کلتور او ټولنه
لیکوال: پوهاند غضنفر
پلرونه
اکثره پلرونه فکر کوي چې چېرته ډب هلته ادب. اولاد چې کوچني وي، د کور ټول لویان ځانونو ته حق ورکوي چې تشدد ورسره وکړي. د ماشوم وهل، په ماشوم باندې په لوړ اواز چېغه کول، هغه مسخره کول یا هغه ته کنځلې کول،زمونږ په کورنیو کې عام دي او ډېر لږ کسان مو په دې پوهېږي چې دغه سلوک تبا کوونکي نتایج لري.
ګڼ پلرونه په دې ګمان دي چې که له اولاد سره يې سلوک سوړ وي او هاغسې چلند ورسره وکړي لکه په دفترونو کې چې یې اکثره آمران له مامورینو سره کوي، اولاد به یې سم وروزل شي. خو څرنګه چې ماشومان عاطفي رابطې ته او یو پناه ځای ته ډېر ضرورت لري نو په کورونو کې سوړ چلند پېغلو کو او زلمکو د تېښتې یو لوی عامل همدا سوړ چلند دی. دغه راز په کور کې د محبت نشتوالي د زلميتوب دعمر د نشو یو لوی علت بللای شو. هغه اولاد چې له پلار سره د ناستې په وخت ازادي نه احساسوي، کورنی ژوند ورته بې خونده کېږي او د امتبادلو خو ډېر ځله خطرناکو لارو لټون پیلوي. که پلار اولاد ته اجازه ورنکړي چې د ده مخې ته ټوکې وکړي،اولاد به د پلار په غیاب کې ټوکې وکړي خو دغه ټوکې ممکن د ادب له چوکاټه وتلې وي.
زموږ په ټولنه کې ډېر پلرونه ځانونو نه حق ورکوي چې اولاد یې باید په آینده کې هغسې ژوند وکړي چې دوي ورته خوښ کړی دی. څو وخته دمخه یوه اقتصاد پوه راته وویل چې په ټول اولاد یې اقتصاد لوستی. دی عالم سړی و او استدلال یې کاوه چې په تېرو څوکلونو کې له افغانستان څخه د کال یو میلیون ډالره یوازې هغه بنګله دېشیانو وړي دي چې زمونږ په هېواد کې د محاسبې په چارو بوخت دي.زما د دوست په وینا اقتصاد یو داسې مسلک دی چې څښتن یې په دنیا کې وزګار نه پاتېږي. ځینې پلرونه خو دغسې دلایل موندلای شي خو یو ګڼ شمېر یې تش په دې ګومان چې د ده داولاد سرنوشت باید دی پخپله وټاکي، اولاد اړ باسي چې دا فاکولته ولوله او دا مه لوله . زلمکي غواړي چې په ژوند کې خپل نقش ولوبوي.خو زموږ په کلتور کې د خپل نقش لوبولو اجازه چندانې نشته. زوی او لور نه غږول او د ژوند جوړه ورته غوره کول د اولاد په ژوند کې دبې ځایه مداخلې یو بل معاروف ډول دی.
د اکثرو پلرونو یوبل ناسم تصویر دا دی چې د دوي کار بس همدا وه چې اولاد یې وزېږاوه، نور به نو پخپله لویېږي. یو وخت مې په یوه اعلان کې لوستي وو چې ماشوم خپل مور و پلار ته وایي چې تاسو چې زه دنیا ته راوړم، ایا زما د خوراک ،زما د ځای،د صحت،دتعلیم او له تعلیمه روسته د کار پیدا کولو غم مو کړی دی؟
زموږ په ټولنه کې اکثره پلرونه خپلو ماشومانو ته سمه ډوډۍ چې ودې ته یې پکار ده،نشي برابرولای. نه يې تاوده ساتلای شي او نه يې د کتابونو او کتابچو پیسې لري. که ماشوم ناروغ شي، د بېوزلۍ په وجه يې په اسانه ډاکتر ته نه بيايي. زموږ په ګڼو کورونو کې پنځه،شپږ ماشومان په یوه خونه کې اوسي او له بو بل سره يې دعوې دنګلې وي. مور چې د ټولو د پاللو وس نه لري مشرانو اولادونو ته د کشرانو د اداره کولو کا ورسپاري او لس کلن چې دوه کلن اداره کوي،نتيجه به یې څه وي؟
بل ناسم فکر دادی چې پلرونه معمولآ ګومان کوي چې که یې له ښځې سره روابط خراب وي او په کور کې هره ورځ جنجال وي، دا يې له اولاده سره تعلق نلري، حال دا چې اولاد ممکن په خپله سپکه دومره خوابدي نه شي لکه د مور په سپکه.
زمونږ په ګڼو کورنیو کې پلرونو ته دا بده نه ښکاري چې لوڼې او زامن يې په ساعتونو ساعتونو وزګار ناست وي او د بوختیا لپاره هېڅ ونه لري. موږ تر اوسه لا دې شي نه یو وېرولي چې که یو ځوان سالمه بوختیا ونه لري ، ناسالمه بوختیا یې خامخا ځانته ورغواړي. د حضرت عمر (رض) دغه قول باید د کورنۍ د هر مشر په یاد وي چې فرمایي: د بې کاره سړي دماغ د شیطان کور دی. سالمه بوختیا ډېر ډولونه لرلای شي،مثلا سپورټي لوبو ته یا مطالعې ته د اولاد هڅه ول.
په افغانستان کې د ګڼو پلرونو یو ناسم فکر دا هم دی چې ګومان کوي دویم واده به یې اولاد ته مشکلات پیدا نه کړي. یوه ځوان چې د دویم واده نيت يې کړي و، راته وويل چې دا د مېړه په عقل او تدبیر پورې تړلې ده چې د دوو یا څو میندو د اولادو ترمنځ روابط ښه وساتي . ده ديوې کورنۍ مثال راکړ او مثال یې رښتيا و؛مګر هغه کسان به هېڅ وخت حقیقت ونه مومي چې له خپل نظر سره موافق مثال په حافظه کې ساتي خو له خپل نظر سره نا موافق مثالونه له ذهنه باسي.
دغه ځوان په خپلو خبرو کې هغه کورنۍ بیا بیا ياده کړه چې د دوو بنو اولاد پکې خوشحاله ژوند تېراوه مګر د دوو بنو هغه کورنۍ یې چې ما او ده دواړو پېژندلې او ژوند پکې تریځ و، نه يادولې.
زمونږ هېواد له روحي او جسمي ناروغانو ډک دی. په هر کلي کې او هره کوڅه کې چې اوسئ، سترګې وغړوئ او وګورئ چې څومره کسان روحي او جسمي تکلیفونه لري.که په یوه نیم کور کې یونیم تکړه او هوښیار څوک پیدا شي هغه هم اکثره وخت له نا اهله وروڼو،او تربرونو سره په کشمکش کې نا اهله شي. موږ خپلو مشکلاتو ته سیاسي حل لارې لټوو خو دې ته پام نه کوو چې که د کورني ژوند په کامیابه طریقو پوه نه شو، هيڅ سیاستوال به مو د اوږدې مودې په مخه له جنګ بېوزلۍ څخه ونه ژغوري.