ګرانو ماشومانو ته د ځانګړو کیسو ډالۍ
لیکوال: عبدالوهاب مومند
نن د نوومبر شلمه چې د ماشوم نړۍوالې ورځې سره برابره ده، دغه ورځ دې ټولو افغان ماشومانو ته نېکمرغه وي.
د افغان لیکوالانو انلاین ټیم ورک د همدې ورځې په مناسبت افغان ماشومانو ته د ځانګړو کیسو یوه مجموعه «د هیلو نړۍ» کتاب په نامه ډالۍ کړې ده. دغه ټولګه اکسوس کتابپلورنځي په عالي کمپوز او ډیزاین سره په ۱۰۸ مخو کې خپره کړې چې د کتاب کتنپلاوی ټیم محموده تقوا میلاد، صفي الله ناصري او عبدالوهاب مومند دي او ډیزاین چارې یې نعمت الله رحیمي او موسی تعبیر ترسره کړي.
په دغه مجموعه کې شل کیسې شتون لري چې یوولس افغان مخکښو لیکوالانو لیکلي او نهه نورې د بېلابېلو ژبو څخه لکه روسي، انګلیسي، اردو، چینايي، هندي، فارسي، جرمني او دري ژبو څخه پښتو ته ژباړل شوې دي. د دغه ژبو څخه د ژباړې یوه ګټه دا ده چې ماشومان به د افغاني کیسو لوست ترڅنګ د نورو هېوادونو له چاپېریال او د ماشوم له کیسو څخه به خوند او عبرت واخلي او دا به یې په فکري وده کې ګټور تمام شي. په همدې اساس هر ماشوم د خپلې کورنۍ لپاره د هیلو یوه نړۍ ده، دغه معتبر اثر دې افغان ماشومانو ته ډالۍ او مبارک وي. د ماشوم ادب د لا رغونې په هیله!