عقرب 10, 1402 10:05 Asia/Kabul
  • د هدیرې ناوې ناول

لنډیز او شننه: رحیدالله ریحان کلیوال

د هدیرې ناوې ناول چي په فارسي ژبه د «عروس ګورستان» په نامه د ناول پښتو ژباړه ده.

دغه ناول ایرانۍ لیکوالې سیما شبانګاره په دري او فرشته سیدي له دري څخه پښتو ته ژباړلی او صمیم ادبي ټولني د زر ټوکو په شمیر خپور کړی دی.

په رښتیا هم ژوند یوه عجیبه لوبه ده، د چا په برخه به یې تل خوښي، خوشحالي او هوساینه لیکلي وي; خو چاته بیا تل درد، غم، اوښکې او ناکامي ورکوي او ان دا چي تریخ مرګ ورته ډیر خوږ شي او خپله یوازینۍ د خلاصون لار په مرګ کي ویني. نو ځکه یې شپه او ورځ لاسونه الهی دربار ته لپه کړي وي، او د خپل مرګ غوښتنه کوي.

اولادونه په مور او پلار ګران وي خو کله هم  د فرهنګي او اجتماعي اصولو خلاف په خپلو اولادونو کي توپیري چلند کوي. خواخوږي لور د خپل زوی د ارمانونو د پوره کولو لپاره قربانې کوي، د زینب او محسین په څیر یې د مرګ په تورو خاورو مړوي. مور، پلار او د کورنۍ ټول غړي یې ورسره خواشیني اوخفه کوي..

د هدیري ناوې ناول کیسه هم د اولادونو ترمنځ په توپیري چلند او خپله لور د زوی د ارمانونو لپاره قرباني کیږې. دغه ناول په ټولنیز چوکاټ کي د ټولني رواجونه او د اولادونو په خوښه د واده تړون نه کولو ته اشاره کوي، او بیلابیل اړخونه یې څیړي.

د هدیرې ناوې ناول مرکزې کریکتران زینب او محسن دي. زهره  عباسقلی او لیلا، متخاصم کریکتران دي، په عموم کي ټول کریکتران یې ساده دي.

تلوسه:

زیاتره وخت په ناول کې تلوسه په پیل، منځ او پای کې راځــې. د دغه ناول یوه ښیګڼه داهم ده، چي تلوسه تر پایه لري او لوستونکی اړباسي چي کیسه تر پایه ولولي. مثال:

هغه ورځ د کلي مسته او چته نجلۍ پښه نیولې، مړاوي او تبي نیولې وه، یوې ګونګی او بیړنۍ ویرې یې په زړه خوله لګوله، نوري مستې نجونې په کټ کټ خندېدلې، چي خنداګانو یې څو میله واټنونه په سر اخیستي وو. او د ګلانو په څېر یې خوشبویي خپروله. د دوی له ښایست څخه نور ښایستونه وشرمېدل او ځان یې څنګ ته کړ.

دا یې پیل دی، چې یو لوستونکی له ځان سره همفکره کوي او د لوستونکي له هیلو سره سم يوځای په مخ ځې.

 

د کیسې لنډیز

محسن په ماشومتوب کي له یوې نجلۍ، چي نوم یي زینب ده، د مینې په لومه کي راګیریږي.

یوه ورځ سوداګر د دوئ کلي ته ورځي سوداګر د نورو شیانو ترڅنګ له ځان  سره پلاستیکي ناوي هم راوړې. کله چي وړوکي  زینب د سوداګر ناوي وېني، خپل مور او پلار ته ورځي، له هغوی څخه د ناوي داخیستلو پیسي غواړي، خو مور او پلار یې نه ورکوي.

زینب ناهیلي د کلي په کوڅو کي په چیغو ژاړي، کله چي محسین دهغه صحنه ویني سخت خفه کیږي، اوله ځان سره دا پریکړه کوي، چي د زینب ارمان باید ورپوره کړم. له دغه حالت وروسته خپل کورته ځـي له کور څخه زاړه شیان او وسپنې راټولوې آو په سوداګر پسي له کلي بهر وځي، یو ځای یې دروي او د زینب لپاره ناوکۍ اخلي. دغه د ماشومتوب مینه د دوی دواړو ترمنځ دځوانۍ تروخته دوام کوي. دځوانۍ په وخت کی محسن دزینب د مهر ګټلو لپاره ایران ته ولاړشي ، زین هم د دغه کار ستاینه کوي، تر څو د دوئ دواړو ترمنځ دماشومتوب مینه د واده په تړون پای ته ورسیږی. له دوه کالو مسافري وروسته د محسن کورنی د زینب دغوښتلو لپاره د هغي مور او پلار ته ورځي خو هغه یي غوښتنه نه منې، بلااخیره دخپل ورور په بدل کي عباسقلي نومې ځوان ته ورکوي، چي دغه کار د زینب له خوښې پرته ترسره کیږی، له یو ځه وخت وروسته د دواړو ترمنځ واده کیږی، خو زینب یی ځان ته نه پریږدی کوم څه چی په واده کي جایز دي، هغه یو هم نه ورسره منې اود یوڅه وخت وروسته له ډیري خواشینی اوخفګان له کبله دسیني  په سرطان اخته کیږی. له ډیرو دواوو وروسته د عباسقلي کورنی دېته مجبوره کیږې چي، زینب ته طلاق ورکړي د دوئ دواړو هغه تړون پای ته ورسیږې. د پلار کره یي شړي، کله چي مور د هغه صحنه ویني خپل ژوند له لاسه ورکوي، پلار یي هم په سخت خفګان اخته کیږي.

دیو څه وخت وروسته هغه هم مړکیږي. دزینب ناروغي ورځ تربلي ډېریږي، خپله وریندار سخت چلند ورسره کوي، زینب له خپل ورور څخه غوښتنه کوي چي په هدیره کي کوټه راته جوړه کړه وروریي په هدیره کي کوټه ورته جوړوي، او زینب ورځي په دغه کوټه کي دژوند شپي او ورځي تېروي.

 دیو څو ورځو له تېرېدو وروسته ناګهانه په شپه کي محسین دهغي کوټې ته ورځي د محسین له لېدو وروسته دواړه ښه په زوره چیغه کوي او دزینب په خوله سپین څګ دریږي او مړه کیږې.

منظرکشې:

په دغه ناول کي منظرکشې ټولنیزه او طبیعې ده، ځکه چی ټولنیز ژوند بیلابیل اړخونه لکه ودونه، رواجونه، طبقاتې توپیر او داسې نور…یې څیړلي دي.

طبیعې ځکه ده چي، سیندونه، باغونه، ګودرونه، اودطبیعت ستاینه پکي شوي.

کرکټر:

له کرکټر څخه هدف هغه خلق شوی انسان، حیوان یا هماغه شي په شان

له خصوصیاتو برخمن وي اوله دي خصوصیاتو سره په ادبیاتو کي راڅرګند شې.

په هدیرې ناوي ناول کي هم ځیني کرکټران راغلې چي د هغوي له جملي څخه یو هم محسن او زینب دي، او ځینی نور کرکټران هم پکي شته چي هغه متخاصیم کرکټران دي لکه

عباسقلي او مریم.