بنګی د پښتنو رښتونی راوي
لیکنه: روح الله حیران
"هماغه ورځ چې ماته مې د ورور خط راغی چې راشه پچه دې ختلې ده، ورسره یې زما د جلب پاڼه هم را استولې وه. ما چې خپل نوم وکوت، نو مې کاغذ ښکل کړ او په هماغه ورځ سیده سفارت ته لاړم، چې د خان اباد په ولسوالۍ باندې یو خط راکړي چې صالح در روان دی او صرف درې میاشتې مهلت ورکړئ.
په سفارت کې هم سکرټر راته وویل چې ولې دې تګ ته بیړه ده؟
ما وویل: صاحبه ته نه پوهیږې، عمرونه عمرونه پس خدای خپل وطن راکړی چې ان په هندوستان کې مې پوښتنه کوي او د دین ناموس ساتنې لپاره مې وربولي؛ نو زه به لا خولۍ اسمان ته نه غورځوم؟ ... ورته ومې وې چې سکرټر صاحب تا بې وطني نه ده لیدلې، دا دې نه ده لیدلې چې په رڼا ورځ درنه مځکه، پوله پټی، عزیزان هر څه لاړ شي او ته پښې یبلې په غرو رغو کې بل نا اشنا، پردي ملک ته ګډه شې. شکر دی چې وطن لرم او په سیالانو کې شمار یم.
"نیال سنګي وویل: د کاپر زویه یو خو زه سېک یم او د هندوستانه سره مې نه لګيږي او بل ستا دې کیسې په خپل افغانستانګي باندې نور هم مین کړم"
دا متن د "صالح جان افغانستان" د لنډې کیسې وروستي پراګرافونه دي، چې موږ ته د هغه وخت خلکو له وطن سره د ژورې مینې راته وایي.
د بنګي غاړه کتاب د ارواښاد شپون د لنډو کیسو ټولګه ده. د بڼې له مخې ورکوټی خو د محتوا(منځپانګې) له مخې د پښتنو د کلتور، ژوند، ژواک، مړی، ژوندی، رسم و رواج یو غني چینه او جاج دی.
تر ډیره یې کیسې د کندز د خان اباد د خلکو هغه چې د بنګي سیند په غاړو پراته دي اړوند دي. کله کله خو د پیښور مهاجرو کمپونوان تر امریکا پورې هم رسیږي.
دا نه یواځې د کندز مېشتو پښتنو او هلته د پرتو اقلیتونو، سېک، هندو، تاجک، ازبک، هزاره، پښتون..... د مینې اوله یو بل سره د خواږه ژوند نه برخمن کتاب دی، بلکې د هر پښتون تر کور او نغري ورغلی دی. هغه واقعیتونه چې نور لیکوال یې تابو بولي لاس نشي ور وړلی خو شپون د دې پروا نه ده ساتلې. پروا په دې مانا نه ده چې ګوندې ده د چا سپکاوی کړی، څه چې هلته تیریږي په کیسه ییزه بڼه یې لیکلي.
کله کله فکر کوم زموږ ځوان کیسه لیکوال داسې کیسې ولې نشي لیکلی، دی په سریزه کې یادونه هم کوي چې نوي ځوانانو ته دا وایم چې که هر شی لیکئ خو له خپلو تجربو بهر شی مه لیکئ. څه چې په ورځني ژوند کې تیریږي ویې لیکئ، نن که ښه نه و، سبا ته خوندور کیږي.
که رښتیا وایم، نو هره کیسه مې یې دوه درې ځله لوستې. دا ځکه چې زه پکې کټ مټ خپل کلی ګورم. په دا هر ځل لوستلو یو بېل خوند ترې وړم، نه زړیږي، نه پیکه تمامیږي. که د ده زمانه له موږ یو څه مخکې وه خو اوس هم د پښتون په کور و کاله همغه ښکلي دودونه پالل کیږي. ژرنده، د اوبو وار، د بدیدار ساتنه، د ماشومانو لوبې، غم وښادي........ جالبه دا چې د خپلو درېیو میندو د خپل منځي کینې کیسه په ډېر ښکلي مهارت بیانوي دا کیسه یواځې د شپون د کور نه د هر پښتون د کور کیسه ده.
هره کیسه يې له یوې بلې خوږه لګیږي، د صمد خان یواځیتوب د مهاجرت وړوکی داستان د اوسني سرګردان جلا وطني افغان ته ورته داسې کیسه ده چې تنې یې په بل دیار، زړونه ارواوې یې په وطن ګرځي.