پاتې شه باران دی (ناول)
جدی 04, 1402 12:13 Asia/Kabul
مصطفی سالک
په دغه کتاب باندې به ډېر څه لیکل شوي وي، خو زه هم یو دوه خبرې ورباندې کوم.
دا کتاب د نازکخیاله شاعر او لیکوال مصطفا سالک لومړنی ناول دی، په ډیر ښایسته شکل یې ښایسته کیسه پکې ذکر کړې ده.
د هغه د تخیل قوت دومره لوړ دی، چې نه یوازې خپله خپل تخیل ترسیمولی شي، بلکې کولی شي چې زموږ د خیال لاسونه هم ورورسوي.
په دغه کتاب کې د یوه هلک او نجلۍ د مینې کیسه ده، چې بیا وروسته ناکامېږي.
د پښتنو د دود ناوړه اړخونه، په ښځو باندې ظلم، ناروا او دا ډول نورې ناخوالې یې هم پکې رااخیستې دي.
خو تر ټولو ځورونکي څه چې پکې دي، دا دي، چې یوه له دولسم نه فارغه جینۍ یو بوډا ته واده کیږي او هغه هلک چې ورباندې مین وي، ډیر روسته خبریږي او همالته بې هوشه کیږي.
ښایسته ناول دی که وخت مو پیدا کړ ویې لولئ.