د فردي نظم د کتاب له پاڼو څخه
امان الله حنفي
① بریا هله ممکنه ده چې تاسو پر خپلو احساساتو، وسوسو او غریزو واکمن شئ. څوک چې خپلې غوښتنې او غریزې نه شي قابو کولای، کمزوري او غافله کېږي او په نورو چارو کې هم باور نه شي پرې کېدای.
② د بریالیتوب یو په زړه پورې تعریف دا دی:
" په خپله ژوند وکړئ، د خپلې خوښې په ځای کې، په خپله خوښه له ټاکل شوو خلکو سره، د خپلې خوښې کارونه وکړئ.
③ ستونزه دا نه ده چې تاسو نه پوهېږئ، څه وکړئ، بلکې تاسو اړین نظم نه لرئ چې خپل ځان اړین کار ته پرې وهڅوئ او دې ته ونه ګورئ چې هغه کار ستاسو په خوښ یا زړه دی او که نه؟
④ زه تر هغوی ډېر پوه یا هوښیار نه وم؛ خو بس هڅه مې کوله چې تر نورو ډېر زیار وباسم.
⑤ بریالیتوب هله ممکن دی چې تاسو په خپل زړه او اسانه لارې نه ټاکلو بریالي شئ،یانې له خپلې خوښې او اسانتیا غوښتنو تېر شئ.
اوږد مهاله بریالیتوب هله ممکن دی چې ځان تر ډېره وخته ډېر سخت کار کولو ته اړباسې.
⑥ که په یوه برخه کې بریالیتوب غواړئ، نو لومړی باید دا معلومه کړئ چې په هغه برخه کې بریالیتوب څنګه تر لاسه کېږي او بیا وروسته هغه مهارتونه او فعالیتونه په منظم ډول تر لاسه کړئ چې خپلو ټاکلو پایلو ته پرې ور سېږئ.
⑦ تاسې چې په قصدي او شعوري ډول پرلپسې هڅه نه کوئ د بریالیتوب لپاره اړین کارونه نه کوئ چې بریالی انسان درنه جوړ شي دا په دې معنا ده چې ستاسو د کار ناسمه بڼه فعاله ده.