نارویژي – پښتو قاموس Stor Norsk-Pashto Ordbok
لیکوال: محمد طارق بزګر
دا لوی نارویژي پښتو قاموس د محمد طارق بزګر د ۱۷ کلونو د زیار او هڅو نتیجه ده چې ټول ۵۰۰۰۰ لغاتونه لري په لوړ معیار په ۱۰۰۰ مخونو کې چاپ شوی دی له ښه بخته له ناروې بر سیره په سویډن او ډنمارک کې هم هېوادوال ترینه ګټه اخیستلای شي. په دې کتاب سره د هر مسلک د خاوندانو ستونزي تر ډېره حلیږي یا په بل عبارت د لومړي ټولګي تر پوهنتونه، په هر ډول کاري چاپیریال کې د ژبنۍ ستونزو په حل کې پوره مرسته کوي، د دې کتاب د درلودلو او کارولو په صورت کې به دا نه ویل کیږي چې زه د نارویژي ژبې په دې او هغه لُغت یا لغاتونو نه پوهېږم. د نارویژي ژبې د هر ډول لغاتو مانا په اسانه په کتاب کې پیدا کولی شئ دا باید هم یادونه وشي چې د یو زیات شمېر لغاتونو، نومونو او نورو څیزونو عکسونه د اسانه پوهاوي په پار د کتاب په پای کې ځای پر ځای شوي دي چې د پوهاوي په برخه کې د قاموس کارونکو سره مرسته زیاته مرسته کوي. د دې کتاب شتون په هر افغاني او پښتنی کور او ستاسو په کتابتون کې ضروري او د نارویژي ژبې په حل کې ستاسو تر ټولو ښه مرستندوی دی.
د کتاب نوم: نارویژي پښتو قاموس Stor Norsk-Pashto Ordbok
د لیکوال نوم: محمد طارق بزګر Mohammed Tariq Bazger
د دې لوی پښتو نارویژي قاموس د ایس بی این شمېره: ISBN: 978-82-691395-0-1