قوس 07, 1402 11:37 Asia/Kabul
  • ښېګڼښود

لیکوال: ډاکټر حضرت علي/ معرفي: ډاکتر محیب زغم

وړوکی خو خورا ګټور کتاب؛ په دې کتاب کې ډاکټر صاحب علي قمرزی، چې د ماشومانو د ناروغیو متخصص دی، د نوزېږیو او تي‌خورو ماشومانو او د هغوی د میندو ځینې عامې ستونزې تشریح کړې دي. ده له دغو ستونزه سره د میندو پلرونو او د کورنیو د مشرانو ناسم چلن او د دغو ناسمو کړنو ناوړه پایلې هم راښودلې دي.

د دې کتاب لوستل هر مور و پلار ته، بلکې هرې پېغلې او هر ځوان ته لازمي دي ځکه چې سبا به دوی هم ودونه کوي او بچي به زېږوي نو وار له مخکې به د اولاد د سمې پالنې او سمبالولو لارې چارې ورمعلومې وي. دغه کتاب د ډاکټرانو، قابله‌ګانو، نرسانو او فارمسیستانو لپاره هم داسې مهمې سپارښتنې لري چې په عملي کولو سره به یې د ماشومانو د ځینو روغتیايي ستونزو مخه ونیول شي.

د کتاب ژبه کافي ساده ده او هر څوک پرې پوهېدلی شي. په آسانه ژبه د علمي مفاهمیو بیانول آسان کار نه دی خو ډاکټر قمرزي کړی دی. ده هڅه کړې ده چې نسبتاً پېچلي طبي مفاهیم هم ساده کړي او په داسې ژبه یې ولیکي چې د پوهېدا وړ وي.

د ډاکټر صاحب علي قمرزي دې کور ودان او پر پوهه او نیت یې برکتونه وي. په دې هیله چې دغسې نور ګټور کتابونه به هم ولیکي.

کتاب اکسوس چاپ کړی دی او د اکسوس والاو په کار و بار دې برکت وي.