دا ترانې
ګل رحمن رحماني
ماشوم روزنه او پالنه کوم اسان او د هر چا د وسې کار نه دی، ځانګړې ژبه، ذهن او لیدلوری غواړي، په نوره نړۍ کې چې د لویانو د زده کړو او روزنې پایلې مثبتې او خورا اغېزناکې دي، یو لامل یې پر ماشوم روزنه د لوړې کچې پانګونه ده.
افغان ماشوم چې د ژوند او ساعتیرۍ له ډېرو امکاناتو د محرومیت تر څنګ په روانې او ذهني لحاظ هم ځورېدلی، ګرانه به وي چې موږ یې په ټوله مانا راتلونکي ته هیله من شو، ځکه چې دلته نه د هغوی لپاره د رسمي زده کړو نصاب دومره اغېزناک نه دی او نه هم ښوونکی د پیداګوژي پر اصولو حاکم دی، له بلې خوا له رسمي زده کړو ورهاخوا د ماشوم ادب هومره امکانات او مواد هم نه لرو چې ماشوم مو په ذهني او فکري لحاظ له ولاړ حالت څخه راووځي، په کتابونو او زده کړو کې د غوره راتلونکي په لور موثر سفر وکړي.
زموږ د ماشومانو بله ستونزه دا ده چې په ماشومتوب کې خپلو هیلو ته نه دی رسېدلی، محروم پاتې شوی، ډېرې پوښتنې یې پلار او د کورنۍ مشرانو ورته نه دي ځواب کړې یا یې ناسم ځواب ورکړی، همدا لامل دی چې تر ننه ګوښه خوښی او له خپلو هیلو او غوښتنو محروم دی، یا د شرم په اساس او یا هم د بشپړ منفي جرئت په وسیله له ټولنې متفاوت او بل رنګ شوی دی.
لکه مخکې مې چې یادونه وکړه د رسمي زده کړو او نصابي کتابونو د لوستنې تر څنګ ازاده مطالعه او لیک لوست چې د ماشوم ادب کتابونه په کې راځي، د ماشوم د ذهني ودې او خلاقیت لپاره خورا مهم دي، خو له بده مرغه چې موږ نه د ماشوم ځانګړي کتابتونونه لرو او نه هم په ښوونځیو کې داسې تفریحي او ټولنیز پروګرامونه شته چې د ماشوم پوښتنو ته ځواب ووایي او ذهننا یې د زده کړو او پیغامونو لپاره چمتو کړي.
که څه هم د نورو هېوادونو په څېر دلته هم اوس اوس د ماشوم ادب ځینې ځانګړې تصویري مجلې، راډیويي او ویډیويي خپروڼې، کارتونونه او انځوریز پیغامونه عام شوي دي، وړاندې کوونکې ادارې یې باید وستایل شي، خو د ماشومانو نفوس او موقعیت ته په پام سره یې بیا هم د پښتو برخه ډېره خواره ده.
د تورو ترانې لړۍ هم داسې یوه هڅه ده چې ماشومانو ته په منظوم ډول د الف با د زده کړې تر څنګ ښوونیز او انځوریز پیغامونه وړاندې کوي. ما یو مهال ماشومانو ته د کلمو لیکلو او تورو نښلولو تمرین کاوه، خو پایلې ته نه رسېدم، بلاخره مې څو توري ورته په منظوم ډول وړاندې کړل چې هغوی یې په خوښۍ استقبال وکړ، په ذهن کې یې کېناستل او بیتونه یې په یاد پاتې وو.
دا کار مې د فېسبوک له لارې له ملګرو سره مطرح کړ چې د خلکو نظرونه هم واخلم، ګڼ پیغامونه او نظرونه را ورسېدل، په څه باندې سلو نظرونو کې اکثرو دا هڅه ستایلې وه، څو مهم وړاندیزونه دا وو چې کلمې باید ډېرې ساده شي، انځورونه دې ولري او ښوونیز پیغامونه یې دې زیات شي.
څو برخې مې د یوې ښوونیزې اکاډمي له لارې هم ثبت او خپرې کړې چې هرکلی یې وشو، همدې هڅو اړ کړم چې دا کار بشپړ کړم، د هر توري لپاره اووه بیتونه ولیکم چې قالب یې منثوی دی یاني هر بیت جلا قافیه لري، وروستی بیت تکرار دی، یوازې د کرکټرونو تعداد ته تصریف شوی، په ځینو بیتونو کې له مشهورو متلونو او ګړنو هم ګټه اخیستل شوې ده، څو ماشومان ورسره بلد شي.
دا اثر به بشپړ نه وي او ښايي هر ماشوم هم ورباندې پوه نه شي، خو په ټوله کې یې مخاطبین هغه ماشومان دي چې لیک لوست کولی شي، له یوه متن څخه د اخذ او ابتدايي تحلیل څه ځواک لري. د هر توري د شعر پای کې بنسټي کلمې، د پېچلو یا نوو کلمو مانا او کورنۍ دنده راغلې ده. لامل یې دا دی چې منظوم کلام نظر منثور ته د ماشوم ذهن کې ښه کېني او پیغام یې اخیستلی شي.
د کلي عامه کتابتون څخه مننه کوم چې دا کتاب تر ګرانو او ګلالیو ماشومانو رسوي. دا بنسټ به تر نورو خپرندویو ادارو ځکه زیات موثر وي چې له کلونو راهیسې کلیوال کتابتونونه جوړوي او د هغو محرومو ماشومانو له وضعیت ښه خبر دی چی له ښوونځي پرته بل کتاب نه لري، په دې هیله چې د تورو ترانې ددې بنسټ د ټولو کتابونو تر څنګ هغو کلیوالو ماشومانو ته هم ورسېږي چې د ښوونځي بشپړ کتابونه هم نه لري، د زده کړو مینې په هر ډول کړاو بری ورکړی، ترنم او منظوم کلام یې خوښ دی.
دا چې زما د دې هڅې او کلي عامه کتابتون موخې سره نږدې وې او مشترک مخاطب مو درلود، نو دا کتاب هم ورته وسپارل شو، له دغه کتابتون په ځانګړي ډول له هڅاند او خواخوږي ملګري مجیب الرحمن محمودي څخه نړۍ مننه چې په دې برخه کې له کلونو راهیسې له کوم توپیر او امتیاز پرته نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او دا کتاب هم تر ګلالیو افغان ماشومانو رسوي.
ګرانو ماشومانو! دا شعرونه د تورو لپاره دي او توري ستاسې د کتابونو او کتابچو هغه ملګري دي چې هېڅکله هم نه غواړي تاسې یوازې پرېږدي، غواړي ستاسې خبرې شي، خبرې مو تر نورو ورسوي او نور بیا تاسې ته پام وکړي چې تاسې که وغواړئ هر څه کولی شی، تاسې د سبا مشران یی، خپلو خلکو او هېواد ته به خدمت کوی، دا خدمت هلته ښه کېدای شي چې سر له اوسه سبق ووایئ، وخت بې ځایه تېر نه کړئ، د ښوونځي، کتاب او ګران ښوونکي سره مو مینه ولرئ.
درنښت