هغه راهب چې خپل فراري مـوټر يې خرڅ کړ (ناول)
ليکوال : رابين شرما ژباړن : جبار فراز
دا کتاب د نړۍ د مشهور وينا کوونکي او ليکوال رابين شرما اثر دى چ تر اوسه ډيرو زياتو ژبو ته ژباړل شويدى چ خوشبختانه پښتو ژبي ته هم د هيواد د تکړه ژباړن جبار فراز لخوا په ډيره روانه ژبه ترجمه شويدى
دا کتاب د يوه ناول بڼه لري چ په لومړيو څو صفحو کي راته بيخي خسته کن تمام شو خو کله مي چ د کتاب په پوښتۍ د کتاب تر نامه لاندې دا جمله ليدله چ "خپلو هيلو او موخو ته د ځان رسولو داستان " نو نه ي پريښودم تر څو کتاب بند کړم په همدې خاطر مي يو څه له حوصلي کار واخيست او مخته لاړم چ وروسته کتاب دومره خوندور وو او دومره ګټور تاکتيکونه او ويناوي ي له ځان سره لرلي چ که بيا به مي کتاب بند کړ خو بيا به مي هم ذهن په کتاب کي بند وو
اوس راځم اصلي کيسي ته او د کتاب محتوا ته چ د څه په اړه دى
کيسه داسي پيليږي چ د "جوليان منټل" په نامه يو تکـــړه وکيل چ د "جان" په نامه يو همکار لري، په هره محکمه کي دده مٶکل نجات اخيسته او هيچا ورڅخه قضيه نشواى ګټلاى او تل به ي سخت او له حده زيات کار کوو خو نور ي عمر هم يو څه زيات شوى وو او بدن ي هم چاغ شوى وو او له خپلو اضافي شحمو څخه رنځيده چ په يوه محکمه کي پري د زړه حمله راځي او روغتون ته تر رسولو وروسته ورته ډاکتر توصيه کوي چ يا خو به خپله دنده پريږدي او يا هم خپل ژوند
جوليان ددې خبري له اوريدو سره خپله ټوله شتمني ، شانداره کور ، شخصي الوتکه، په ګرمسيره جزيره کي خپله ويلا او آن خپل تک سور فراري موټر هم خرڅ کړ او د خپل يو نوي ژوند جوړولو لپاره د هند په طرف د هماليا د لوړو غرونو په طرف روان شو چ له ډيرو سختيو تيرولو وروسته هلته په سيوانا کي ميشتو حکيمانو ته ځان رسوي او هملته ورسره اوسيږي
له دريوو کلونو وروسته د جوليان همکار ته دروازه وهل کيږي کله چ يو څوک رادننه کيږي نو يو داسي کس ويني چ په چهره ي موسکا ، د ګونځو څخه خالي مخ، ډنګر او ښايسته بدن او يو روحاا پرسکونه کس ويني چ دا کس هماغه تکړه وکيل چ مخ ي له ګونځو ډک ، غټ او چاغ بدن لرونکى او هميشه به خوشالۍ ورڅخه کډه کړي وه جوليان منټل وو او په ليدو سره ي جان ډير زيات حيران شو چ دا څنګه امکان لري _____؟؟
وروسته نو جوليان چ په خپل دغه دري کلن ژوند جوړوونکي سفر کي کوم څه د سيوانا له راهبانو څخه زده کړي وو دا ټول بيا خپل پخواني همکار جان ته ښايي
خو کيسه دا نده چ کومه درته ما وکړه دا خو ي يواځي ددې کتاب هغه برخهـ وه چ په کتاب کي پرتي ژوند جوړوونکي خبري له کومه شوي وي او څنګه د يو چا ژوند وربدلولاى شي نو په دې طمع ونه اوسٸ چ همدا کيسه وه او ختمه ، نه نه داسي بيخي نده
نــــو که غواړۍ چ يو داسي کتاب ولولٸ چ ژوند ته مو پوره يو سل او اتيا درجي تغير ورکړٸ (په دې شرط چ په کتاب کي راغلي تاکتيکونه او ويناوي په سم ډول عملي کړٸ) نو دا کتاب حتماا مطالعه کړٸ ځکه چ په دې کتاب کي رابين شرما د هغه چا لپاره چ د ژوند نظم ورڅخه ورک شوى وي او د ژوند څخه مايوسه شوى وي يا هم خپلو هيلو او موخو ته د ځان رسولو څخه نا اميده شوى وي بيخي عالي ويناوي ، کيسي او ځانګړي تخنيکونه بيان کړيدې او کتاب ي په داسي هنر ليکلى چ د لوستونکي په ذهن کي شته پوښتني او د لا تشريح لپاره جان له جوليان څخه پوښتنه کوي تر څو لا ښه وضاحت ورکول شي
په پاي کي به د جوليان د خولي يو څو خبري چ له جان څخه د تګ پرمهال ورته کوي يعني د کتاب وروستٸ کرښي دې دلته د يوي بيلګي په توګه راوړم :
"په دې خاورينه کره هر ميشت وګړي ددې دنيا يوه عجوبه ده . موږ هر يو په يوه يا بله بڼه اتلان يو ، موږ هر يو په خپل ځان کي د يوي بي ساري بريا ، خوښۍ او تلپاتي قناعت تر لاسه کولو پټ ځواک لرو . يوازي او يوازي بايد د خپلو هيلو پر خوا واړه واړه ګامونه اوچت کړو . دتاج محل په شان له عجايبو ډک ژوند ورو ورو او خښته په خښته جوړيږي;وړي برياوي لويو هغو ته لا هواروي . کوچني بدلونونه او پرمختګونه چ مخکي مي دروښودل ډير ښه ښه خويونه زيږوي ، ښه خويونه بيا ښي پايلي لري او ښي پايلي به دې تل د ځان بدلولو په لار په شا وټپوي . هره ورځ داسي تيره کړه لکه د ژوند وروستۍ هغه چ دې وي . سر له همدا ننه ي پيل کړه . ډير څه زده کړه، ډير وخانده او هغه کار وکړه چ له زړه دې خوښيږي . له خپل برخليک ځان مه بي برخي کوه . ستا په دننه کي پراته شيان تر هغو ډير ارزښتناک دې چ شا يا مخ ته دې پراته دې .
پخوانى وکيل جوليان منټل چ اوس يو پاک نفسه راهب ځيني جوړ شوى وو ،نور غلى شو. يو دم پاڅيد ، د يوه ورک ورور غوندې ي کلک په غيږ کي ونيولم او وروسته له خوني ووت . تر يوازي کيدو وروسته مي پام شو چ ددغه بي جوړي ملاقات يوازينٸ نښه د قهوي هغه تش ګيلاس وو چ په مخ ته پراته ميز مي په چوپتيا کي ډوب پروت وو