میزان 23, 1402 12:30 Asia/Kabul
  • زهرجن پلرونه او میندې

تخلیص: بلال هلال

درې څلور کاله مخکې ما یو ایراني کتاب لیدلی وو، نوم یې "والدین سمي" وو یعنې زهري والدین.

کۀ څۀ هم دا تعریفول سخت او متفاوت دي خو د زهري والدینو اصطلاح هغه چاته کارول کیږي چې ځان خوښي، پۀ رواني اختلال اخته، بده استفاده کونکي، د احساساتو له نظره نا بالغ او په نشه یي توکو اخته وي.

پۀ دې کتاب کې لیکوال چې فکر کوم ښځه وه، له اولادونو سره د مور و پلار په رویه، د هغوئ پۀ رواني حالت د والدینو د غوسې تاثیر او ورته پیښې ښودل شوې وې.

دا خبره مې ځکه را یاده شوه چې پۀ افغاني ټولنه کې د مور و پلار اړیکه له اولادونو سره بیخي صفر ته تقارب کوي.

ماشومان د حاکم کلتور او بې ځایه رواجونو له امله د والدینو له شفقت او مهرباني څخه محروم وي بیا نتیجه دا شي چې ماشومانو پۀ لوییدو سره خشن، غوسه ناک او له مینې لرې رویه خپلوي.

پۀ پښتني ټولنه کې که والدین پۀ ځانګړې ډول پلار کۀ اولاد نازوي یا یې پۀ غیږ کې اخلي، یؤ ډول شرم بلل کیږي او همدا کار ماشومان له والدینو لرې کوي او بیا د دوئ تر منځ د سالم تړون د نه شتون له امله مجبوریږي اولادونه د بل چا غیږ ته پناه یوسي.

دا پناه وړل که هلک وي په ټولنه کې ترې جنسي او نورې بې پولې استفادې کیږي او کۀ جلکۍ وي پۀ را تلونکي کې د کورنۍ، پۀ ځانګړې ډول د جلکۍ ژوند تریخوي.

تاسې به په خپله ټولنه کې ډېر کم خلک پیدا کړئ چې مور و پلار ته دې هره ورځ غیږ ته ور شي، د جان، جانانه، مامان، ابا، د سترګو توره او ورته ښکلي نومونه دې ورته واخلي، درس ته په تلو دې ښکل کړي او پۀ را تګ یې ستړې مه شې او ښۀ را غلاست ورته ووایي... دې ته ورته په سلګونو کیسې دي چې موږ یې نه کوو!

زۀ پۀ شرط وایم چې دا اوس به ډېر داسې اولادونو وي چې مور و پلار ته به فقط په اخترونو او ورته مراسمو کې غیږ ور کوي او نور به پۀ کلونو یو بل ته جار و قربان نه کړي.

کۀ تاسې خارجي کورنۍ لیدلې وي هغوئ د اولادونو مخ ته جنجال نه کوي بلکې د جنجال پر وخت اولاد بل اتاق ته لیږي ولې زموږ پۀ حاکم فرهنګ کې ښۀ پلار هغه دی چې میرمنې سره د نورو تر مخې ښه خبره او حال ونه وایي، اولادونه پۀ نه خبره ووهي او تر ټولو لوی شفقت یې همدا وي چې ولې زۀ مینه لرم خو پټه!

زۀ له ټولو هیله لرم چې له اولادونو سره د تفاهم ژبه را منځ ته کړئ. وې نازوئ او د ناز ترڅنګ یې د ټولنې په نبض پوه کړئ.

اولادونه فقط دنیا ته راوړل نه دي بلکې د هغوئ سره د هغوئ پۀ ژوند جوړولو کې مرسته وکړئ، نۀ دا چې ټول عمر یې پۀ ډیپریشن، رواني عذاب او پښیمانۍ اخته کړئ. پۀ دې کار کې هیڅ شرم مکوئ بلکې د ټولنې دا د بدو رواجونو ځنځیر مات کړئ.

کۀ داسې نه وي بیا د شوپنهاور هغه خبره سمه صدق کوي چې نړۍ ته اولاد راوړل، هغوئ پخپله کړاو او عذاب ته را کشول دي.

نوټ: کۀ څوک د سمي والدینو خاصیتونه په ځان کې ویني خو حل دې کړي او کۀ څوک په خپل ځان نه پوهیږي، یوتیوب او ګوګل له همدغو موضوعګانو ډک دی، سرچ دې کړي، پۀ اصلاح کولو سره دې د ځان او اولادونو لپاره سالمه کورنۍ را منځ ته کړي.