اخ وطنه ناول
لیکنه: محمد خالد تکل
دا ناول د پښتو ژبې تکړه ناول او کیسه ليکوونکي ارواښاد نصیراحمد احمدي ليکلی دی.
دا ناول آته برخې لري, چې هره برخه يې د پښتني ټولنې ناوړه کړنې او دودونو را په ګوته کوي.
دناول کرکټرونه او په ناول کې د کرکټرونو ترمنځ د پیشو او نورو حيواناتو ترمنځ خبرو ناول ته ځانګرې ښکلا او تلوسه وربښلې ده.
په ناول کې پيشو او هیلی په خپل منځ کې خبرې کوي, هیلی چې يو الوتونکی دی خپل د ژوند کيسه ورته کوي او د مختلفو پرمختللو ټولنو په باره کې خبرې کوي.
پشی بیا د خپل کور دخاوند (رحمدل) او پښتني ټولنې په باره کې خبرې کوي چې د خپلو ښځو سره څومره ظلم کوي, حقوق تر پښو لاندې کوي, لورانې د خپل ځان لپاره لوی شرم ګڼي, پلونه خرابوي, بې له جنګه ورځ خوند نه ورکوي, مکتبونه سوځوي او خپل ورور دخپل ځان تر ټولو لوی دوښمن ګني.
هغوی چې رشوت اخلي خپل وطن خرابوي دټولنې تر ټولو هوښیار کس بلل کيږي او هغوی چې رشوت نه اخلي د وطن لپاره کار کوي ډير کم عقل یې حسابوي او وايې چې دا په هيڅ هم نه پوهيږي.
دناول په وروستی برخه کې دناول کرکټرونه (پيشو, هیلی, چرګه, سیرلی...) ددې ټولو ناخوالو د حل لاره پيدا کوي چې دنر او ښځې ترمنځ په مساوي حقوقو, مکتب جوړولو, پول جوړولو..... باندې ولاړه ده.