قوس 05, 1402 11:38 Asia/Kabul
  • د الحاد وروستی پړاو

شننه: العبد هلال احمد شاکر

دا کتاب خورا زیات مفاهیم او پۀ مستندو مالوماتو بسیا جملې او عنوانونه لري. د کفر او الحاد جګړه، هغه وخت چې موږ پۀ قلمي او فکري سنګر کې ضعیفه شوو زور واخیست. د عالم اسلام تکړه او جیېدو علماوو د کفر او لادینیت پۀ وړاندې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي، تر څو چې پۀ هره ممکنه وسیله وي دې کفر او الحاد حربې ماتې او شلې کړي. د عالم اسلام پۀ هره جغرافیه او نقشه کې د کفر او الحاد پۀ مقابل کې علمي، فکري او سیاسي سنګرونه ونیول شول تر څو ددوی دا خبره چې: موږ نعوذبالله الله تبارک و تعالی نۀ منو او یا دین له دولت او سیاست سره ربط او اړیکه نۀلري بې اساسه او مسلمانانو ته بې محتوا تعریف کړو. الحمدالله چې یو له هغو سنګرونو د عالم اسلام علماء دیوبند د هند پۀ نیمه وچه ظهور وکړو او له بل لوري د امام اعظم پاخوو مقلدینو د معاصر کفر او الحاد ټول ابزار وروسته له شلو کالونو د افغانستان پۀ کوچنۍ جغرافیه نیست او نابود کړل.

ددغه کتاب پۀ پاڼو کې راځي چې د الحاد لوی سببونه دا وو چې یو خو د تحریف شوي مسیحیت پیچلي عقیده وه او بل یې داسې خرافات وو چې اصلاً سالم فکر هغه کله هم منلی نۀشوو. بیا د الحاد کفر پۀ معنوي او اصطلاحي تعریفونو تم شوی او بېلابېل تعریفونه یې راوړي ترڅو د لوستونکي پۀ ذهن کې الحاد پۀ بېلابېلو معناوو حک او ثبت شي. د لوی خالق پۀ شتون موږ ته درې ګوني دلایل چې اوډون دلیل، کوني او وجودي دلایل دي تشریح کوي. د اوډون دلیل پۀ تشریح کې د غربي ملحدانو ضد او نقیض جملې او خبرې هم راوړي چې دوی څومره دې خپلو خبرو پۀ لومو کې ښکېل دي. لکه پۀ کتاب کې راځي: مشهور ملحد ریچارډ ډاکنز پۀ لومړیو کې پۀ کائناتو کې د نظم له شته والي سره سخت مخالف ؤ خو اوس پۀ کائناتو کې د نظم او ښۀ ډیزاین پۀ شتون اقرار کوي. ورپسې پۀ یو بل مستقل عنوان کې د الله تعالی او انسان اړیکه شاربي. د الله تبارک و تعالی پۀ وحدانیت دلیل راوړي او دا پوښتنه حل کوي چې: کوم خدای ومنو؟ هر دین یو ځانګړی خدای معرفي کوي.

بیا زموږ د عقایدو ځینې برخې پۀ دلایلو سره تشریح او توضیح کوي لکه: موږ عقیده لرو چې الله تبارک و تعالی پۀ دغه جهان پۀ سترګو نۀ لیدل کیږي، دا چې ولې؟ لیکوال ورته دوه لاملونه راوړي، چې اول لامل یې حدود یا ابعاد دي چې باید یو شی یې ولري ترڅو پۀ سترګو ولیدل شي نو الله تبارک و تعالی حدود یا ابعاد نۀلري ترڅو ولیدل شي. دویم لامل یې د الله تبارک و تعالی له لوري یو امتحان اخیستل دي چې څوک به پرته له دې چې دی یې نۀ دی لیدلی پۀ دۀ به ایمان و عقیده ساتي. ورپسې پۀ بل څپرکي کې هغه شبهه د خلکو او ملحدانو چې ګواکې اسلام سرسخته او پۀ یوه تنګه کړۍ کې راګیر دین دی ځوابوي او پۀ اسلام او فکري آزادۍ روان بحث کوي. بیا تېر ته ورته چې اسلام د پرمختګ یا development سره پۀ تضاد کې دی هم ځوابوي. پنځم څپرکی محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته ځانګړی شوی چې دی مبارک څوک دی؟ ددۀ مبارک د نبوت لپاره ورته دلایل راوړي، ددۀ مبارک پۀ ژوند او فکري منهج یې رڼا اچولې. د همدې څپرکي پۀ یوه بله حاشیه کې هغو پوشتنو ته چې ملحدان یې د یوې حربې او ابزار پۀ توګه استعمالوي پۀ خورا عام فهمه ژبه ځوابونه راوړي. لکه ددوی دا پوشتنه چې ولې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخالفت کیږي؟ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د والدینو مبارکاوو نکاح چا تړلې؟ ولې رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر ودونه کړي؟ولې رسول الله صلی الله علیه وسلم له زینب بنت جحش رضی الله عنها سره نکاح وکړه؟ د ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها سره د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم پۀ نکاح باندې د نیوکې ځواب. د کتاب وروستی شپږم څپرکی قرآن کریم دی. دا چې قرآن کریم کوم کتاب دی ددغه عنوان محتوا او منځپانګه ده. د همدې څپرکي پۀ یو عنوان کې چې نوم یې د قرآن کریم اعجاز دی پۀ هغه کې د ملحدینو دغه پوښتنه ځوابوي چې وایي: کوم دلایل دا تضمینوي چې قرآن کریم د الله تعالی کتاب دی؟ لیکوال ورته ځواب د قرآن کریم پۀ معاجزوو لکه: ننګونه، د قرآن کریم حفظ، کره وړاندوینه، ساینسي اعجاز، تاریخي اعجاز او عددي اعجاز باندې ورکړی.

ددغه شپږم څپرکي مهمه برخه د قرآن کریم پۀ تړاو د ځینو پوشتنو او نیوکو ځوابونه دي. لکه: قرآن کریم ته څۀ اړتیا ده؟ ولې الله تعالی قرآن کریم پۀ عربي ژبه نازل کړی؟ قرآن کریم پۀ څرګنده عربي کې نازل شوی، نو بیا ولې پۀ قرآن کریم کې غیر عربي الفاظ راغلي؟

د همدې شپږم څپرکي وروستي دوه عنوانونه د قرآن کریم ساتنه او د قرآن او ساینس پۀ موضوع لیکل شوي دي. چې دلته یې هم د ملحدانو او بې دینه خلکو پوچ او بې محتوا پوشتنو ته یې کره دلایل او ځوابونه راوړي.

لنډه دا چې دا کتاب د ۴۰۲ مخونو غني خزانه ده او دا خزانه زما غریب پۀ دغه وړه لیکنه او تعارف کې نشي ځایېدای. ددې کتاب پۀ غؤر او فکر لوستل او د امکان پۀ صورت کې د غربي ملحدانو متونو ته سر ورښکاره کول ترڅو ددوی له افکارو مو ځان خبر وي، لازم او اړین دي ځکه؛ له یوې خوا ددوی شبهات او دلایل زموږ د عقیدې سره تړاو لري او له بل لوریه د هر مسلمان دنده او وجیبه ده چې دین به پۀ ټاکلو او ممکنه لارو له شبهاتو او کفریاتو ساتي.