د افغانستان پر معاصر تاريخ یوه لنډه کتنه
لیکوال: کاندید اکاډمېسن محمد ابراهیم عطايي
له بده بخته بايد ووايم چې زموږ د ډېری وګړو مطالعه په نشت حساب ده او د تاريخ په اړه مو مطالعه بېخي کمزورې ده.
زموږ د پښتو ادب محصلين خو لومړی مطالعه نه کوي، خو هغوی چې په شوق لګیا وي، د هغوی ډېری مطالعه بيا په ناول، لنډه کيسه او شعر کې وي.
يوه ورځ استاد صفا راته ويل چې: که تاسو غواړئ ريښتيني اديبان شئ نو يوازې د ناولونو په مطالعه تمرکز مه کوئ، د ناولونو او لنډو کيسو ترڅنګ تاريخ هم مطالعه کړئ، ځکه چې ادبيات يوازې داستان نه دی، ادبیات له سياست سره هم نيږدې اړيکې لري او سياست ته په نيږدې کېدو او پوهېدو کې تاريخ له تاسو سره لويه مرسته کوي.
د تاريخ په اړه ځينې پوهان وايي چې: د تاريخ مطالعه ځکه په زړه پورې وي، چې لوستونکي ته ذهني سکون او آرام وربښي. د تاريخ مطالعه لوستونکی د تېر مهال لرې ځايونو او سيمو ته بيايي، د پخوانيو مدنيتونو، دودونو او رواجونو سيل ورباندې کوي.
تر ډېره د انسان طبعيت او فکر همداسې جوړ دی چې په ماضي کې تر ډېره ورک وي، له تېر مهال سره مينه د انسان د فطرت يوه ځانګړنه ده. د هرې زمانې انسان له ماضي سره مينه او لېوالتيا ښيي، د ده ذهن د تېر وخت په ښکلو او ښو يادونو کې ورکېږي، همدارنګه بدې خاطرې او يادونه هم نه شي هېرولای او په افسوس او ارمان يې په يادونو کې غرق وي.
تاريخ ليکنه ښه والی او بدوالی دواړه لري، زموږ د تاريخ ډېری کتابونه ستونزې لري چې د دغه ستونزې په اړه يې استاد اسدالله غضنفر يو ځای داسې ليکي: "د تېر وخت په اړه ډېر لږ مالومات راپاتې دي او دغه ډېر لږ مالومات هم د زور د خاوندانو په خوښه ليکل شوي دي. هغه څه ته چې موږ تاريخي حقيقت وايو، ممکن بېخي دروغ وي. امير تېمور به هر ماښام مؤرخان دربار ته وربلل او ورنه غوښتل به يې چې څه يې ليکلي دي، هغه ورته ولولي. که دغه مؤرخان ډېر زړور کسان هم وای، دوی به څه ليکل؟"
له ښه مرغه بايد ووایم چې دا شپې ورځې مې د تاريخ په اړه داسې يو کتاب مطالعه کړ، چې تر ډېره يې دا ستونزې نه لرلې او يا شايد ما نه وي حس کړې، دا کتاب "د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه" نومېږي، چې محمد ابراهيم عطايي ليکلی دی.
دا کتاب ټول 436 مخونه لري چې د احمدشاه بابا له پاچاهۍ پيل او د ط.ا.لبا.نو تر لومړۍ دورې ټول جریانات په ځان کې رانغاړي.
د تاريخ مطالعه که څه هم لوستونکي ته ناهيلي او هيلې دواړه بښي، خو دغه تاريخ تر ډېره زه د هغه کسانو په اړه هيله من کړم چې تر ډېره به د دوی په اړه زما رايه منفي وه او د هغو کسانو په اړه يې بيا ناهيلی کړم چې تر ډېره به ما د دوی په اړه مثبت نظر درلود.
د افغانستان د معاصر تاريخ په اړه ليکل شوی دا کتاب تر ډېره له ستونزو څخه پاک دی، ځکه ليکوال يې داسې يو کس دی چې په کوم ګوند، ډله، ټپله پورې يې ځان نه دی نښلولی. په دې کتاب کې يې که د کوم پاچا ستاينه کړې، ترڅنګ يې د همدغه پاچا منفي خواوې هم په ډېر هنر سره انځور کړې دي.
مثال، ځينو کسانو ته امان الله خان سوچه پرښته په نظر ورځي او ځينو م.لا.نو او پيروانو ته يې بيا رټ کافر ښکاري، خو په دغه کتاب کې د امان خان مثبت او منفي کارونه په ډېر دقت او هنر را اخيستل شوي او زه باور لرم هغه کسان چې امان الله خان ورته يا کافر يا سوچه ملايکه ښکاري، دا کتاب به يې د امان خان په اړه شته نظرونه وننګوي او د امان الله خان کرکټر به ورته په پوره او ښه ډول څرګند شي.
په دې کتاب کې د نورو پاچاهانو او سياسي مشرانو په اړه هم همداسې دقيق، پوره او مننونکي مالومات لوستلی شئ.
د دې کتاب يوه بله ښه ځانګړنه دا ده چې اخيستنې او ماخذونه يې ډېر دقيق او له شک وتلي دي.
په ټوله کې د افغانستان د معاصر تاريخ په بنياد تر دې عالي، خوندور او د مالوماتو له لحاظه بشپړ او دقيق کتابونه په نشت حساب دي.