د غڼې ځاله
لیکنه: منصور لېوال
د غڼې ځاله د پښتو داستاني ادب د نوموتي لیکوال ارواښاد نصیر احمد احمدي وروستی ناول دی.
د دې ناول موضوع په پښتني ټولنه کې د ښځو په بې وزلي، له ښځو سره د تبعیضي چلند کولو او هغوی ته په سپکه سترګه کتلو راڅرخېږي.
د ناول مرکزي کرکټر د "طاهرې" په نوم یوه ښځه ده.
طاهره په څورلس کلنۍ کې خپل پلار په قمار کې یوه نشه یي ته ورکړې ده او پر دې تل د همدې نشه یي له لورې ظلمونه کېږي.
بالاخره یوه ورځ د طاهرې همدا نشه یي خاوند برق نیسي او مړ کېږي. طاهره هم د ارام ساه اخلي.
د مېړه د مرګ یې لا میاشت نه وي پوره چې لېور یې ورته راځي او ورته وایي: طاهرې ځوانه، جانه یې، په یوازې ځان به اولادونه څنګه ساتې، ژوند به څنګه کوې. زه خو وایم چې له ما سره واده وکړه او په ګډه به ژوند ته دوام ورکړو.
طاهره چې د میړه له امله یې له ټولو نارینه وو کرکه کېږي ځواب ورکوي او ورته وایي:
"زما او ستا واده امکان نه لري، ته لږ ځان ته وګوره سپین ږیری سړی یې، یوه کوټه اولادونه دې ګرځي.
زه واده نکوم او پر دې دوو اولادونو سر سپینوم!"
دا چې له واده انکار کوي، نو خلک رنګارنګ خبرې پسې کوي. فاحشه، رنډۍ یې ګڼي او وایي چې دا حتمن له بل چا سره تار لري، ځکه له لېور سره واده نکوي.
یوه ورځ د طاهرې د کور خاوند مامور قدوس دروازه ټکوي او له طاهرې نه د کور کرایه غواړي.
طاهره چې د کار څوک نه لري، هغه کومې پیسې چې یې ذخېره کړې وې، هغه په خلاصېدو وي، نو مامور قدوس ته عذر کوي چې پیسې اوس نشته راسره، بیا به یې درکړم.
مامور قدوس په غوسه ورته وایي چې کرایه حتمن راته پیدا کړه، ګنې کور تش کړئ او ووزئ!
په دې بله ورځ چې مامور قدوس د کرایې لپاره راځي، نو له دروازې نه طاهره ویني، چې پړونی یې له سر نه لوېدلی وي. دا چې طاهره ډېره ښه ځواني لري، نو د مامور قدوس نیت ورته اوړي.
له دې وروسته مامور قدوس د کرایې په کیسه کې نه وي او چلند یې هم ډېر بدل شي. کله کله خو ان د طاهرې اولادونو ته په لاره کې بوره، غوړي، چای... هم ورکوي.
بالاخره یوه ورځ یې صبر تمام شي او طاهرې ته ووایي چې یوه شپه راسره تېره کړه، نو ټول عمر دې د کور کرایه معاف ده.
دی چې شله وي او له طاهرې یې زړه نه صبرېږي، نو طاهره ورته وایي چې نن شپه راشه چې ارمان دې پوره شي.
طاهره چې یوه پاکه او زړوره ښځه ده، نو کله چې مامور قدوس د شپې راشي، نو طاهره یې د مردارو اوبو په ډنډ کې اچوي. مامور قدوس په ډېر زحمت ځان ژغوري او بیا یې خواته د راتلو جرات هم نه کوي.
طاهره له دې کور نه کډه وړي او په یوه بل کور کې اړوي.
هلته هم له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي. اولادونه یې وږي وي او په کور کې څه نه وي. نو لومړی چادري اغوندې او د یوې نانوایي مخې ته له نورو ښځو سره سوال ته کېني.
خو دا پوهېږي چې دا ذلیله، او د بې همته خلکو کار دی، نو ځي د بوټونو رنګ او برس اخلي. د سړک په غاړه کېني او له دې لارې خپلو اولادونو ته نفقه برابروي.
طاهره زحمت کاږي، ستونزي ګالي. له دې تنګلاسي او غربت سره سره هم په اولادونو زده کړې کوي.
د بوټونو رنګول پرېږدي، د میوې په یوه کارخانه کې کار پیدا کوي. ورځ په ورځ یې اقتصادي وضع سمېږي او هغه د چا خبره سترګې یې روڼېږي.
یوه ورځ له یوه بوډا سره ویني هغه له اطرافي سیمو نه خامک، په لاس جوړ شوي ټکري، کمېسونه... ورته راوړي او دا یې په ښار کې پلوري.
دا چې هغه کم او ارزښتمن شیان وي، نو په ډېره ګرانه بیه په ښار کې خرڅېږي، په دې سره د دې او بوډا دواړو اقتصادي وضعیت ښه کېږي.
یوه ورځ له یوې موسسې سره قرارداد کوي او په یوه تجارتي مارکېټ کې چې لاسي صنایع پکې پېر او پلور کېږي په کار بوختېږي. دا چې په دې برخه کې تر نورو نجونو دا ښه پوهېږي، نو مارکېټ ته د نویو راغلو نجونو استادي هم د دې په غاړه شي.
کله چې د موسسې لپاره داسې کلیوالې نجونې پکار وي چې د لاسي صنایع په برخه کې تکړه وي، نو دا د نجونو د پیدا کولو لپاره خپل زاړه کلي ته ځي.
طاهره دا ځل د پخوا په څېر په غربت لړلې نه وي، لوکس موټر، قیمتې جامې یې پر تن وي، سینګار یې کړی وي، نو ځکه یې کلیوال هم نه پېژني.
طاهره د کلي له ملک سره دا موضوع شریکوي او وایي چې دې نجونو ته په لږو ورځو کې ډېرې پیسې ورکوو.
ټول کلېوال نر و ښځې راټولېږي. طاهره د ملک، ملا او نورو کلیوالو تر څنګ په لوڅ مخ ناسته وي. خو دا ځل یې هېڅوک فاحشه، رنډۍ... نه بولي. دا ځل نه ملا او نه نورو خلکو ته د ګڼو نارینه وو په منځ کې د ښځې لوڅ مخ کېناستل، ګناه او شرم ښکاري.
برعکس ټول زارۍ ورته کوي چې لور یې په لیست کې ونیول شي.
دا ناول د پیغامونو په لحاظ ډېر شتمن دی. نارینه او ښځینه وو ته ګڼ پیغامونه لري.
په پښتنې ټولنه کې چې له ښځو سره څه ډول چلند کېږي له دې حقیقته لیکوال ډېره ښه پرده اوچته کړې ده.
زموږ په ټولنه کې اوس هم ګڼ شمېر کسان په دې باور دي چې ښځه یا د کور ده، یا د ګور!
که یې له چا سره واده کول زړه نه غوښت، نو بې شرمه، فاحشه، رنډۍ یې بولي او وايي چې دا حتمن له چا سره تار لري.
دا چې ښځه د پُله په سر یا د نانوایي مخې ته د سوال لپاره ناسته وي دا ورته شرم نه ښکاري، خو د ښځې کار کول ورته شرم ښکاري.
په ناول کې یو صحنه داسې ده چې د یوې نانوایي مخې ته ګڼې ښځې سوال ته ناستې وي. طاهره د بوټونو رنګ راوړي او کېني. څو شېبې پس نانوای ورته راځي او ورته وایي چې ته له دې ځای نه ولاړه شه، دا ډېره لویه بدرنګي ده.
په دې سره زموږ عزت کمېږي چې ته زموږ د نانوایي مخې ته بوټونه رنګوي.
طاهره هم حیرانه شي چې که یوه ښځه د دوی د دوکان مخې ته د کار لپاره کېني په دې سره د دوی عزت ځي، خو دا چې ډله ښځې یې د دوکان مخې ته د سوال لپاره ناستې دي، په دې یې نه عزت کمېږي او نه خلک څه ورته وایي.
بله دا چې اکثره خلک دومره پست او رزیل دي چې یوې غربت ځپلې او مجبورې ښځې ته چې سوال کوي او یا د طاهرې په څېر بوټونه رنګوي هم غلط نیت لري.
طاهره چې کله کار ته ځي، نو لاسونه او پښې د بوټونو په رنګ توروي، ځکه چې له چادري نه هغه ښکاري.
ځینې پست او رزیل نارینه چې سپینې پښې او لاسونه وویني، نو د چا د بېوزلۍ، غربت او دربدرۍ په اړه فکر نه کوي، بلکې د دوی فکر د جنسي خواهشاتو په پوره کولو کې بند وي.
زموږ په ټولنه کې اوس هم داسې نارینه کم نه دي چې میرمن به یې د یو پاکټ ګولیو په ارمان وي، اولادونه به یې پایزار او جامي لا نه لري، د لوبو سامان خو پرېږده.
خو دوی به د پردیو ښځو لپاره پیسې مصرفوي، شیان به ورته اخلي، له هغې سره د یوې لحظې تېرولو په خاطر به له سر و ماله تېر وي.
د ارواښاد نصیر احمد احمدي دا ناول ډېر عالي دی.
نوموړي د انسان په جامه کې د پټو ځناورو څېرې ډېرې ښې بربنډې کړې دي. ده د هغو کسانو اصلې څېرې راښودلې چې په ظاهره ملایکه وي، خو په اصل کې یې کړنو ته شیطان هم عاجزه وي.
د دې ناول لوستل د هر چا لپاره ضروروي ګڼم، خصوصاً د ښځینه وو د پاره؛ تر څو د طاهرې په څېر د دې رزیلو او پست انسانانو د کړنو او خبرو په کیسه کې نه شي.
مبارزه وکړي، همت وکړي او دا ثابته کړي چې ښځې هم د نارینه وو په څېر حق لري، ازادي لري، تعلیم ته ضرورت لري، کار ته اړتیا لري او دا حق لري چې د خپل ژوند پرېکړي پخپله وکړي.
په دې هیله چې په پښتو ژبه کې یو بل نصیر احمد احمدي را پیدا شي. د پښتنو بد فرهنګ، کړنې، بې سوادي، جهالت دوی ته د قلم په مرسته وروښيي او د شعور په کاروان یې ګډ کړي.
د غڼي ځاله د نصیر احمد احمدي وروستی ناول دی.
د دې ناول تر لیکلو وروسته احمدي صاحب پخپله د غڼي په ځاله کې بند شو. د شب پرکې په څېر یې وزرونه ووهل، د خلاصون هڅه یې وکړه، خو له دې بدمرغي ځالې وتل ورته ګران و. ستړی شو، ناهیلی شو او له ډېرو سترو، سترو ارمانونو سره د تل لپاره د غڼي په ځاله کې بند پاتې شو...
اروا یې ښاده! یاد دې تل وي!!