ګوډ تيمور هغه سرتيرى چې نيمه نړۍ يې سوبه کړه
دا کتاب يوه فرانسوي عالم ليکلى ده.
ده يوازي د لوى تيمور هغه ليکنې چې خپله تيمور ليکلي، سره راټولې کړې او د يو ناول ته ورته رکمه کتاب يې ورنه ترتيب کړى ده.
دې کتاب کې د يوه سرتېري ژوند راخېستل شوى چې له ماشومتوبه تر بوډاتوبه ټولې مهمې کړنې يې لېکل شوي دي.
لومړى د تيمور د ماشوم توب بهير ده چې يو هوښيار ماشوم و، په ښونځي کې يې له محلي علماو څخه زده کړه کوله، بيا يې قران ټول په کم وخت کې ياد کړ، دين يې زده کړ، پاته ورځ يې نظامي زده کړو تمرين ته ورکولي; تر څو چې ځوان او ښايسته زلمى شوو.
د جګړيزو، ديني او غير ديني علومو کې يې پوهه ښه تر لاسه کړه.
ورسته د سيمه د حاکم په چوپړ کې راغى، چې د تيمور وړتيا نومړى په ډېره لېږه موده کې تر لوړو نظامي منسبونو پورې ورسول، او کله چې حاکم وفات شو، ده يې ځاى ونېود او ورپسې يې د ماورالنهر (تاجکستان، اربکستان او ترکمنستان) وطنونه يې تر خپل واک لاندي راوستل.
(خو تيمور کې د ظلم پديده ډېره غني وه)
د کتاب له پاڼو داسى ښکاري چې يو سرسخت، جدي، ظالم، او د سخت انظباط خاوند کس وو.
تيمور کولاى شواى چې په ډواړو لاسونو توره وچلوي. د اسپ په زغاسته کې نامي و، نيزه، لېندۍ... لاس چپه کولو لوبه کې له موره يو و!
نومړى لومړى کوډ نه و. بلکه په يوه جګړه کې په پښه کې يې د تبر زور ورـ وار، ګوډ کړ. تر بوډا توبه يې تر سلو ډېر ټپونه خوړلې وو.
ټول عمر يې په صحرا کې له خپلو سرتېرو سره راتير کړ/تيرول. په سيمه کې لومړنى کس و چې باروت يې وکارول. همدا باروت و چې دهلي، دمشق، خراسان، فارس د کلاو چابياني يې ورکړي. په خپل خبره ولاړ سړى و او عمل يې پر کول.
(وعده خلافه نه و)
تيمور مسلمان و، خو تر چنګيز خان يې لېږ انسانان ندي وژ،لي چې اکثره يې هم مسلمانان و. نومړى په جګړو کې د هر سرتير د پاره دوه اسونه تيارول او کارول. شپه و ورځ يې مزل کول، چې يو اسپ به ستړى شوو، بل يو باتدي به يې سرتيرى سپور شوو.
يعني که لښکر به ٧٠٠٠٠ وو; نو اسپې به ١٤٠٠٠٠ وې. ځکه به ګړندى د آسيا هرې سيمې ته رسېده... او سوبمن به و.
د روسيې، هندى، افغانستان، ايران، ترکيه، عراق، سوريه، اذربايجان، ماورالنهر هېوادونه، قبچاق... سيمې يې تر حکم لاندي وې، ٤٢ پاچاهان د ده تر حکم لاندي ول.
اکثره ښارونه چې ورته اېل ايدل، له خاورسره به يې برابره ول، او انساني قوه يې ور قت.ل عام وله.
تيمور پدې باور و چې امېران ډيره عياشي، خوراک و څښاک او خوشګذراني له پښو غورزه وي، او پاچايى يې ورنه اخلي.
ځکه يې حد تر ورسه له پورته کړنو څخه ځان ساتل.
جګړه کې به يې اکثره په لومړي کتار کې برخه اخېسته، او کله يې د دښمن له مشره سره تن به تن مبارز هم کړي. او جسمي ځواک يې د عمر تر پايه ورسره مل و; ځکه تمرين به يې نه پرېښود. همدا وجه وه چې کله روم (ترکې) ته چې يې سفر وکړ; بايزيد يلدروم (عثماني ترکانو پاچا)ته چې ځوان او زوره ور و، تن به تن مبارزي وړاندېز وکړ که څه هم هغه وخت تيمور بيک تر ٦٥ کلونو اوښتى و خو بيا هم ډاډه و چې راچپه کولاى يې شي...
په خوب و خوراک کې يې افراط نه کول. خوراک يې ورژي، د اسپې شدې، مستې وي. د خوښې خوراک يې د اسپې کباب شوى بچى و...
ځان يې له خپلو سرتېرو سره په جګړه کې له حقوقي اړخه برابر کړى و; که به هغوى وچه ډوډۍ خوړه ده به هم خوړه، که به هغوى وږې پاته شول دى به هم وږى پاته شوو... ځکه پر سرتېو ګران و او که ده ورته ويلې واى چې په اور ور ودانګٸ نو بې شکه چې وردانګل به يې....
کله چې تر ٧٠ کلونو واوښت يوازي د چين هېواد سيمه ترې پاته و چې سوبه يې کړي. ځکه يې د هغه وطن تکل وکړ، خو.... د لاري په اوږدو کې نږدي د چين پولي ته يې اجل پوره شوو...
د کتاب په اړه: کتاب يو تکړه ژباړن له فارسي څخه را پښتو کړى، او ډېره ښکلي ژباړه يې کړي ده، ډېره ښه ژباړه ده! کتاب په ډېر ښکلي او پاسته کاغذ او پوښ کې ځاى پر ځاى شوى، او دومره ښکلى او خوښ ده چې لوستونکى يې نشي پرېښودلاى.
٧٠٠ مخه به وي!