه‌یم (د صحابه‌وو په کړنو کې کولی شو، چې نسبیت او پېښو ته تاریخي لید ووینو او نوي اجتهاد ته یې لارې پرانیستلو د الهام په توګه بللی شو.»

ص۲۳

۳. عربانو له سلطنت سره یو ځای دولت نه‌درلود.

داکټر جابري د حجاز دوو مهمو واقعیتونو ته اشاره کوي؛

الف. عربانو د بعثت په وخت کې پاچاهي او دولت نه‌درلودل.

ب. د اسلام د پېغمبر په مبعوث کېدلو سره عربانو نوی دین نه یواځې د فردي کړنلارې، بلکې د یوې منظمې ټولنیزې او ډله‌ییزې کړنلارې په ډول پیل کړ.

۴. قرآن د اسلامي دولت د ډول په اړه غلی دی.

ډاکټر جابري دغې خبرې ته په اشارې سره، چې په قرآن کې د اسلامي دولت څرنګوالي ته، یا هم اسلامي پاچاهي او همدارنګه د پېغمبر ځای‌ناستي ته اشاره نه‌ده شوې؛ دا پایله اخلي، چې «قرآن دغه مسایل مسلمانانو ته پرېښي دي او لکه چې د پېغمبر په دغه روایت کې ویل شوي دي: تاسو په‌خپلو دنیوي چارو باندې ښه پوهېږئ!»

ص۲۸

ډاکټر جابري په دغه برخه کې د نص له چوپتیا څخه دا پایله اخلي، چې د پېغمبر تر مرګه وروسته د خلکو د دولت او مشـرتابه چارې د هغوی په‌خپله غاړه وې.

ډاکټر جابري له اسلامي تاریخ څخه په استناد سره نقل کوي، چې: «د پېغمبر تره، عباس دغه موضوع د پېغمبر له مړینې وړاندې د هغه د مریضۍ په وخت کې علي ابن ابي‌طالب ته وړاندې کړه او ورته ویې ویل: ورشه او وپوښته، که چېرته تر هغه وروسته واک موږ ته راکول کېږي؛ نو ښکاره خبره دې وکړي او که چېرته بل چا ته سپارل کېږي؛ نو زموږ موقف دې راته څرګند کړي. خو داسې برېښي، چې علي له دغې خبرې څخه انکار کاوه او د پېغمبر له احتمالي منفي ځوابه یې اندېښنه وه.»

ص ۲۷

د ډاکټر جابري په باور باندې، تر ټولو لومړنی عملي نوښت، چې تاریخ‌پوهانو د امت د بیعت او مشرتابه په اړه نقل کړی دی؛ د پېغمبر د تره خبرې دي، چې د پېغمبر د مړینې پر وخت یې علي بن ابي طالب ته ویل: لاس دې رابېرته کړه، چې بیعت درسره وکړم! خلک به ووايي، چې د پېغمبر تره له علي سره بیعت وکړ، داسې به دې کورنۍ هم درسره بیعت وکړي او کله چې داسې وشي؛ نو څوک به پاتې نه‌شي، چې نیوکه وکړي.

علي ورته وویل: مګر له موږ پرته بل څوک د دغه «کار» په لټه کې دي؟

روایت زیاتوي: عباس له ابوبکر او عمر څخه پوښتلي وو، چې آیا پېغمبر یو څه وصیت کړی و که نه؟

هغوی ورته ویلي وو، چې نه!

دغه روایت دا څرګندوي، چې نه یواځې قرآن، بلکې د الله رسول هم د خپل ځای‌ناستي او د حکومت د ډول په اړه کوم وصیت او لارښونه نه وه کړې.

۵. د سقیفې ناسته او پرېکړه یوه سوچه سیاسي پرېکړه وه.

ډاکټر جابري په جرأت سره لیکي: په سقیفه بني ساعده کې بحث او جنجالونه، چې د ابوبکر په ټاکنه باندې پای ته ورسېدل، یو سوچه سیاسي بحث و او پر هغه باندې حاکم منطق، د ځواک توازن، قبیلوي موقف، وړتیا، لیاقت او د اسلامي ټولنې عامه مصلحت وو او په پای کې دغه بحث او لانجې د ابوبکر په دغه مشهوره خبره باندې پای ته ورسېدل: اسلامي واکمن باید د قریشو له قبیلې څخه وي.

ص ۳۰

۶. خلافت او امامت د پېغمبر او خلفای راشدینو په وخت کې مطرح نه وو.

هغه پېښه، چې د پاملرنې او غور وړ شوه او عالمانو بیا وروسته د «امامت» او یا هم «خلافت» په نامه یاده کړه، د پېغمبر وروستۍ مریضۍ او وفات کېدلو وخت ته ورګرځي.

دغه پېښه یوه سوچه سیاسي پېښه وه او په اسلام کې له سترو اختلافي مسایلو څخه ګڼل کېږي.

۷. دین او دولت یواځې د پېغمبر او خلفای راشدینو په وخت کې په یوه تن کې راجمعه شوي وو.

جابري په دغه باور دی، چې د خلفاوو په وخت کې دین او دولت په یوه تن کې سره راجمعه شوي وو او د خلفای راشدینو د وخت په پای ته رسېدلو سره پای ته ورسېد او حتیٰ نور ودرېد.

۸. د خلفای راشدینو په وخت کې د شریعت تطبیق یواځې او یواځې د عامه مصلحت په اساس و.

ډاکټر جابري باوري دی، چې صحابه‌وو به د شریعت په تطبیق کې (د مصلحت له اصل) څخه کار اخیسته؛ هم په هغو مواردو کې چې صریح نص به په‌کې موجود وو او هم په هغو مواردو کې، چې صریح نص به په‌کې موجود نه وو.

ص ۵۱

که کوم وخت به عمومي مصلحت له نص سره په مقابل کې راته؛ نو وینو، چې هغوی به مصلحت ته اولویت او ترجېح ورکوله؛ د مصلحت د غوښتې په اساس یې پرېکړه کوله او په نص باندې یې عمل ځنډاوه.

ص ۵۱

داکټر جابري د خلفای راشدینو په وخت کې د دولت د سیاسي مصلحت په اساس باندې کړنو د تر سره کېدو، ډېرو ښو مثالونو ته اشاره کړې ده، چې لومړی هغه یې د زکات له مانعینو سره د ابوبکر جګړه ده.

ډاکټر جابري د زکات د مانعینو د حیثیت په ساتلو کې، جنګیالو ته د عراق د ځمکو په نه وېش کې، د (مؤلفة القلوب) د دود له منځه وړلو په برخه کې او همدارنګه د (عام‌المجاعة/د غله لاس پرې کول.) منعه کولو کې د عمر کړنلاره؛ د روښانه او څرګندو مثالونو په توګه یادوي.

۹. د شرابو حد څه ډول وضعه شو؟

ډاکټر جابري لیکي: د شراب‌خور په اړه داسې څرګند حد نه‌دی نازل شوی. یوه ورځ یې چې یو شراب‌‌خور پېغمبر ته راووست؛ نو پېغمبر د خپلو صحابه‌وو په منځ وویل: ویې وهئ!

ځینو صحابه‌وو هغه په‌خپلو لاسونو، ځینو په‌خپلو کالیو او ځینو په‌خپلو څپلیو وواهه؛ کله چې بېرته راګرځېده، ځینو صحابه‌وو ویل: خدای وشرمولې!

پېغمبر وویل: نه، داسې مه وایئ! د هغه په مقابل کې د شیطان مرسته مه‌کوئ!

د شراب‌خور په اړه د شریعت تطبیق پرته د دورو د شمېر له ټاکلو، همدا ډول په ځغلولو او ډبولو سره جاري و، تر دې چې د د عمر د خلافت په وخت کې د هغه د پوځ مشر خالد بن ولید هغه ته د خلکو له لوري د شراب‌خورۍ د ډېرېدلو او پر وړاندې یې د کمې سزا په اړه شکایت وکړ.

عمر په دې اړه له صحابه‌وو سره مشوره وکړه، علي وویل: کله چې یو څوک نشه شي؛ نو چټیات وايي، کله چې چټیاتو ته ونښلي؛ نو تهمت لګوي او د تهمت تړونکي سزا آتیا دورې ده.

عمر پرېکړه وکړه: شراب‌خور باید د تهمت تړونکي په ډول اتیا دورې ووهل شي.

ص ۶۵

۱۰. د دین او دولت بېلتون

ډاکټر جابري باوري دی، چې د عربو په ټولنه کې دودیزه مرجع د «د دولت او دین بېلتون» او دغه دوه‌اړخیزتوب نه مني؛ ځکه چې په ټول اسلامي تاریخ کې له «دین» پرته «دولت» او له «دولته» پرته «دین» نه‌شته.

ډاکټر جابري له «دینه» د «دولت» بېلتون په دغه دلیل باندې ردوي، چې دودیزه مرجع به ورسره موافقه نه وي او په اسلامي تاریخ کې دا ډول څه پخوا نه‌دي تېر شوي او دی اصلاً نه پوهېږي، چې دا پوښتنه څه ډول تر سره کړي؟

ډاکټر جابري له یوه لوري اعتراف کوي، چې «په پرېکنده توګه نه‌شو ویلی، چې په پیل کې د پېغمبر له اهدافو څخه یو یې د دولت رغول وو؛ ځکه چې له صحابه‌وو څخه په نقل شویو احادیثو او روایتونو کې دا ډول څه نه‌دي اثبات شوي؛ خو له بل لوري څخه د «دین» او «دولت» تر منځ بېلتون ردوي.

ډاکټر جابري په دې واقعیت باندې اعتراف کوي، چې په قرآن کریم کې داسې صریح او ښکاره نص شتون نه‌لري، چې په دې دې دلیل واوسي، چې په پیل کې د محمد پېغمبر دعوت د یوه دولت، سلطنت او امپراتورۍ جوړولو لپاره و؛ خو کله چې د سیکولرېزم نظریه رامخې ته کېږي، دی داسې د «دین» او «دولت» پر یووالي ټینګار کوي، چې ته به وایې، دواړه غبرګوني دي او دواړه یو ځای په غار حرا کې زېږېدلي دي.

جابري په داسې حال کې، چې د شریعت د تطبیق لپاره تر ټولو غوره سرچینه او منبع د خلفای راشدینو کړنلاره ښيي؛ خو کله چې د «دین» او «دولت» په اړه بحث کوي؛ نو اسلامي تاریخ، د فقهاوو پر نظریو او د امویانو او عباسیانو پر دولتونو باندې استناد کوي.

هغه په داسې حال کې، چې له یوه لوري څخه دا خبره تاییدوي، چې د «دین» او «خلافت» یووالی د خلفای راشدینو تر وخت وروسته پای ته ورسېدل او له بل لوري ټینګار کوي، چې د «دین» او «دولت» بېلتون ممکن نه‌دی.

د «دین»، «دولت» او «سیکولرزېم» په اړه باندې د جابري دلایل زیاتره په عربي ټولنه کې د دغه ډول قوانینو د منلو او نه منلو په اساس باندې ولاړ دي، د دې پر ځای، چې مستقیماً له دیني متونو او یا اسلامي تاریخ څخه عاقلانه او قوي دلیل راوړي.

۱۱. عربي نړۍ ته داکټر جابري نسخه

الف. د آزادو او ډیموکراټیکو ټاکنو له لوري د «شورا» ټاکل

ب. په ریاستي نظام کې د دولت د رییس د واکمنۍ د مودې ټاکل او په شاهي یا جمهوري نظام کې پارلمان ته «یوه ځواب‌ویوونکي» حکومت ته د اجرایي واک سپارل.

ج. د دولت د رییس، د حکومت د رییس او د پارلمان د صلاحیتونو او مسوولیتونو ټاکل، په داسې ډول سره، چې پارلمان د واک او مشروعیت سرچینه واوسي.

څرګنده ده، چې له دا ډول خبرو څخه د جابري هدف عربي دوامداره، زورواکي او غیرډیموکراټیک هېوادونه دي او له بله لوري یې هدف هغه افراطي اسلامي ډلې دي، چې د ډیموکراسۍ او ټاکنو مخالف دي.

۱۲. ډاکټر جابري او سیاسي اسلام

ډاکټر جابري دا شعار «اسلام د حل لاره ده!» تر پوښتنې لاندې راولي او دغه شعار یو سیاسي او آیډیولوژیک شعار بولي.

ص ۷۸

ډاکټر جابري د دغه شعار د رد کولو لپاره دوام ورکوي: « په دغه دلیل، چې په قرآن او احادیثو کې د نظام او حکومت د تنظیم په اړه ښکار تقنیني نص شتون نه‌لري او دې خبرې ته په فکر سره، چې د اسلام پېغمبر تر مرګه وړاندې څوک خپل ځای‌ناستی نه‌دی ټاکلی او د دندو او حاکمیت د ټاکلو څرنګوالی یې مشخص نه‌کړ؛ دا ټول مسایل په هغو مسایلو باندې راڅرخي، چې بېغمبر یې په اړه وویل: «تاسو په‌خپلو دنیو چارو باندې ښه پوهېږئ!»

ص ۷۹

۱۳. ډاکټر جابري او سیکولرېزم

ډاکټر جابري هڅه کوي، چې په عربي نړۍ کې سیکولري خوځښت، له غربه راالوتې او همدارنګه د لبنان او سوریې په عیسایانو پورې تړلې نظریه وښيي.

ډاکټر جابري سیاسي سیکولرېزم دا ډول راپېژني: «د «دولت» او «دین» بېلتون، خبره د سیکولرېزم تر راپیدا کېدو پورې ورسوله. سیکولرزېم له دین سره د جګړې په معنیٰ نه‌دی؛ بلکې له دیني لیده د بې‌پلوه انسانانو له لوري د سیاسي ځواک د رامنځ‌ته کولو، ښوونې او روزنې او ټولو عمومي خدماتو له لارې د دنیوي او اخروي چارو تر منځ د بېلتانه معنیٰ لري.

ډاکټر جابري په عربي نړۍ کې سیکولري خوځښت، په عثماني عصـر کې له عرب ټباره لبناني عیسوي لیکوال بطرس البستاني څخه راپیل ګڼي.

ډاکټر جابري، چې یو عرب نېشنلېسټ دی، داسې برېښي، چې له عثماني آمپراتورۍ څخه یې سم زړه شین دی او په عربي نړۍ کې د سیکولرېزم د نظریې د خپرېدلو علت داسې څرګندوي: «لکه څنګه چې معلومه ده، عثماني آمپراتوري د خلافت په نامه باندې حکومت کاوه او د سلام په نامه یې پر عرب، مسلمان او عیسوي باندې ظلم کاوه او تېری کاوه، له همدې امله و، چې په عربي نړۍ کې سیکولرېزم غوښتونکی نظام رامنځ‌ته شو.»

ص ۹۸

ډاکټر جابري ټوله پر عثماني آمپراتوري باندې وراچوي او په عربي نړۍ ته د سیکولرېزم د شعار ننوتل، پر عربو د ترکو د واکمنۍ پایله بولي، چې د خلافت په نامه یې حکومت کاوه.

هغه د عربي سیکولرېزم او نېشنلېزم شعارونه د عثماني آمپراتورۍ د تسلط په غبرګون کې تفسیروي.

جابري د یوه عرب نېشنلېسټ په توګه باندې نه‌شي کولی، چې د عثماني آمپراتورۍ پر وړاندې خپله کرکه پټه کړي، تر دې پورې، چې حتیٰ هغه د ترکانو د آمپراتورۍ په نامه یادوي.

ډاکټر جابري په پای کې دا پایله تر لاسه کوي، چې د سېکولرېزم او عربي نېشنلېزم تر شعار لاندې د عربي نړۍ د وحدت شعار له ترکي آمپراتورۍ څخه د آزادۍ اخیستل وو.

۱۴. فرقه‌پالنه او ډیموکراسي

ډاکټر جابري داسې فکر نه‌کوي، چې ګواکې په عربي نړۍ کې د «دین» او «دولت» د بېلتانه په اړه بحثونه د عربي عقل له دودیزې مرجع څخه راپورته شوي دي؛ بلکې هغه دغه بحثونه په عربي نړۍ کې د رېنسانس غورځنګ او موډرن زېږد محصول بولي او په دې باور دی، چې دغه بحث باید په مختلفو هېوادونو کې د هغوی له چاپېریالي شرایطو سره سم وڅېړو او دا کار په به هر هېواد کې د نېشنلېزم سترو موخو او ګټو ته د رسېدلو لپاره ګټور واوسي.

باید له یاده ونه باسو، چې «الدین والدولة و تطبیق الشریعة» په ۱۹۹۶م کال کې شوی دی او تر هغه وروسته په عربي نړۍ کې بنسټي پېښې او بدلونونه رامنځ‌ته شوي دي.

جابري په عربي نړۍ کې د سیاسي سیکولرېزم پر تیورېسټانو باندې نیوکه کوي او دا ادعا کوي، چې د لبنان او سوریې شرایطو ته په کتلو سره د عربي نړۍ ټولو هېوادونو ته د سیکولرزېم حل‌لاره وړاندې کوي.

ډاکټر جابري (له خلیجه د اطلس تر اقیانوسه) پورې په عربي نړۍ کې د ډیموکراسۍ نه شتون بنسټي ستونزه بولي، د سیکولرېزم نسخه ردوي او د ډیموکراسۍ او عقلانیت وړاندیز کوي.

ص ۱۰۸

۱۵. دین او سیاست او داخلي جګړه

ډاکټر جابري، سیکولرېزم د خپلو ګاونډیانو لپاره ښه او مناسب بولي؛ خو د خپل ځان لپاره یې ناوړه او د نه منلو وړ بولي؛ دی لیکي: «سیکولرېزم د «دین» او «دولت» د جلاوالي په معنیٰ باندې یواځې په هغو ټولنو کې ښه چلېدلی شي او مثبت رول لوبولی شي، چې د «دین» بنیاد یې له «دولت» څخه بېل وي؛ د «دین» په آستازولۍ سره خبرې وکړي او د «دولت» په وسیله پر خلکو باندې نفوذ او کنټرول ساتلو کې سیالي وکړي او په یوه واحده ټولنه کې د «دولت» په داخل کې په یوه «دولت» واوړي.

ص ۱۱۴

جالبه خو یې دا ده، چې ته به وایې، ګنې ډاکټر جابري په لاشعوري توګه د سیاسي اسلام پر وړاندې د سیکولرېزم په دفاع کې غږېږي: «ځکه چې په اسلام کې دین یوه فردي چاره ده او د بنده او خدای تر منځ اړیکه په مستقیم ډول او پرته له کومې وسیلې څخه ټینګېږي. له سیاست څخه د دین بېلتون لازمي نه‌دی؛ بلکې هغه څه، چې اړتیا ده ورته، د سیاسي اهدافو لپاره له دین څخه د ابزارو په توګه د ګټې اخیستلو مخنیوی دی.

دین یو مطلق او ثابت امر دی، په داسې حال کې، چې سیاست نسبي او بدلون منونکی دی. د سیاست اصلي پاروونکي او محرکین شخصي او ډله‌ییزې ګټې دي او دین باید له دغې چارې پاک او لرې وي او که داسې نه وي؛ نو خپل اصلي جوهر او روح له لاسه ورکوي. د دین جوهر او روح پر یووالي راوستلو او اتحاد باندې ولاړ دی او له تفرقې او اختلاف څخه مخنیوی کوي. د اسلام دین د توحید دین دی، د عقیدې پر سطحه توحید، یعنې واحد خدای؛ توحید د ټولنې پر سطحه، یعنې واحد امت او توحید پر دین د پوهې او تطبیق پر سطحه، یعنې ستا له هغه چا سره کار نه‌شته، چې خپل دین یې فرقه فرقه کړ؛ خو برعکس د سیاست جوهر او روح په اختلاف رامنځ‌ته کولو او فرقې فرقې جوړولو باندې ولاړ دی. سیاست په هغه ځای کې راپیدا کېږي او قوت مومي، چې اختلاف موجود وي او یا هم د اختلاف د پېښېدلو احتمال وي.»

ص ۱۱۵

ډاکټر جابري په سیاست کې له دین څخه استفاده د داخلي جنګونو د پېښېدلو لامل بولي او زیاتوي، چې «د عثمان له وخته، چې په اسلامي ټولنه کې په سیاست کې له دین څخه ګټه اخیستل پیل شول، اختلاف او تفرقه په‌کې راروان دي.»

ص ۱۱۶

۱۶. د شریعت د تطبیق مسله؛ بیداري او که له سره نوي کول

ډاکټر جابري د اسلامي بیدارۍ د عصر شعار د ایراني انقلاب محصول بولي، چې د اسلامي نظام د تطبیق شعار ورکوي.

هغه د اسلامي بیدارۍ شعار د اسلامي فرهنګ ضد بولي او وايي، چې اسلام هېڅ وخت ویده نه و، چې اوس راویښ شي.

هغه د «بیدارۍ» کلمه نه؛ بلکې د «تجدید/بیا له سره نوي کول» کلمه مناسبه بولي او وایي، چې په عربي اسلامي فرهنګ کې ریښه لري.

۱۷. کیڼ‌لاسی او ښۍ‌لاسی افراطیت

ډاکټر جابري که هر څو د سیکولرېزم د مفکورې او د خپلې عربي نېشنلېسټۍ نظریې په اړه افراطي قلم پاللی دی؛ خو افراطیت ډېر په ښه ډول سره راپېژني: «افراطیت، افراطي سړی ړندوي، عیني حقیقتونه یې له سترګو پټوي او د دې لامل کېږي، چې هغه له حقیقته لرې په یوه جادويي نظر سره نړۍ ته وګوري. د افراطي ډلو حالت د زمان او مکان په توپیر سره هماغه د خوارجو حالت دی. که چېرته پاڅون وکړي او یا هم انقلاب ته لاس واچوي؛ نو د هغه لوري د بې پروایۍ او اعتدال‌پالنې پر ضد به راپورته شي، چې دوی خپله ورسره تعلق لري؛ نه د هغه څه پر وړاندې باندې، چې دوی یې د دښمن په نامه پېژني.»

ص ۱۳۹

ډاکټر جابري د افراطیت پیل د اسلام د لومړنیو لسیزو له وخته، په ځانګړې توګه د خوارجو او په اسلامي تاریخ کې د سترې فتنې له ظهوره راپیل ګڼي، چې له سیاست سره یې تړاو لاره. «پخوانیو افراطي ډلو او خوځښتونو د عقیدې پر سطحه باندې افراطیت او غلو په مخ وړل؛ خو اوسني افراطي بهیرونه او خوځښتونه بیا افرطیت او غلو د شریعت په سطحه مخ ته وړي.

ص ۱۴۳

ډاکټر جابري دا پوښتنه کوي، چې دغه بدلون څنګه رامنځ‌ته شو؟ ولې مسلمانانو په تېر وخت کې سیاست یواځې د عقیدې په برخه کې کاراوه او په شرعي چارو کې یې سیاسي اختلاف نه‌لاره؟ او ولې په اوس زمانه کې د شریعت په برخه کې سیاسي اختلاف لري، نه د عقیدې په برخه کې؟

ص ۱۴۴

ډاکټر جابري د دغو دواړو اختلافاتو ریښې د اسلام په دین کې نه، بلکې په اسلامي عربي سیاست او تاریخ کې یې ویني.

ډاکټر جابري د ننۍ عربي ټولنې اړتیاوې: «په فرعي برخو کې د اجتهاد بیا راتازه کول نه؛ بلکې د نویو اصولو رامنځ‌ته کول او د اصولو بیا تأسیس بولي. زموږ په دور کې باید زموږ پیل د مجتهد عقل له بیا تنظیم او بیا جوړولو څخه راپیل شي. له نوي عقله پرته نوی اجتهاد نه‌شي رامنځ‌ته کېدلی.»

ډاکټر جابري د شریعت د بشپړ تطبیق شعار، چې د ده په عقیده د سیدجمال‌الدین افغاني او محمد عبده تر ظهور وروسته رامنځ‌ته شو، تر پوښتنې لاندې راولي او په پوره جرأت په پرېکنده ډول وايي: «کله چې د خپل دین، وجدان او عقل په اساس وایم، چې شریعت هېڅ‌کله هم په «بشپړه» توګه نه‌دی پلی شوی؛ نو د ملامتۍ احساس نه‌کووم. زه دا خبرې په هرې کلمې باندې د پوهېدلو له مخې او د هغوی معنوي دلالتونو ته په کتلو سره وایم؛ له همدې امله د «بشپړ» کلمه د دوو غبرګو لیندیو(«») په منځ کې ولیکله؛ ځکه چې د مسلې روح او جوهر جوړوي.»

ص ۱۸۶

ډاکټر جابري عربي نړۍ مخاطبوي او ترې پوښتي: «په اسلام کې تر قرآن او سنتو وروسته عمر بن الخطاب لومړنی قانون جوړوونکی، په دې وتوانېد، چې مصلحت او د شریعت موخو ته پام وکړي او هغوی ته لوړ مقام ورکړي او همدارنګه تر بل هر څه زیات اهمیت ورکړي؛ نو ولې د نن زمانې مجتهدان او مجددان له دا ډول اجتهاد او فکر څخه پیروي نه‌کوي؟

ډاکټر جابري په دغه کتاب کې د علي د مصلحت اندېشۍ او اجتهادنو په اړه بېخی غلی دی او داسې فکر کوې، چې ګواکې علي بېخي خلیفه و نه.

هغه د سقیفه بني ساعده پېښه، د ابوبکر او عمر سیاسي پرېکړه او ستره فتنه «د عثمان وژنه» ذکر کوي او معاویه د عربي اسلامي سلطنت د لومړني بنسټګر په توګه معرفي کوي؛ خو د علي په اړه هېڅ نه وايي.

د علي دوران له دې امله ډېر د اهمیت وړ دی، چې د لومړي ځل لپاره د صحابه‌وو تر منځ اختلافات د جګړې تر ډګره ورسېدل او لویو لویو صحابه‌وو د یو بل پر وړاندې تورې راوکښلې او یو بل یې ووژل.

دا نکته هماغه د خلفای راشدینو د دوران د بشپړې څېړنې په برخه کې د جابري د تحلیل د ضعف نکته ده، چې حتیٰ د اسلام د پېغمبر مېرمنې هم د جګړې په میدان کې شتون درلود.

په پای کې ټولو ملګرو ته وړاندیز کووم، چې دغه ارزښتمند کتاب مطالعه کړي او هیله‌مند یم، چې دا کتاب به وکولی شي، چې دا کتاب به زموږ د روښانفکرۍ د بهیر په لید کې یو نوی لیدلوری راپرانیزي.