د سعادت حسن منټو فکر و هنر
د سعادت حسن منټو فکر و هنر د ښاغلي Montashir Shahee په ژباړه کې ولولئ. ښاغلي شاهي د منټو بهترينې لنډې کيسې راټولې کړې او ژباړلې دي. زما دلچسپي پکې دا ده، چې ايډيټ يې هم ما کړی او په ډېره خوارۍ مې کړی، داسې؛ لکه خپله ژباړه مې چې وي... دا کتاب خامخا واخلئ او ويې لولئ.
د کتاب د سريزې په ډول زما يو څو ګډې، وډې:
د اردو ژبې لوی او د ځانګړي سبک خاوند کيسه ليکوال، فلمي سناريو ليکونکی، ژورنالېست او ژباړن سعادت حسن منټو د ۱۹۱۲م کال د مئ پر ۱۱مه د متحده هندوستان د پنجاب د لوديانې په سمبراله سيمه کې وزېږېد او دد هند د نيمې وچې له وېش وروسته پاکستان ته راکډه شو. د ۱۹۵۵م کال د جنورۍ پر ۱۸مه په لاهور کې ومړ. دی له آره کشميری و. منټو له وړوکوالي په کور کې يو ترهېدلی ماشوم و، چې د ميرنيو وروڼو، خوېندو او پلار د ستغ چلن له امله يې ځان نشوای ښکاره کولی. له ماشومتوبه يې لا په زدکړو کې زړه نه لګېده. د لسم ټولګي په ازموينه کې له درې ځله ناکامېدو وروسته په ۱۹۳۱م کال کې په دې ازموينه کې بريالی شو. په لوړو زدکړو کې يې هم دوه کالجونه بدل، رابدل کړل او وروسته يې انساني ارواپوهنه خپله موضوع وټاکله.
سعادت حسن منټو د پاکستان تر جوړېدو پخوا هم په هند کې د اردو ژبې د يوه پياوړي کيسه ليکوال او فلمي سناريو ليکونکي په توګه پېژندل شوی و. د پاکستان تر جوړېدو وروسته يې هم ډېرې عالي او په زړه پورې کيسې وليکلې، چې مهمې يې (ټوبه ټېک سنګهـ، خلاصه کړه، سړه غوښه، لوګی، بوی او نورې) دي. د لنډو کيسو، ادبي انځورونو، ډرامو او نورو ليکنو څو ټولګې يې چاپ ته رسېدلې دي.
د سعادت حسن منټو هنر
سعادت حسن منټو د اردو يواځنی لوی کيسه ليکوال دی، چې ليکنې يې نن هم په ډېره مينه او لېوالتيا لوستل کيږي. دی د يوه ځانګړي سبک څښتن ليکوال و، چې کيسې، کالمونه، ليکنې او ادبي انځورونه يې په اردو ادب کې بې ساري دي. منټو په خپلو کيسو سره اردو لنډه کيسه پر يوه نوې لاره روانه کړه. ده پخپله ويلي وو:"زه کيسه نه ليکم، کيسه ما ليکي". پخپله د منټو ژوند هم د نېستۍ، انساني مبارزو، ناروغيو او بې قدرۍ يوه تراژيديکه کيسه وه، چې په اردو لنډه کيسه کې بيان شوه. منټو په ليدلې او پېژندلې نړۍ کې دننه يوه بله داسې نړۍ رابرسېره کړه، چې خلکو د پام وړ نه بلله... دا د لارورکو نړۍ وه، چې له دوديز اخلاقي نظام نه بېل شوي او د خپلې جوړې کړې نړۍ پر لارو روان وو. په دوی کې ښه خلک هم وو او بد هم. دغه خلک د منټو د کيسو موضوعات وو. په اردو لنډه کيسه کې د موضوع له پلوه دا يو ډېر لوی بدلون و، چې د دغه انقلابي ليکوال لومړۍ خښته وه. د ده کيسې يواځې پېښې نه دي، بلکې د هغوی په منځ کې د درېيمې نړۍ د وروسته پاتې ټولنې د تضادونو داستانونه پراته دي. منټو په خپل ژوند کې د ډېر حساس شخصيت څښتن و. که له چا څخه به يې په کومه خبره بد راغلل، نو د هېچا پروا به يې نه کوله. که به له چا ودردېده، نو د هغه به ورځ بده وه.
منټو د متحده هندوستان د نيمې وچې په داسې يوه ټولنه کې پيدا او رالوی شو، چې بې شمېره ژبې، کولتورونه، مذهبونه، رنګونه، توکمونه او ډلې، ټپلې پکې وې او په عين حال کې د انګرېز تر واک لاندې وو. په دې ټولنه کې مذهبي کړکېچونه، شخړې، ټولنيزې ناخوالې، اخلاقي کمزورۍ، د دين په نامه سوداګرۍ، جنسي کاروبارونه، د ښځو او کارګرې طبقې زبېښاک او نورې ګڼې ستونزې وې، چې دې ټولو د منټو پر شخصيت او هنر ژورې اغېزې وکړې او په پای کې د ده قلم له نورو ټولو ګوښه او بېل راوخوت. دی په خپلو ليکنو کې تر وروستۍ کچې بې پروا، زړور او اغېزناک او ټولنې ته يې د هغې څېره د خپلو ليکنو او کيسو په هندارو کې وربرېښوله. ده چې کله د ټولنيزې بې عدالتۍ، ظلم او انساني احساساتو پر موضوعاتو قلم راپورته کړ، نو شهکارونه يې وليکل. د منټو ګناه يواځې دا وه، چې انسان ته يې د هغه اصلي څېره ورښودل وغوښتل. د دغه جرم په بدل کې محاکمه هم شو او فحش ليکونکی هم وبلل شو. ده ټول عمر د نورو په غم کې تېر کړ، ځکه يې نو خپل ژوند تر پايه هوسا نشو.
د منټو قلم په ځانګړي ډول د اروايي شننې (کيسې يې) يا ذهني هيجانونو او د انساني فطرت د رنګارنګيو يوه داسې انځوروونکې بېلګه وه، چې دی يې د شهرت تر څنګ تر سپکاوي او رسوايۍ هم ورساوه. د بېلګې په ډول؛ د ده مشهوره کيسه "سړه غوښه" (چې په دې ټولګه کې هم شته) د ده د بدنامۍ لوی لامل و. د دغې کيسې پر سر دی يو فحش ليکونکی ليکوال او حتی (جنسي لېونی) وبلل شو او پاکستان ته په راکډه کېدو سمدلاسه دی د دغې کيسې له لاسه محاکمه شو. دا کيسه که هر څوک برسېرنه ولولي، تش جنسي او فحش کيسه او داسې څه به ورته ښکاره شي، چې د ځوانانو د خونداخيستنې لپاره ليکل شوې ده، خو اصلاً دا کيسه د يوه سکهـ ځوان ژوره اروايي شننه او هغه اروايي بدلون دی، چې دی له يوې مړې نجلۍ سره، په داسې حال کې چې دی د ژوندۍ ګومان پرې کوي، عين د جرم (جنسي تېري) د ارتکاب پر وخت روحاً خپل جنسي ځواک ټول بايلي او سره له دې، چې دی په ښکاره رک، روغ دی، ولې روحاً په اصطلاح (نرښځی) کيږي. منټو په دې کيسه کې په ډېر ژور ډول د کرکټر اروايي ماته، پښېماني او د جرم احساس د هغه د جنسي ځواک د له منځه تلو په ډول انځوروي. په (سپکاوي) کيسه کې ده د يوې بدلمنې ښځې د سپکاوي احساس بيان کړی، چې د يوه مشتري لخوا بدرنګه بلل کيږي او په ژور ډول د دې اروا ټپي کوي. د منټو نژدې هره کيسه همداسې اړخونه لري. ده چې ټولنې ته د هغې د خپل انځور د ورښودلو پر سر کوم ګوزارونه وخوړل، هغه ښکاره داستانونه دي، خو له دې خبرې هېڅوک هم منکرېدای نشي، چې د لنډو کيسو په نېښ باندې د ټولنې د مردار دانو د څيرلو او پاکولو دغه رغوونکی کيسه ليکوال د شلمې پېړۍ د اردو ادب تر ټولو زيات لانجمن اديب و، چې د بدلمنو ښځو، دلالانو او بشري طبيعت په اړه يې قلم راواخيست او هغه موضوعات يې وليکل، چې د هند د نيمې وچې په ټولنيز ژوندانه کې ګناه ګڼل کېدې.
د منټو ليکنې د شتمنيو د ناقانونه ټولنيز وېش او د هند له آزادۍ او وېش مخکې او وروسته د بشري حقونو پر پايمالۍ راڅرخېدې او همدارنګه يې پر لانجمنو موضوعاتو باندې په خلاص مټ قلم وچلاوه، چې دی يې څو ځله د محکمې تر کټاريو ورساوه، خو قانون هم هېڅکله د ده په بندي کولو بريالی نشو.
ښځه هم د سعادت حسن منټو د ليکنو مهمه موضوع وه. ده د ښځو په ځانګړي ډول د بدلمنو ښځو د ژوندانه د بېلابېلو اړخونو، ښېګڼو، بدګڼو، ستونزو د دوی د احساساتو او د دوی پر وړاندې د سړيو او ټولنې د چلن په اړه ډېرې جالبې کيسې ليکلې دي. د ده په ليکنو او کيسو کې د ښځې بېوسي او د سړي بې حسي او بې رحمي له ورايه ځليږي. منټو به تل دا ويل، چې زه د ټولنې پټې او د پردې تر شا ګناهونو رالوڅوم، چې دا کار د ټولنې د له ځانه جوړو خدايانو د غوسې لامل ګرځي. زه به هغې ټولنې ته څه پرتوګ وګنډم، چې هغه لا له وړاندې لوڅه ولاړه ده. ګنډل زما کار نه دی، دا د خياطانو دی. زه ليکوال يم. زما کار رالوڅول دي، نه پټول. که زما ليکنې مردارې او لوڅې وي، نو ستاسې ټولنه هم لوڅه ده، ځکه زما ليکنې د همدغې ټولنې کيسې کوي. د منټو کيسې زياتره د طنز او ريشخند په ترڅ کې د ټولنيز چوکاټ په پېچلتياوو پورې خاندي.
د منټو د کيسو بله ځانګړنه د ده بې ساري کرکټرونه او موضوعات دي. دی يو ځای ليکي:"هغه ښځه چې ټوله ورځ مېچن ګرځوي او د شپې ډاډه ويده کيږي، زما د کيسو اتله نشي کېدای. زما د کيسو اتله د چکلې هغه د دوو ټکو رنډۍ کېدای شي، چې شپه په ويښه تېروي او د ورځې کله، کله په خوب کې په دې وېروونکي خوب باندې راويښيږي، چې بوډۍ توب يې تر دروازې رارسېدلی دی. د دې درانه، درانه سترغلي، چې د کلونو، کلونو تښتېدلي خوبونه پرې کنګل شوي وي، زما د کيسو موضوع کېدای شي". خلک فکر کوي، چې سعادت حسن منټو په خپلو کيسو کې له ښځو جامې وباسي، خو رښتيا دا دي، چې ده د هماغو ښځو په باره کې ليکل کړي دي، چې نارينه وو، حالاتو او خپلې ټولنې ترې کالي اېستلي دي. دا ټولنه او خلک يوه ښځه د نڅاګرې او بدلمنې په حيث منلی شي، خو د داسې يوې مېرمنې په ډول يې، چې په حلاله مزدوري د خپلې خېلخانې خېټه ډکول وغواړي، هېڅکله نشي منلی او زغملی. د منټو مشهوره کيسه "لايسنس"، (چې په دې ټولګه کې هم شته) د همدغسې غميزې ښکارندويه ده.
په خپلو کيسو کې د موضوع په ډول د ښځو انتخاب منټو يو ځای داسې توجيه کوي، چې (که يو کوتر د کوترې په ليدو په غومبر راځي، نو انسان، چې تر ټولو مخلوقاتو ډېر حساس او د مينې و لطافت وږی دی، ولې د ښځې په ليدو غزل او يا کيسه و نه ليکي؟). د بدلمنو ښځو د موضوعاتو په اړه د خلکو د نيوکو په ځواب کې، چې دغه ډول تخليق شوی ادب يوه توطيه بولي، منټو ليکي، چې آيا دغسې ادب پخپله له ټولنې څخه نه رازيږي؟ آيا انساني ټولنه ټوله په همدغسې ستونزو کې راايساره نه ده؟
په ۱۹۳۰مو کلونو کې د هند د نيمې وچې د اردو ژبې په ادبي کړيو کې د روسي چپي افکارو او ادبياتو د اغېز په پايله کې مترقي خوځښت (ترقي پسند ادبي تحريک) راپيل شو. د دې تحريک ټولو غړو ليکوالو او شاعرانو غوښتل، چې ادب له دوديزو چوکاټونو راوباسي، د ژوندانه د ستونزو د بيانولو، د محرومو طبقو، کارګرو او مېرمنو د دفاع او د ټولنيزې برابرۍ او ټولنيز پرمختګ لپاره د يوې وسيلې په توګه کار ترې واخلي او بيخي نوي ادبيات وپنځوي. دغه کلونه د هند د آزادۍ د مبارزو کلونه هم وو، چې د دغه تحريک ټولو غړو د هند د آزادۍ پر موضوع هم ليکل کړي دي. دوی ټول د متحد هند د آزادۍ غوښتونکي، ولې د وېش سرسخت مخالف وو. منټو هم په دې ډله کې يو وتلی ليکوال و. منټو په خپلو ټولو ليکنو او کيسو کې د هند وېش غندلی او دغه وېش يې د استعمار او د هند د تش په نامه سياسي او مذهبي مشرانو لخوا يوه مصنوعي سياسي ډرامه بللې ده. د دوی په فکر، هند له استعمار مخکې هم يوه متنوعه ټولنه وه او له آزادۍ وروسته هم بايد د دين په نامه نه وای وېشل شوی او پاکستان نه وای جوړ شوی. منټو په خپلو ګڼو کيسو او ليکنو کې د مذهب په نامه د هند د وېش حالات، د ميليونونو خلکو کډوالۍ، وينې تويېدنې، بې عزتۍ او د دغه وېش نورې خطرناکې پايلې غندلې او ريشخند کړې دي. (ټوبه ټېک سنګهـ)، (خلاصه کړه) او نورې کيسې يې د هند د وېش د غميزې ښکارندويې دي. په (ټوبه ټېک سنګهـ) کې دی د هند وېش د لېونيانو له خولې په ډېر ژور او خندوونکي ډول بيانوي، چې دا وېش څومره بې معنا او لېونی کار و.
د منټو د کيسو تر ټولو مهم او اوڅار اړخ د ده د کيسو غښتلي او کلک غولي (پلاټونه) دي. دی پلاټ داسې چمتو کوي، لکه يو ښکلی او روڼ ښيښه يي دېوال چې وي او هېڅ زيات او يا نيمګړی شی و نه لري. تاسې به د ده د زياترو کيسو له لوستلو وروسته دې پايلې ته ورسېږئ، چې که له هرې کيسې نه يې يوه جمله ايسته کړئ، نو د کيسې اروا به ورسره والوځي او کيسه به بې ربطه شي. ده په خپلو کيسو کې هېڅکله يوه جمله او يا حتی يو توری هم نامناسب او نا اړين نه دی کارولی. منټو د کرکټر خبرې هېڅکله د کرکټر له طبيعته يوه ذره هم لوړې نه دي ليکلې، بلکې د کرکټر له خوی و بوی سره يې بيخي برابر ډيالوګونه کارولي دي. د ده ژبه بې باکه، تېره او د طنز په نېښونو سمبال ده.
ځوان او تکړه ليکوال سيد اشرف شرافت د منټو په اړه په يوه ليکنه کې ليکي:
" د تل پۀ څېر منټو پۀ هندوستان کې د شورشونو او د هند نیمې وچې د وېش پر ضد دلته هم لیکل کړي. دې کې د منټو مشهوره کیسه «ټوبه ټیک سینګ» هم راغلې. کیسه د هندوستان د نیمې وچې لۀ وېش څو کاله وروسته د هند او پاکستان پۀ لېونتونونو کې د لېونیانو د تبادلې پۀ اړه لیکل شوې چې هند کې مسلمان لېونیان یې پاکستان ته او پاکستان کې هندو او سیک لېوني یې هند ته سپارل. منټو پۀ دې کیسه کې دا بیانول غواړي چې د هند د شبه قارې پۀ وېشلو سره حتی د لېونیانو پۀ ګډون هره ډله او فرقه متاثره شوې او روحي ځورېدلې ده. کله چې لېونیان لۀ دې پرېکړې خبرېږي یو یې ونې ته خېژي وایي زۀ نۀ هندوستان ته ځم، نۀ پاکستان ته زۀ همدلته ونې کې پاتې کېږم. د محمدعلي پۀ نوم یو سرکوته ځان محمدعلي جناح بولي. خو کیسه اصل کې د بیشان سینګ پۀ نوم پۀ یوۀ لېوني راڅرخي چې ټوبه ټیک سینګ کې یې ځمکه او جایداد درلود خو پنځلس کاله مخکې لېونی شو او دارالمجانین ته راوستل شو. هغه بیا د ټوبه ټیک سینګ هوا اخیستی او لۀ دې پرته بل هېڅ ځای ته نۀ ځي. لۀ هر چا پوښتي چې ټوبه ټیک سینګ هند کې دی کۀ پاکستان کې؟ یوه ورځ لېونتون کې یو لېونی ځان خدای اعلانوي، بیشان سینګ ورځي ورته وایي چې ټوبه ټیک سینګ چېرته دی؟ لېونی پۀ زوره زوره خاندي ورته وایي چې ما تر اوسه د ټوبه ټیک سینګ د راپیدا کېدو امر نۀ دی ورکړی او د ځمکې پر مخ دا ځای نشته. بیشان سینګ زارۍ کوي او ورنه غواړي چې دا ځای شته کړي. اخر هغه لېونی چې ځان خدای بولي ورته وایي، زما پۀ مخکې نور ډېر کارونه پراتۀ دي چې لومړی یې بايد د شته کولو امر ورکړم. بالاخره بیشان سینګ خفه کېږي او ورته وایي چې تۀ د مسلمانانو خدای یې ځکه زما زارۍ نۀ اورې کۀ چېرته تۀ د سیکانو یا هندوانو خدای وای نو زما عذر او زارۍ به دې اورېدلې وای.
اخر هغه ورځ هم رارسېږي چې پۀ واګه بندر کې دوی تبادله کېږي. زیاتره بندیان د تبادلې مخالف وي او هغه چې لږ هوښ یې سر کې پاتې وي د پاکستان زنده باد او پاکستان مرده باد نارې وهي. بیشان سینګ ته چې نوبت رسېږي لۀ مامور نه پوښتي چې ټوبه ټیک سینګ چېرته دی؟ هغه ورته پۀ خندا وایي، پۀ پاکستان کې. د بیشان سینګ لېونتوب سر ته خېژي او هېڅوک یې هم د راټینګولو توان نۀ لري. هغه نۀ غواړي هند ته لاړ شي او هلته لۀ څو ورځو درېدلو وروسته د هند او پاکستان پۀ سرحد کې چې لۀ دواړو خواوو پۀ اغزن تارونو احاطه شوی وي رالوېږي او پۀ ټوبه ټیک سینګ کې یانې هغه ځای چې نۀ هندوستان او نۀ پاکستان پورې اړه لري، مري.
خدای–سړی پۀ نوم کیسه کې د یوۀ کلي د یوۀ ساده مسلمان سړي ماوجو کیسه راخلي، د دې کلي خلک زمونږوالو غوندې ډېر ساده زړي دي، کۀ څوک د خدای پۀ اړه ورته هر څۀ وایي پۀ پټو سترګو یې مني، لۀ خدایه ډېر وېرېږي. لۀ دینه ناخبره خو پۀ دين ټینګ ولاړ، کیسه کې راځي:
"نږدې هر کور د قران یوه کاپي لرله پۀ داسې حال کې چې پۀ لوستلو یې نۀ پوهېدل مګم یوازې هغه وخت به د تاقچې لۀ سپېڅلي لوړ ځای څخه چې پۀ بخملي پوښونو کې به نغښتی و، راخیستل کېدۀ چې یا به چا پرې لوړه کوله یا به یې کوم بل رسم ترسره کاوۀ."
ساده پټان ماوجو پۀ یوه کورنۍ شخړه کې لۀ دوه کالو راهیسې ښځه طلاقه کړې او کور کې یې ورسره ځوانه لور اوسېږي. یوه ورځ پۀ یو ملا لنډي باندې اوړي، دی پۀ یو مذهبي چل سره دوکه کوي؛ او ښځې او لور سره یې د ملا لنډي کانې کوي.
د منټو د کیسو ځانګړنه دا ده چې اوږدې دي او پۀ پای کې ناڅاپه ختمېږي. کله کله خو ټوله کیسه د پای یوه جمله کې راټوله کړي.
منټو باندې تور پورې کېږي چې د دۀ کیسې لۀ قباحت او فحش نه ډکې دي خو دی یې نۀ مني وایي چې زۀ یوازې یو افسانه نګار یم. "کۀ مونږ د معبدونو او جوماتونو پۀ اړه لیکل کوو نو د هغو فاحشهخانو پۀ اړه یې ولې ونۀ کړو چې زیارت کوونکي یې لۀ معبدونو او جوماتونو لۀ راوتلو وروسته هلته ځي."
پۀ ۱۸۶۴ کال د بمبۍ پۀ کاري چاپېریال کې د هرو زرو سړيو پۀ مقابل کې شپږ سوه ښځې وې. پۀ ۱۹۳۰ کې د ښځو شمېر نور هم کم شو. ښځو ځکه کار کاوۀ چې کورنۍ یې غریبې وې کۀ څۀ هم د ښځو عاید کم و خو دوی ورته اړتيا لرله. پۀ ۱۹۳۱ کې دیارلس فیصده ښځې پۀ کار بوختې وې پۀ داسې حال کې چې ⅔ برخې یې د کار کولو عمر working age درلود. نو پۀ دغسې شرایطو کې د هندوستان پۀ ټولو ځایونو کې د بدن خرڅول پیل شول او ښځو پۀ هره ممکنه لار د پیسو ګټل شروع کړل. پۀ ۱۹۲۱ کې د یو اټکل لۀ مخې پۀ بمبۍ کې لۀ 30,000 څخه تر 40,000 پورې بدلمنې اوسېدلې اوسنۍ شمېرې ښیي چې اوس پۀ ښار کې تر 450,000 بدلمنې اوسي.
منټو وليدل چې دغو ټولنيزو شرایطو څنګه بدلمنې راپیدا کړې او دۀ همدا شی پۀ خپلو لیکنو کې پۀ نښه کړ.
منټو پۀ کیسو کې دننه هم ځان راښکاروي او زیاتره وخت پکې دی خپله د کیسې یو کرکټر وي.
د منټو پۀ کیسو کې د هر مذهب او قوم خلک لکه مسلمان، هندو، سیک، عیسوي، یهودي، چینایي، فرانسوي، جاپاني، پنجابي، ګجراتي، پښتانۀ، بنګالي لیدلی شو او لۀ دې نه معلومېږي چې منټو مذهبي او قومي رنګارنګۍ ته څومره ژمن و".
پښتو ژبې ته د سعادت حسن منټو کيسې په دې وروستيو کې خال، خال راژباړل شوې دي. پخپله زه له شاوخوا ديارلسو، څوارلسو کلونو راهيسې منټو لولم، خو پښتو ژبې ته د ده د فکر، داستاني موضوعاتو او کيسه ييزې ژبې د راژباړلو په اړه زړه نا زړه وم. په پښتو ادبي چوکاټ کې د ده د کيسو، د بيان د انداز، موضوعاتو او د کرکټرونو د ژبې راوړلو لوی دقت او حوصله غوښتل، چې له يوې خوا ژباړه ښه وشي او له بلې خوا د ده د کيسو خوند، هماغسې چې په اردو کې دی، پښتو ته هم راولېږدول شي.
ګران ملګری منتشر شاهي، چې ځواکمن ادبي ذوق او مطالعه لري، له يو څه وخته راهيسې يې د منټو د کيسو د ژباړې راته ويل، چې پيل پرې کوي. ما به تل هڅاوه، خو په زړه کې ورته غل وم، چې دی به په دې کار کې څومره بريالی راووځي؟ څه وخت وروسته يې د منټو دغه ژباړلې کيسې د ايډيټ لپاره راکړې. ما ته دا هم لوی کار ښکاره شو، ځکه که عادي ژباړه يا ليکنه وای، ايډيټ يې هم سړي اسانه او په بې غمه زړه کولی شوای. خو دلته خبره زما د خپل ذوق وه. منټو زما د خوښې ليکوال و او ډېر زيات مې لوستی و. هسې له سره اړول مې يې زړه نه غوښتل او مناسب ايډيټ يې ډېره خواري او وخت غوښت. بالاخره مې نيت ورته وکړ. له پيله تر پايه مې ټولې ژباړلې کيسې ټکي په ټکي او کرښه په کرښه ولوستې او ايډيټ کړې. لکه پورته مې چې وويل، د منټو يوه ډېره مهمه ځانګړنه د ده د کرکټرونو ژبه ده، چې ډېره بې سارې او له کرکټر سره مناسبه ده او دغسې ژبې ته په پښتو کې د مناسبو کلمو پيدا کول ډېر ستونزمن وو. هره مکالمه مې يې په ډېره خوارۍ لارې ته برابره کړه. زياتره کيسې خو مې په انټرنېټ او کتابونو کې راپيدا او ژباړلی متن مې ورسره چيک کړ. ډېر داسې هم پېښ شول، چې د ښاغلي شاهي متن مې بيخي پريښی او څو پراګرافه مې پخپله بېرته وژباړل. د (سپکاوي) په نامه کيسه په دې برخه کې راته ډېره جنجالي وه. تر خپله وسه مې پوره هڅه وکړه، چې د منټو د کيسو او د ښاغلي ژباړن د خوارۍ حق ادا شي. منتشر شاهي ورور په دې برخه کې د ډېرې ستاينې وړ دی، چې منټو يې لوستی او پښتو ته رااړولی دی. پر ګوتو يې برکتونه او عمر يې ډېر شه.
په ادبي مينه او درنښت
عارف الله حق پرست