د حکمت او فلسفې ودانۍ
لیکنه: رحیم الله رو ښان
د پوهې او حکمت په بې حده نړۍ کې یو زړه راښکونکی سفر ... د امریکا وتلی تاریخ پوه او مفکر ویل ډورانټ په خپل کتاب (د حکمت او فلسفې ودانۍ کې) د فلسفې د ودې اړتیا په روښانه، ثابته او جامع ژبه کې تشریح کړې.
د حکمت او فلسفې ودانۍ پښتو ژبې ته نیاز محمد نثار را ژباړلی او صداقت خپرندویه ټولنې په ۲۰۲۳ م کال چاپ کړی.
د کتاب په ټولو برخو کې د ویل ډورانټ موخه د فلسفې د يو شمېر بنسټیزو پوښتنو ځوابول دي لکه: په نننۍ نړۍ کې د فلسفې کارول څه دي؟ آيا دا نه دي چې فلسفه بايد تر بل هر څه زيات د انسان د خوښي د تحقق لپاره خدمت وکړي او دا نه دي چې د علم دغه ډګر تر نن ورځې پورې دغه هدف ته نه دى رسېدلى؟ نو ولې باید خلکو ته د فلسفې او فلسفې ته د بلنې دوام ورکړو؟ آیا دا ممکنه ده چې فلسفه بيرته خپل پخوانی وقار ترلاسه کړي؟ او ایا دا وقار اساسا بیارغونې ته اړتیا لري؟
پورته پوښتنو ته د ویل ډورانټ لخوا ورکړل شوي ځوابونو د کتاب د حکمت او فلسفې ودانۍ بنسټیز چوکاټ جوړ کړی دی. په دې اثر کې چې د «حکمت سره مینه او په فلسفه کې د نویو لارو لټلو» تر سرلیک لاندې دی، ډورانټ د فلسفې د وقار دفاع کړې او د بې ګټې، بې مانا او خطرناکو تورونو څخه یې پاکه کړې.
په دې لوستونکي کتاب کې ویل ډورانټ موږ ته وايي چي څنګه د بیکن او سپینوزا راهيسي فلسفه په داسې بدبختۍ او مرګ کې راګیره شوه؟ لامل یې تر ډېره د علومو بې پرنسيپه وده او د بهرنۍ نړۍ د شتون په اړه اوږده او نه پوهېدونکي بحثونه وه.
د کتاب په اخیره کې لس مهمي خبرې چې ویل ډورانټ خپلو درو لمسیانو ته کړي:
هغه خبري چي باید ژوند ورسره وکړو:(یوازي د ځوانانو فیلسوفانو لپاره)
۱- ورځ د پاکۍ او نظافت په مراعاتولو سره پیل کړئ.
۲- وړاندي له دې، چې سهار له خپلي کوټې څخه ووځئ؛ ټول کالي ټول کړئ او پر خپل ځای یې کښېږدئ.
۳- پاکي او منظمي جامې واغوندئ. خلګو، تر هغه مهاله چي موږ یې نه یو پیژندلي، د هغه ظاهر پر اساس ، چې موږ یې لرو؛ قضاوت کوي او د ودی قضوتونه بیا زموږ پر پرمختګ او نېکمرغۍ باندي اغېزه کوي.
۴- کورنۍ او ټولني ته له ښې روحیې او خوشالۍ سره ورځئ. چاته د سر درد لامل مه کېږئ او هر ځای ښه اغېزه پرېږدئ.
۵- د نورو د خبرو پر مهال ، مه غورځئ. بحث وکړئ، جنجال نه. هر هغه حقیقت چي ستاسي له نظر سره ټکر هم وي؛ تر لاسه یې کړئ او ویې ومنئ.
۶- د ټولو پر وړاندي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چي ستاسي سره مخالف دي؛ مودبه اوسئ.
۷- د هغو شیانو اوریدل ، ویل او لیدل، چي د نابالغو ذهنونو لپاره دي؛ لږ کړئ. ذهن، د هغه څه پر اساس بڼه خپلوي، چي لاره ورکول کېږي. له ځانه د کثافاتو(خځلو) سطل مه جوړوئ.
۸- هر ورځ لږ مطالعه وکړئ. زده کړو ته خپل د عمر تر پایه دوام ورکړئ.
۹- بهرنۍ عاجزي له باطني غرور سره یو ځای کړئ. تواضع د دې لامل کېږي، چي ستاسي پر شاوخوا خلګ تاسي په آسانۍ سره وزغمي. باطني غرور تاسي ته انګېزه درکوي، تر څو له ټبنلۍ څخه لیري اوسئ.
۱۰- د منځلارۍ په زرین قانون کي، د نیکمرغۍ تر ټولو ساده او ډاډه راز موندلای سئ.