د ښیرا لغوي شننه
لیکوال: احسان الله ادیب
د ښیرا لفظ چې په عربي کې یې لعنه بولي او په فارسي کې نفرین یا بد دعا بولي خو نفرین د افرین(دعا) ضد یې اصلي کلمه ده 1.Wikipedia. همداسې به په نورو ژبو کې هم خاص نومونه ورته اخیستل کیږي. د ښیرا په اصطلاحي مانا کې ویلی شو چې د انسان په روان کې د شدیدې کرکې مانا ده، له انسان یا نورو څیزونو څخه د لیري والي،خلاصون او یا هم د له منځه وړلو په مانا. ښیرا داسې یو معصومانه غږ او هیله ده چې په هغې کې د انسان ډيرې هیلې غوښتنې او ارمانونه نغښتي وي ښیرا یو چاته د نیغ ویلو په ځای د معصومیت اظهار دی.
دعا اصلا په دوه ډوله ده اوله یې ښه دعا او بله يې بده دعا چې هم دې، بدې دعا ته ښیرا هم ویل کیږي. اصلا له هغه څه څخه چې موږ عاجز یو او طلب یې له خدایه کوو د خپل ضرورت غوښتنه له خدایه څخه دعا بلل کیږي.
دا غوښتنه موږ له خدایه څخه د بنده او نورو اشیاوو په باره کې کوو یا د ښه والي په باره کې یا هم د بدوالي په باره کې. مثلا تاسو به ډیر شعارونه د زنده اباد او مرده اباد په غږونو کې اوریدلي وي چې دا هم د دعا ډول دی. انسانان د خپلې ناچارۍ د رفع کولو لپاره د دعا غیږې ته پناه وړي. انسانان چې کله خپله ناچاري په خپلو سترګو وویني نو بیا د دعا په لټه کې شي تاسو به د فرعون په کیسه کې اوریدلي وي چې ده په ژوند کې د خدایي دعوه کړې وه خو چې کله یې خپله ناچاري په خپله ولیده او ځآن یې د نیل د اوبو په منځ کې ګیر محسوس کړ، نو بیا یې له حقیقي خدایه د نجات غوښتلو دعا وکړه.
کله چې یو انسان نشي کولای د یو شي بقا او زوال په خپل لاس بدل کړي د دعا غیږې ته پناه وړي. یا هم کله چې د یو جابر او ستمګر انسان له طرفه په یو مظلوم انسان باندې ذهني، یا هم فزیکي جبر وشي، نو کله چې مظلوم په دغه وخت کې د خپلې ناچارۍ د تسلي لپاره هرڅه له خولې څخه راوباسي او هغه په عین حال کې را پارونکي نه وي بلکې د مقابل کس لپاره د ناهیلۍ او یا پیښمانۍ الفاظ وي ښیرا بلل کیږي. ښیرا په پښتني ټولنه کې ځکه بده ګڼل کیږي چې دوی ټول باور لري چې که چیرته د مظلومیت په وخت کې هر څومره ګنګار انسان هم ښیرا وکړي نو د ښیرا د قبلېدو تمه ورڅخه کیږي په اوس وخت کې ښیراوې له فردي دایرې څخه ټولنیزې دایرې ته تللې دي تاسو به رسنیو کې ډیر ځله ووینئ چې مرګ په امریکا مرګ په اسرایلو او…
هغه په یوه لنډۍ کې اورو:
صبر به کړم ښیرا به نه کړم
که مې د صبر توره وکړي ګذارونه
یا هم درویش درانی صیب وایي چې:
ښیرا کوي اثر خو خوږمن زړه به وي شاته
په غشي که ویشته کوې لینده به وي شاته
پښتانه نران او ښځې د زړه تنګون، اذیت، تکلیف، او زهیریدو پر وخت ښیراوې کوي ښیراوې هغه وخت کیږي چې نور انسان د بې وسۍ په اخیر درجه کې وي، ښیرا نه یوازې د مقابل کس د سرزنش او زهیریدو په مانا ده بلکې په ښیراوو کې انسان د خپل بوج د سپکیدو هڅه هم کوي یعنې کله چې یو څوک د تنګون او تکلیف په اخیره مرحله کې وي نو د زړه او بوج د سپکیدو په خاطر ښیراوې کوي. چې دا یې هم د تسلۍ سبب ګرځي په پښتني ټولنه کې چې خلک ډیر عقیدتمند دي نو په دعا او ښیرا تر ډیرو پوخ او سوچه باور لري ځکه دوی دا مني چې ځینې هغه کارونه چې اسلحې یې نشي کولای ښیرا یې کولای شي خو برخلاف په ټولنه کې یو داسې تصور هم عام دی چې که چیرته په ښیراوو څوک مړه کیدای نو اوس به خلکو توپکونه نه جوړول او خلک به یې په ښیراوو وژل، ممکن دا خبره یې له ښیرا د کرکې په مانا وي زموږ طرف ته هغه ښځه چې ډیرې ښیراوې کوي په ښه سترګه نه ورته کتل کیږي په دې خاطر چې څوک له ښیراوو بد وړي نو طبعا به د ښیراوو ویونکی هم ښه نه ور معلومیږي کله وخت خو داسې تصور هم عام وي چې د ستانه او هغو کورنیو چې ځانونه د رسول خدا خانواده بولي ښیرا خطرناکه بلل کیږي او خلک فکر کوي چې ګواکې د دوی ښیرا حتمن قبلیږي او خلک هیڅ دې ته زړه نه ښه کوي چې دوی ازار کړي، یا دوی ته کوم نقصان ورسوي، ځکه دوی داسې باور لري چې که هغوی په غیبو کې هم ښیرا وکړي نو حتمن قبلیږي.
ښیرا نه یوازې دا چې عام خلک کوي بلکې په ځینو ځایونو کې پیغمبرانو هم ښیراوې کړې دي په پښتني ټولنه کې ښیرا بیخي یو عام دود دی او هر څوک پوهیږي چې ښیرا څوک د څه مقصد لپاره کوي او په ښیرا کې د انسان تقاضا څه وي هغه خلک چې ډیرې ښیراوې کوي تر مقابل جانب ډیر کمزوری وي.
زموږ په ټولنه کې د نرانو په پرتله ښځې ډيرې ښیرې کوي ممکن د دې لاملونه ډیر وي. خو مهم لاملونه یې دا دي چې ښیرې د کمزورو خلکو کار دی، هغه څوک چې خپل حریف او رقیب ته د کمزورۍ له وجهې څه ونشي ویلای بیا ښیرې ورته کوي. بل مهم او عمده لامل یې دا دی، چې نران په ټولنه کې ځآن د ښکنځلو په ارتباط راښکاره کوي نران چې فکر کوي دوی قوي دي او تر ښځو یې جسمي او جنسې قوه ډیره ده خپل حریف او مقابل کس ته په ښکنځلو را مخامخیږي. که کوم وخت ښېرې کوي نو هغه به د ډیر مجبوریت له وجهې وي ګنې نران د مقابل کس د حقارت سبب ښکنځلې ګڼي دا چې د کور ښځې د نرانو عزت او ابرو وي نو چې مقابل جانب په عزت ډیر خفه کیږي نو د ښیرا په ځای د ښکنځلو اپشن غوره کوي. خو ښځې چې کمزورې دي نو یو خو دا چې د ښځو جنګ عیب دی ځکه هاغې ښځې ته په ډیره بده سترګه کتل کیږي چې هغه جنګیرکه وي خو سړی بیا په پښتني ټولنه کې ځان په دې قهرمان بولي چې بل را څملوي او بل تحقیر کړي. سړی ځکه ښکنځلې کوي.
«په پښتني ټولنه کې چې ښځه بیوسه ده ښیرې ډیرې کوي د سړي لپاره ښیرې کول تر ډیره شرم ګڼل کیږي ځکه خو په پښتنو کې دښځو ښیرې ډیرې او ځانګړې دي» ( د ژبې ټولنپوهنه.2)
د شکل او محتوا له مخې ښیراوې
ما چې کتابونه وکتل نو د ښیراوو ویش پکې استاد لعل پاچا ازمون خالص په مذهبي دعا او ښیرا او سنتي دعا او ښیرا ویشلې دي(د فلکلور پوهنې تیوري 3). دا چې بل ویش نه وو شوی نو ما د شکل او محتوا له مخې په دوه کټګوریو وویشلې چې دا یې بیا هره یوه ځانته خپله ویشنه لري که چیرته زما ویش ناسم وو نو ښه ده چې رد شي او په ځای یې نوې ډلبندي وشي.
۱: د محتوا له مخې د ښیراوو ویش
د محتوا له مخې په دوه ډوله ښیراوې دي، یو ډول یې مذهبي ښیراوې او بل ډول یې سنتي یا ټولنیزې ښیراوې دي.
۱.۱:مذهبي ښیراوې:
ښیرا نه یوازې دا چې د پښتنو په منځ کې دود ده بلکې په اسلام او اسلامي نصوصو او حادیثو کې هم د ښیرا یادونه شوې ده په یو حدیث کې اورو چې کله رسول خدا معاذ رض یمن ته د مشر په توګه لیږه نو ورته ویې فرمایل چې د مظلوم له ښیرا نه ځان ساته ځکه چې د مظلوم د ښیرا او د الله تر منځ هیڅ پرده نشته.
او په بل ځای کې امام زمحشري وایي چې زه چې کله ماشوم وم یوه مرغۍ مې نیولې وه ناڅاپه یې پښه پرې شوه مور ته مې سخته غوسه ورغله او ښیرا یې راته وکړه چې الله دې ستا پښه هم دغسې پرې کړي؛ دی وایي چې زه کله رالوی شوم د یخ له امله مې یوه پښه وچه شوه او پرې شوه.
په دیني ښیرو کې عموما خبرې له دیني مواردو برخمنې وي الله ج هم په قران مجید کې په ځینو مواردو کې په انسانانو باندې لعنت ویلی دی. که چیرته په دنیا کې خدای په چا لعنت او د ښیرا لفظ استعمالوي نو ددې مانا داده چې هغه کس به د خدای له رحمته بې برخې وي.
الله ج په سوره مدثر کې فرمایي چې: فقتل کیف قدر.( المدثر۱۹) نوخدای دې هغه ووهي د څنګه خبرې جوړولو هڅه یې وکړه. په ورپسې ایات کې فرمایي چې: ثم قتل کیف قدر. (المدثر۲۰): هو خدای دې ووهي د څنګه خبرې جوړولو هڅه یې وکړه مثلا په دې کلمو کې (نو خدای دې هغه ووهي) او یا (هو خدای دې ووهي) د ښیرا لفظونه دي د یو چا هلاکت او بربادۍ څرګندونه پکې شوې ده.
یا مثلا په سوره عبس کې فرمايي چې: قتل الانسان ما اکفره: (سوره عبس/۱۷): هلاکت دې پر کافر انسان وي څومره کلک د حق منکر دی.
په قران مجید کې ډیرې داسې کلمې شته چې هغه د لعنت او ښیرا مفهوم لیږدوي. مثلا که چیرته په یوه ښیرا کې واورو چې: خدای دې د خدای په قهر ککړ کړه. دا او دې ته ورته ښیراوې راته د یو شخص د دیني هویت څرګندونه کوي، چې دا شخص په کوم دین دی او کوم ډول عقیده لري، باورونه، هیلې او ټول ژوند یې مخ ته راته ږدي. لکه پورته مو چې وویل په ښیراوو کې د یو فرد هویت را برسیره کیږي. مثلا دیني هویت که وګورو نو انسانان چې په کوم ماوارا طبیعي ځواک باور لري نو د تنګدستۍ او هیلو په وخت کې په هغه ځواک تکیه کوي.
۲.۱: ټولنیزې ښیراوې
ټولنیزې ښیراوې د یوې ټولنې په بیلابیلو برخو کې رامنځته شوې وي او د هرې ټولنې له نبض او باورونو سره تعلق لري. د یو قوم او قبیلې ښودنه کوي او د یوې ټولنې په شناخت کې مهم رول لري. عموما ټولنیزې ښیراوې اکثره وخت مستقیمې نه وي او غیر مستقمې ماناوې هم لیږدوي مثلا ژبۍ دې شه چې پر اصلي مانا مجازي مانا هم لري او مجازي مانا یې داده چې وځوریږې او وکړیږې. همداسې ډيرې ښيرې دي چې موږ له ټولنیزو نورمونو څخه خبروي او له ټولنې سره مو د یو شناخت په تار تړي. ټولنیز رنګ پرې غالب وي او ټولنیزو موضوعاتو ته اشاره کوي.
ما د خپلې سیمې یوی څو ښیراوې راټولې کړې دي چې هلته د ښځمنو لخوا ډیرې ویل کیږي او پورته خو مو په دې خبرې وکړې چې ښځې ولې ډیرې ښیرې کوي دنرانو په پرتله هغه عوامل مو هم په ګوته کړل.
یوه ښیرا ده چې خدای دې د ورور په شومو مړه کړه. زموږ طرف ته چې کله مړی وشي نو په ماښام کې د صدقې په خاطر پسې وریجې یا بل څه باسي چې هغو خوړو ته شومې وایي بله مهمه خبره پکې داده چې دا غیر مستقیم یو چاته د غم یا خفګان غوښتنه ده چې هغه انسان تر تاثیر لاندې راولي.
یا هم بله ښیرا ده چې خدای دې ټکې ته سیخ کړه. ټکه زموږ په سیمه کې تندر ته ویل کیږي هغه اسماني تندر چې د ډیر شدید باران او وریځ څخه رالویږي.
بله ښیرا ده چې کنکلي دې غوبانه شه. موږ په خپله لهجه کې کنکلی ماشوم ته وایو او غوبه شپون ته ویل کیږي د دا د یو چا د اینده نسل او زندګي د تباهي ننداره پکې پرته ده.
یوه بله ښیرا چې ښځې یې ډيره کوي سوړې سومبړې شې. له سوړې څخه مطلب سوری سوری شې او سومبړې زما په ګمان هغه حالت دی چې خلک وایي د تاکید لپاره لکه
(کور مور، سر مر، غوږ مږ) د سومبړې خاصه مانا نشته خو ددې ښیرا مطلب دا دی چې سوری سوری شې.
یا هم داسې ښیرا چې په هغه کې د مرض یادونه شوې وي لکه خدای دې په ویلي ووهه. ویلی زموږ طرف ته مرض دی چې لاسونه او پښې یې کار نه کوي یا یې هم ګوزڼ بولي.
یا هم ښځې وایي چې پکو شې. پکو موږ ماخوزه او په صورت باندې معیوب ته وایو څوک چې له هره کاره لویدلی وي پکو بلل کیږي.
خدای دې شب کور کړه. له شب کوره مانا ړندیدل دي چې دلته شب او کور دواړه فارسي کلمې دي ددې ښیرا اصلي مانا په ځای مجازي مانا هم لري که شب کور مانا کړو، مانا دا چې د شپې ړوند شې څوک که ړندیږي نو هغه خو یو د شپې نه ړندیږي مطلب ترې دا دی چې په سترګو دې شپه شه او له شپې څخه مطلب ړوندوالی دی چې استعاروي ښیرا هم ورته ویلی شو.
یا هم دا ښیرا چې خدای دې د عالم سترګه کړه. څوک خو د عالم سترګه کیږي نه خو مطلب ترې دا دی چې داسې وشرمیږې چې ټول عالم درباندې خبر شي.
یا مثلا یو کلمه په داسې شکل راغلې وي چې اصلي حالت یې بدل کړی وي لکه خدای دې شري شرمنده کړه. له شري څخه مطلب شریعت دی مانا خدای دې د شریعت شرمنده کړه یعنې اسلام او شریعت ته شرمنده شې ددې مطلب به دا وي چې خدای دې داسې خطا او ګناه درنه صادره کړي چې هغه د شریعت خلاف عمل وي.
خدای دې ټک له ټکه کړه. ددې ښیرا ټک له ټکه کیدل ناڅاپي مړینه مراد ده کله چې یو کورنی حیوان یا څوک ناڅاپي مړ شي نو زموږ طرف خلک وایي چې ټک له ټکه شو.
اکثره وخت په ښیراوو کې ارزښت چلینج کیږي او دا چې موږ ارزښتونو ته د سر د بدلې په قیمت هم تیار یو نو نه غواړو چې زموږ ارزښتونه څوک راته چلینج کړي. مثلا په لاندې ښيرا کې چې زوی یو لوی ارزښت دی زموږ لپاره.
ځینې ډيرې جالبې ښیراوې وي لکه لمن دې د زوی په میتیازو مه شه لمده. په دې ښیرا کې هم اصلي مطلب دا دی چې خدای دې زوی در نه کړي ګنې که ظاهري مطلب ته یې وګورې نو د دعا او خیر خواهي تصور تداعي کوي ځکه میتیازې خو بد شی دي نو څوک نه غواړي چې لمن یې په میتیازو لمده شي چې دا هم یو چاته غیر مستقیمه ښیرا ده.
خدای دې څکرېیلی کړه. په دې ښیرا کې چې د څکرېیلي کلمه راغلې ده نو زه یې په مفهوم پوی نشوم نه هم دا کلمه زموږ په لهجه کې کومه خاصه مانا لري.
کله وخت پکې د ځایونو یادونه هم شوې وي په ښیرو کې مثلا خدای دې له دکنه تیر کړه. چې دکن کومه لرې ساحه ده.
یوه ښیرا چې زموږ خواته یې سړي کوي خدای دې خوړلي خواړه درته حرام کړي نوره مې چې هر څومره پوښتنه وکړه نو د نرانو ښیراوې مې ونه موندې. عموما د سړیو په ښیرو کې یو څه برندتوب وي او نیغوالی پکې وي د ښځو ښیرې هغه ناهیلي کوونکې او مړاوې وي د سړیو په ښیرو باندې ممکن د ښکنځلو تاثیر وي.
۲:د شکل له مخې د ښیرو
د شکل له مخې د ښیرو ویش په دوه ډوله دی چې اول ډول یې منثورې ښیراوې دي دوهم ډول یې منظومې ښیراوې دي.
۱.۲:منثورې ښیراوې: په منثورو ښیراوو که بحث کوو نو ویلی شو چې منثورې ښیراوې هغه ښیراوو ته ویل کیږي چې په نثر کې شوې وي او د وزن او قافیې له قیده ازادې وي منثورې ښیراوې بلل کیږي چې پورته د ټولنیزو او دیني ښیراوو کې ګڼې منثورې ښیراوې یادې شوې او شننه مو یې وکړه هیره دې نه وي چې په ټولنیزو ښیراوو کې د نظم برخه هم راځي هغه لنډۍ چې په منظوم شکل وي د ټولنیزو ښیرو په ډلبندۍ کې راځي ځینې نورې منثورې ښیراوې چې لیکل یې بې ګټې نه دي.
خدای دې د خدای په قهر ککړ کړه.
بوره وراره شې.
خدای دې ارمانچن کړه.
خدای دې شولې مه کړه خوشحاله.
نا امیده شې.
وراره ورور مړې شې.
خواره شې خدای دې مړه خوږ در واچوي.
شولې د اولاد په ارمان شې.
میراته دې شه.
خدای دې په سره غم ککړ کړه.
زما راستي درپسې کړې.
خدای دې د ښې ورځې څښتن مه کړه.
روزي تر مخ کړې تا پسې کړې.
۲.۲: منظومې ښیراوې:
منظومې ښیراوې هغه ښیراوې دي چې د وزن، قافیې او ردیف درلودونکې وي منظومې ښیراوې یې بولي په منظومو ښیراوو کې هم ټولنیزې پیښې عکس العمل مومي او داسې ښیراوو پښتو فلکلوري ادب ته ډير څه ورکړی دي. او د پښتو فلکلور ته یې ډیره برخه میراث پرې ایښی دی هیره دې نه وي چې منظومې ښیراوې په ټپو، بګتیو، سروکو او نارو کې ویل شوې دي. بل خوا د لیکلي یا دیواني ادب کې هم ډیړو شاعرانو په خپلو شعرونو کې ښیرې کړې دي چې دا برخه هم د هیرولو نه ده.
په یوه ټپه کې اورو چې:
په ما د وکړل په تا وشه
واړه دې مړه شه لوی دې وغواړه خیرونه
دا د یو مظلوم انسان د خولې اه او فریاد دی چې د ټپې په شکل کې ویل شوی دی څومره شدیده کرکه پکې ښکاري او څومره د یو رنځیدلي زړه غږ. باوجود ددې چې ماشومان معصوم دي او د چا پرې د څپیړې وار هم نه پيرزو کیږي خو یو دردیدلی انسان د یو ماشوم لپاره هم د مرګ غوښتنه کوي.
یا هم دا ټپه:
د اباسین چپې د یوسه
چې مور دې ژاړي پلار دې خړې اړوینه
په دې لنډۍ کې خړې هغو خارو ته ویل کیږي چې کله خړې اوبه راشي او یو ځای ودریږي او دا خاوره یې کیني نو خړه یې بولي.
یا هم چې وایي:
ښیرا کوم امین پرې وکړئ
څوک چې وطن تباه کوي هلاک دې شینه
یا مین خپلې معشوقې ته د ښیرا په واسطه ځان نږدې کوي. ویلی شو چې ښيرا کله وخت د ځان یا دبل دخیرخواهۍ لپاره هم ویل کیږي.
ښیرا کوم میړه دې مړ شه
بله خو لار نشته چې دواړه یو ځای شونه
په بله ټپه کې هم د کرکې یو مثال:
نورې ښیرې به درته نه کړم
د هلک غږ دې په کور مه وشخ مینه
هلک چې په پښتني ټولنه کې د یو بخت او خوشحالۍ زیری دی نو یو څوک غواړي چې دا ښادي ورته چلینج کړي چې ګویا د ښادۍ زیری درباندې ومه شه.
یا
دغه ښیرا د زړه په زور کړم
خدای دې رسوا کړه چې تاوان درباندې شمه
کله وخت ښیرا له ډیرې مینې او محبته هم کیږي او خپل محبوب ته د رسیدو لپاره هغه ته ښیرا کیږي باوجود ددې چې دا مسئله د هغه په رسوایي هم تمامیږي.
خو ډیری موږ داسې ټپې لرو چې په هغو کې د ښیرو یادونه شوې وي خو په محتوا کې ښیرې نه وي دا هم په دیواني ادب کې پیدا کیږي او هم په فلکوري ادب کې نو ښیرا د موضوع خپرولو لپاره ددې که څوک غواړي پکې لا څيړنه وکړي او د دیواني ادب د لیکوالانو او ادیبانو کتابونه او شعرونه وکتل شي او د فلکلور نورې برخې ښې جدي پسې وکتل شي ممکن دا موضوع لا ښه وځیرل شي.
ماخذونه:
۱:.Wikipedia. https://fa.m.wikipedia.org
۲: ښکلی.اجمل: د ژبې ټولنپوهنه. لکچر نوټ.
۳:ازمون. لعل پاچا. د فلکلور پوهنې تیوري.ص ۲۳۲/۲۳۳.