د مړه خره ليکونه
ترکي ليکوال عزيز نسين چې اصلي نوم يې محمود نصرت وو، د ترکيي مشهور طنز لیکونکی بلل کيده. عزيز نسين د پخوانی ترکيې هره ناروا د طنز په ژبه خلکو ته روښانه کوله.
عزيز نسين له (حکومت،روغتونونو،ښاروالۍ...)څخه نیولې،د ترکيې د يو عادي وګړي،په هغه کړنو پسې ذربين راخيستی وو چې د هېواد او د هېواد د خلکو په زيان به وو. عزيز نسين به تل د وخت له چارواکو څخه ځورول کېده. ځکه چې د چارواکو هره ناروا به يې د طنز په بڼه افشاء کوله، تل يې د دوی ناروا کړنې د طنز په ژبه خلکو ته روښانه کولې. عزيز نسين به تل خپلې مقالې او کتابونه په مستعار نوم خپرول،خو بيا به هم د چارواکو لخوا معلومېده او ځورول کېده به. دده د آثارو (کتابونو او مقالو) شمېر له زرو زيات دی او تقريباً تر ديرشو زياتو نورو ژبو ته يې آثار ژباړل شوي دي.
د مړه خره ليکونه د عزيز نسين هغه اثر دی چې له هدیرې څخه يې ژوندۍ سرې مچۍ ته لیږل. دا لیکونه چې شمېر يې درویشت لیکونو ته رسېږي په کال ۱۹۵۷ کې ليکلي دي. دا لیکونه مړ خر له هدیرې څخه خپلې ملګرې سرې مچۍ ته لېږې. لومړی پکې د خپل مرګ پر څرنګوالي او وروسته هغه پيښې چې له مرګ وروسته ورسره مخامخ شوی دی بيانوي. په دې ليکونو کې يوازې د مړه خره د مرګ کيسه نه ده، بلکې په دې ليکونو کې د پخوانی ترکيې،د حکومتي چارواکو، دولتي ادارو او عامو خلکو د دوهمخيو او غير انساني کړنو ډېر ښه انځور شوی دی. ليکوال ددې کتاب له چاپ وروسته د هغه وخت له حاکم حکومت څخه،په پنځلس کاله بند محکوم کړل شو.
د پخوانی ترکيې هره فاسده اداره،ځان غوښتونکي چارواکي او بېشرمه سياستوال د عزيز نسين د طنز اصلي موخه وه او هر يو به يې د طنز په ژبه خپلو ناروا کړنو ته متوجې کولو. ټول يې په دې خپل اثر (د مړه خره ليکونو)ټولګه کې سرې مچۍ ته ښودلي دي.
عزيز نسين د خپل کتاب په اړه وايې: "د هغه مړه خره ليکونه چې له لېوه نه وېريده او له هدیرې څخه يې ژوندۍ سرېمچۍ ته لیږل"
ليکوال په قصدي ډول خپل ځان د "خره" له کرکټر سره ځکه ښودلی چې د ټولنې ناخوالې او ويجاړ ټولنيز حالت د يوه خره له خولې چې يو حیوان دی او په ټولنه کې په ډېره ټيټه سترګه ورته کتل کېږې وښايي چې خر هم ستاسو په کړنو پسې خاندي. او د وخت حاکم حکومت يې لېوه معرفي کړی دی.
په کتاب کې یو ځای کې راغلي چې یو روغ انسان کله چې د خپل روغتیایي معایناتو د ترسره کولو لپاره روغتون ته ځي هلته د خپلو معایناتو د پایلې د ترلاسه کولو پر ځای د بل ناروغ د معایناتو پایله ترلاسه کوي چې دغه روغ انسان په يوه تېروتنه او د ډاکټر په بې پروایی خپل ژوند او ټوله شتمني له لاسه ورکوي.
همدارنګه د کتاب په يو بل ځای کې راغلي: د يوه روغتون د امبولانس چلوونکی ددې په خاطر د خپل زاړه امبولانس بدلول نه غواړي چې ژر ژر خرابېږي او د مستري او جوړولو پيسو پسې ډبل ډبل مبلغ ليکي.
عزیز نسین تر ډېره هڅه کړې چې خپل لوستونکي انسانیت پاللو ته وهڅوي. په کتاب کې د انسانانو په هغو کړنو هم نیوکې شوې چې د انسانیت په قانون کې جرم او ناروا عمل ګڼل کېږي.
د عزيز نسين آثار په هغه ټولنه کې ډېر لوستونکي لري چې حالت يې د پخوانی ترکيې په څېر وي. که تاسو هم غواړئ چې د ترکيې له پخوانيو حالاتو ځانونه خبر کړئ د مړه خره ليکونه ولولئ.
باوري يم چې د مړه خره په ليکونو کې به هم زموږ د ټولنې ځينې بدې کړنې او حالت ستاسو مخې ته ودرېږي. کتاب ولولئ د لوستلو يې ډېر خوندور وخت دی. دا کتاب په کابل کې سروش خپرندويه ټولنې چاپ کړی او عزت الله شينواري خوږې پښتو ته ژباړلی ده.