قوس 04, 1402 11:44 Asia/Kabul
  • وطن مې ( ناول)

وطن مې (ناول) د ستر انسان او د عصابو د متخصص ډاکټر تیتسو ناکامورا د ژوند ريښتنی داستان دی چې پياوړي لیکوال او استاد نور الله سلطان زوی لیکلی او علمي خپروندویه ټولنې په ډير ښه کیفیت چاپ کړی او خپور کړی.

دا ناول د یوې لنډې سریزې په شمول ټول ټال اته اتیا مخه دی او په انټروي بیس یا د مرکې په شکل لیکل شوی خورا په زړه پورې ناول دی چې په ( ځان مو را ؤپيژنئ) پوښتنه پيل کیږي. د ځینو فرعي کرکټرو ترڅنګ پکې لیکوال د خبریال او اروښاد ناکامورا د میلمه رول لوبوي. د ناول ځانګړتیا په دې کې ده چې ډیر لنډ او پُر مفهمه لیکل شوی، د جملو تسلسل یې بیخي عالي او پيغامونه یې لنډ خو ډیر ماناداره دي. تاسو سره د لنډیز شریکولو څخه مې موخه دا ده چې د دغه ستر انسان د ژوند، زده کړو، کړوانو او کارنامو خبر شئ.

ډاکټر تیتسو ناکامورا یا کاکا مراد څوک و؟

څه کاره و؟

افغانستان ته څنګه راغی؟

دلته د راتګ موخه یې څه وه؟

مونږ ته یې څه وکړل او مونږ ورسره څه وکړل؟

زه به کوشش وکړم چې د دې کوچني ناول لنډیز په همدې پنځو پوښتنو کې راټول کړم.

ډاکټر تیتسو ناکامورا د دې سترې خاورینې نړۍ د یو ډیر پرمختللي هیواد چې پر هر دویم برښنايي توکي یې نوم لیکل شوی وي د جاپان د فوکووکا ښار اوسیدونکی او طبي ډاکټر و. په دې برخه کې نوموړی د خپل ماشومتوب، کورني ژوند، زده کړو او خپل مسلک کې د کار په اړه غږیږي.

همدا شان د ناول په پيل کې د ښوونځي او پوهنځي د زده کړو ترڅنګ د کورنۍ تربیې چې مور پکې مهم رول لوبي خبرې کوي، د انسان ژوغورنې او انسانیت پالنې ترڅنګ د وطن سره د مینې په زړه پورې پيغامونو لیږدوي. ناکامورا هغه څوک و چې هم یې خپله ژوند کاوه او هم یې نورو ته د ژوند اسانتیاوې برابرولې، دا یو ډیر لوئ او بې کبره انسان و. د نوموړي د کوچنیتوب کیسه، د علم او پوهې سره د بې کچې مینې او له ماشومتوبه د انسان ژغورنې موخه درلودل او د دغه موخو پالل د ډیرې ستاینې وړ دي چې دا یې د افغانانو کاکا مراد کړ.

نوموړی که څه هم د جاپان په خاوره زیږدلی و مګر په افغاني ټولنه کې د خدمت یوه نمونه وه، د افغاني ټولنې د پاره یوه ډالۍ وه. په دې ناول کې به تاسو د ډاکټر ناکامورا د روغتیايي خدماتو، د افغان وطن په ځانګړې ډول ننګرهار کې په رغنیزه او کرنیزه برخه کې د کار او لاسته رواړونو ترڅنګ د نوموړي د ژوند داستان او د هغې فلسفې او تګلارې په اړه چې د ده ژوند پرې ولاړ و ډير څه ولولئ.

په ټوله کې دا ناول د انساني ژوند په پالنه او ارزښت راڅرخي، هر پراګراف یې یو پيغام لیږدوي، ژوند ته د هڅونې، انسانیت ته د خدمت، خپل کار سره د مینې او پرمختګ سپارښتنې یې ډيرې په زړه پورې دی. د بېکارۍ، بېوزلۍ له وجې په افغاني ټولنه کې د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي او افغان ولس ته د اسوده ژوند برابرول د ناکامورا د کار لومړیتوب و.

لکه څنګه چې ما مخکې یادونه وکړه نوموړی د طب ډاکټر او د عصابو متخصص و، افغانستان ته راتګ او له افغانستانه تګ یې دوه بیلا بیلې کیسې دي؛ دا په لومړي ځل خپل هیواد پریږدي او د روغتیایي برخې د یوې نړیوالې موسسې سره پېښور ته راځي، هلته په وړیا ډول د ناروغانو درمله پيل کوي او د وخت په تیریدو درک کوي چې ډېری مریضان یې افغانان دي په همدې خاطر پېښور پریږدي او افغانستان ته راځي. دلته هم د طب برخه کې کار کوي، ناکامورا یو عادت درلوده د ناروغیو په علت پسې ګرځیده، تر پيدا کولو وروسته یې د مخنیوي لارې چارې لټولې. نوموړي په افغانستان کې درې روغتیايي مراکز فعال کړي و، د نارغیو د عواملو څخه یو یې وچکالي او د پاکو اوبو نشتون و چې نوموړی یې وهڅو څو په دغه برخه کې کار وکړي چې په یاده سیمه کې یې د وخت په تیریدو 1600 سوه څاګانې و ایستلې چې د ډېری ناروغیو مخنیوی ورسره وشو. د اوبو کنټرول په برخه کې یې ډير کار کړی د ځکمو د خړوبیدو لپاره یې یولس کانالونه ایستلي و چې یو میلیون وګړو ته یې نن هم ګټه رسیږي دا رښتیا هم یو ستر انسان و چې د انسانانو ژوند یې ور یې ور بدل کړ.

د ناول یوه برخه کې لیکوال لیکي چې ناکامورا عجیب سړی و، ځان یې د همدې ټولنې یو وګړی ګڼه او هیڅ د پردیتوب فکر یې نه کاوه، ځآن یې جاپانی نه بلکې افغان ګاڼه په همدې خاطر خو ولسمشر غني نوموړي ته د افغانستان افتخاري تبعیت ورکړی و. نوموړی تنها ډاکټر نه و بلکې یو مدبر مدیر او پُشت کار انسان هم و. ده به ویل ترڅو چې خپله کار ونه کړو هېواد مو نه جوړیږي. ناکامورا د چاپیریال ساتنې په برخه کې ډير کار وکړ که تاسو له جلال اباد څخه کنړ ته سفر کوئ په دې لویه لار به د نوموړي د لاس ډیرې نښې وګورئ هتمن به یې په ښه نوم یاد کړئ. د پروژو له کتاره یې د ښېوې پارک یو ښه مثال یادولی شو.

ناکامورا څه وکړل او مونږ ورسره څه وکړل؛ دا نو خورا ځورونکې ده، کله چې دا ناول ولولئ، د نورو انسانیت ته به ګوته په غاښ پاتې شئ، پر ځان به غوصه درځي، په ټول افغانستان به غوصه درځي. له هر افغان به ګیله مند یاست او دا به زمونږ د خپلې بې همتۍ وجه وي. ځکه چې مونږ دومره بې همته خلک یو چې د درملنې خبرې خو پریږده چې د عبادت ځایونه هم نور راته جوړوي او بیا مونږ پکې ټینګې ټینګې کلمې تېروو. ځانونه تر نورو کلک مسلمانان بولو او افغانیت مو د مېړانې نښه ګرځولې په هغه صورت کې چې نه مو اسلام ته خدمت وکړ او نه مو خپلې خاورې ته؛ خلاصه دا چې نه د اسلام شوو او نه د افغانستان شوو!

د ناول اخیري برخه د ډاکټر تیتسو ناکامورا د مرګ په خبر پاې ته رسیږي. ناکامورا د دې ناشکره وطن او ولس د پاره خپلې خولې توئ کړې مګم د دې وطن څو ناځوانه ګوتو پرې ماشه کش کړه، وینې یې ور توئ او ژوند یې ور لنډ کړ. د ولسمشر غني او افغان وطن پر اوږه به د نوموړي د تابوت دروند والی تل احساسیږي. د لنډیز په پاې کې تاسو ټولو ته د دې ناول د لوستو سپارښتنه کوم او د نوموړي روح ته د ډاکټر احسان الله درمل دا بیتونه ډالۍ کوم چې؛

چا درته ویل چې شه څراغ او پر سر اور بل که

هاغلته چې هر څوک قصیدې وايي د باد کاکا!

تا ولې غوښتل چې برباد شوي شي اباد کاکا!؟

ځه د نامرادو هیلو ګور ښه یې ( مراد کاکا)!

تا مونږ ته د خیر د رسولو کفر کړی و.

ته وې د شر ځری ستا په ضد ښه و جهاد کاکا

څوک به دې پالي مینه او څوک به دې ګټي وینه؟

مړ شوې خو د څنګه جوار ګرو په جایداد کاکا؟

اروا یې ښاده، یاد یې تل پاتې...