انسان او خدای
نقد و نظر : جانداد جهانی
ښه مې یاد دي چې د ښوونځي په څلورم ټولګي کې مې ددومره لویو موضوعاتو په اړه فکر کاوو چې د پوښتني او ځواب لپاره مې شاوخوا کې هیڅوک نه لیدل، د مداریانو او محلي ملایانو بیانونه راته کلیشه یی ښکاریدل ځوابونه یې راته د قناعت وړ نه وو هماغه وو چې کتاب لوستلو ته مې مخه کړه.
نه پوهیږم شپږم یا اووم ټولګي کې وم چې د ډاکټر ذاکر نائیک څو پښتو شوی کتابونه مې تر لاسه کړل
ډیر خوند یی راکړ کیسې یی ماته نوی، جالبي او علمي ښکاریدلی
تر ۲۰۱۱ کال پوري چې د ذاکر نائیک او نورو موډرن فکره ملایانو څه کتابونه پښتو ته ژباړل شوي وو ټول مې څو څو ځله ولوستل.
له هغه ورسته چې کله غزني ته راغلم لا مي فاړسي سمه نه وه زده چې له سید جمالدین افغان،سید قطب، اقبال لاهوری، ملا صدرا، شهید مطهری، ایت الله طباطبایی ،علی بازرګان، دکتر علی شریعتی ، عبدالکریم سروش او نورو معاصرو اسلامی علماوو سره آشنا شوم او ځیني اثار مې ولوستل.
له دې جملې څخه یو یی هم دکتر مصطفی چمران وو
چمران د فزیک په برخه کې تر دکتورا پوري په ایران او امریکا کې زدکړي کړي وې او د ایران د انقلاب په وخت کې او تر هغه ورسته په ډیرو سیاسي او نظامي فعالیتونو کې ښکیل وو
ماته دده د خبرو او بحثونو جذابیت ځکه زیات وو چې یو څه علمي جنبه یی هم لرله
یو له مشهورو اثارو څخه یی (انسان و خدا ) دی چې له نیکه مرغه دادی پښتو ته هم را ژباړل شوی. ښاغلي نقیب احمد عزیزي په دومره ښه پښتو ژباړلی چې شاید له اصلي نخسې هم خوندور او روان و اوسي.
ما دا کتاب د ښوونځي په دوره کې په پښتو ژبه لوستی وو او هغه وخت یي موضوعات راته نوی وو. ما هم غوښتل د هرې علمي موضوع په اړوند لمړی د اسلامي علماوو نظریات ولوم ځکه مې هغه وخت یو دا کتاب هم خوښ شوی وو.
د کتاب تر معرفی تیریږم فقط غواړم د کتاب په اړه مې پخوانی احساس او اوسنی د (۲۰۲۰ کال) نظر درسره شریک کړم
کتاب د ډاکټر چمران د هغو ویناوو لیکلي بڼه ده چې په ۱۳۵۹ ه ش کال کې یی کړې وي
د کتاب د بحث موضوع خدای، روح، عالم الغیب، عقل فکر، پنځګوني حواس، الهام، اشراق ، علم، فلسفه او اقتصادي نظامونه دي
اول دا زما په نظر ښه خبره ده چې لوستونکي له دومره پراخو او له یو بل څخه لری موضوعاتو سره آشنا کړي
خو په عین حال کې ددغو مسایلو تر منځ ارتباط او اړیکه جوړول معمولا یو څه سخته ده چې یواځي د ځینو پیش فرضونو په مرسته ممکنه ده
دا پیش فرضونه او جهان بیني د ایران د اسلامي انقلاب په پیل کې هغه مروجه دیني او سیاسي دیدګاه وه چې د وخت روشنفکرانو خلق کړي وه
ددوی دلایل او د هغو په بنا استنتاج اوس غیر معقول ښکاري او د عمل په میدان کې ناکام ثابت شوی دی
د ډکټر چمران په شمول د ایران د مشروطیت او انقلاب ددورې د ټولو متفکرینو خبري اوس د علم، دین، فلسفې او سیاست په ډګر کې ډیري کلیشه یی او تر وخت تیري ښکاري خو دا چې په پښتني ټولنه کې چا پدې اړوند دومره مطالعه نده کړي او یا تر ټولو مهم یی له دیني اړخه د روشنفکري دې سټیج ته ندي رسیدلي نو بنآ دا موصوعات ورته بکر او جذاب بریښي. ځکه خو یی لوستل هر افغان انسان ته ګټور بولم زه هیله لرم ددې کتاب او ورته هغو لوستل به مرسته وکړي د فکر فضا یې پراخه شي او نړۍ له یوې نوې دریڅې وویني.
خو ویره مې داده چې مشخصا دهغو نتیجو په منلو مجبور نشي کوم چې د ایران دانقلابي شورا د فکري رغوني په مراکزو کې پلان شوي وې او د ایران د ملت برسیره یی زموږ د هیواد اکثریته فارسی ژبي خصوصآ شیعه مذهبه وګړو هم ژور تاثیر لرلی او یو شکل شتشوی مغزي شوي.
کله چې په ایران کې ملایان واک ته ورسیدل بیا یې په یو شکل د فکري رغونې هڅې پیل کړلې، د دوی هڅه دا وه چې د غربي علم په مقابل کې د علم او نړۍ لید یو نوی روایت ایحاد کړي، ډیری کتابونه یی سانسور او منع کړل او په علمي مراکزو کې یی خپل سیاسي او ایډیالوژیک روایتونه ورګډ کړل چې نتیجه یې د ایران ستر ملت منزوي کیدل او د علم او پرمختګ له چټک کاروان څخه شاته پاته کیدل وو. ایران فرصت درلود چټک پرمختګ وکړي، ایران هر هغه څه لرل چې نه د منځي ختیځ هیوادونو لرل، نه د لري ختیځ هیوادونو او نه هم د ختیځي اروپا هیوادونو خو یو څه چې یې تر دغو ټولو هیوادونو زیات لرل هغه نیمه متحجر ملایان، ایډیالوژیک اسلامي نظام، نسبي دکتاتوري، او د ازادۍ نشتون چې دا هر یو په خپل وار سره د ایران د پرمختګ مانع شول او ایران یې له ټولي نړۍ سره د لسیزو لپاره په مخالفت کې وساته.
البته د کتاب له لوستلو مه ویریږئ ډیر ښه مسایل هم لري لکه د علم او فلسفې د ماهیت او کارکرد په اړه کوم چې زموږ په ټولنه کې په همدې سطحه بحثونو ته اړتیا ده
له نقیب احمد عزیزی او سولې له انتشاراتو مننه چې دا علمي _دیني کتاب یې تر پښتنو ځوانانو را ورساوو. او له ښاغلي حکمت ارین څخه هم مننه چې کتاب یې غږیز کړی او ستاسو په اختیار کې یې درکړی.
لیکنه: جانداد جهاني، ۲۰۲۰، کټواز ( البته اوس مې لیږ ایډیټ کړه)