میزان 23, 1402 12:27 Asia/Kabul
  • د هنر تلپاته پسرلی

هنر د ښکلا جاویدان تخلیق دی، د هستی زړه ناستی رنګ دی.

د ژوند د ماهیت خوږ خوند دی، د انساني حواس خوځونکو غبرګونونو شور او شرنګ دی، د شته او رواني میني غورځنګ دی، کله هم چې د انسان په ناخود اګاه توګه د زړه رګونه وتخنېږي، نو د ښکلا له جلوو څخه د مین زړه د تږي تلوسې تاوده کیفونه و خروښوي دلته نو د هنر د پرتم خپرې وړانګي ځلونه ووهي، هنر په خپل لایتنايي مناظرو کې ځان و بلخوي او د میني په تار تړلی زړه یوار بیا په ځان پوري را کښېکاږي، ښکلا په لوی سر کې د الهي هنر په لویو قالبونو کې ځان څرګندوي، چې په دې برخه کې يې د طبیعت سینګار سوی ښایست بې سیاله مثال دی، اما هنرمند انسان هم د خپل هنري قوت او تخیلي ظرافت په مټ د هنرونوپه مهین لباس کې د ښکلا صیقل ترسره کوي، د هنر پنځوالو د هنري تولید سرمنشاء د ښکلا له ناپایه سیند څخه خړوبېږي او بیرته همدا د ښکلا کښت، بیا، بیا نوې ښکلا تولیدوي.

ښکلا سته، او د کایناتو په هره ذره کې يې د حتمي شتون راز، نغښتی دی، هنري سترګي او هنرمند فکرونه ددې جلبونکي تناظر هره ځلا اوهره ادا حِسوي او جذبوي، دا لوی جهان د ښکلا کندو دی اوله هري ډډي يې ښکلی منظر سترګکونه وهي، هنرمند د خپل هنري درایت پربنسټ له دې هنري جهانه خپل د هنري وړتیا په تناسب برخه وړي، دا زرینه برخه یوازي نه مصرفوي بلکه د انساني کهول له هنرخوښونکو اوهنر پېژندونکووګړوسره يې هم په هنري انداز وېشي اوشریکوي.

مونږ په دې شننه کې د پښتو د هنري_ادبي دنیا د یو سخي هنرمند پر هنري لورینواوادبي پېرزوینو تم کېږو، ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی تحلیلوو، هغه سخي هنري پسرلی چې د اصیل هنر ښکلي ګوهرونه د ادب په ظروفوکې خپلو خلکوته وړاندي کوي.

په غزلو کې مي پوه کړه د هنر ساه

ترانو کې مي جاري کړه د ژوند ویني

څلوريځي مي د حٌسن شګوفې کړه

او نظمونه مي وړ وړ مېوې د میني

استاد په دې التجايې غوښتني کې د خپل خالق خدای ج څخه څومره ښې هنري هيلي وړاندیزکړي دي، اولکه چې د نوموړي دا پاکه اوخالصه استدعا د عظیم عرش په رحماني دربارکې قبوله سوې ده، ځکه د استاد په غزلو کې د هنر جادويې اتموسفېر خپور او ور دی، تراني(شعري فن پارې)يې د ژوند لوړ پېغامونه لېږدوي، څلوريځي يې د ښایست د غوټيو د غوړېدو زېري ورکوي او خواږه نظمونه يې د انساني ژواک د غوره نظام طرحي بیانوي.

استاد پسرلی د خپل ادبي تخلیق په ترڅ کې هنر هستوي او دا هستونه يې د هنري ذوق د خړوب غوره سرچينه ده.

د خیال جهانه، د خیال جهانه

په هيڅ ویرانه، په هیڅ ودانه

که ورانېدای نه، اوس به ولاړ وه

تنها له تانه، سل کهکشانه

استاد د لوړ تخییل په زرینو مټو یو بله خیالوره دنیا ودانوي او ددې ودانی لپاره ډېر خیالي ورانول او تراشل کوي، ترڅو د خپل تخیلي ریاضت په مټ د لوړ هنر دنګي ماڼی ورغوي.

دلته نغمي دي، دلته ګلونه

دلته مستۍ دي، دلته شعرونه

ځمکه د عشق اود ښکلا ځای دی

دلته هنرسته، دلته نازونه

وګوری! هنرمندشاعر ددې جهان ننداره په کومو سترګو کوي؟ دی ددې مادي جهان په ذرو ذرو کې څه ویني؟ دده لیدلوری د هستی د ښکلا عمق ته رسېږي، د ژوند دغه اړخ چې  فقط د(ښو)لیدل او مینه ورسره کول دي د ژوند د ماهیت اصلي خوږلت دی، استاد د ګلونو په اتڼ کې د ژوند د ښایست نغمي اوري، د شاعرانه ولولو په شورکې مستانه سازونه اړوي را اړوي، د هنرپاسته نازونه اومکېزونه تجربه کوي او په ټوله کې ژوندته د بلي زاوې څخه نګاه کوي.

انسان انسان دی، د خلقت ساه ده

هنردی عشق دی، جرم اوګناه ده

ملکي تل تل یو جلوه ویني

د بشر هردم، بله نګاه ده

استاد د انسان د پېژند په اړه څومره جامع هنري تعریف وړاندي کوي، دده له نظره انسان د خلقت په محوراومحراق کې قرارلري، د هستی مرکزي ټکی د انسان شتون دی، او وروسته يې د انسان د متضادو اړخونو او تناقضي ځانګړونوته هنرمندانه اشاره کړې ده او په آخرکې يې د فرشتو سره يو مقایسوي یادونه هم کړې ده.

فلسفه ومري، سلطنت ووړ شي

بتکدې وراني، اورتون هم سوړ شي

ښکلی هنر دی، چې مرګ يې نشته

هومره ځوانېږي، چې څومره زوړ شي

استاد پسرلی مونږته د هنر د تلپاته راز سپړنه او شننه په کره دلایلو ترسره کوي او د اصیل هنرسره د ژوند د نورو برخو ژوره پرتلنه کوي، نه فلسفي دوکتورین دایمي دي، نه د سیاست اوسلطنت، پرتم، قهر او رعب ابدي دی اونه نوري مادي چاري باقي دي، بلکه یوازي هنر دی چې د ابدیت راج يې ثابت دی، اوداځکه چې د ښکلا پر جاویدان جهان چلېږي، او ښکلاهم د ابدي انوارو له دایمي سرچينو را بهېږي، نو خود يې راز ابدي دی.

جهان چې روڼ کا، د میني خیال دی

د ښایسته ژوند، د لار مشال دی

هره سزايې په هرڅه ارزي

عشق که وبال وي ښکلی وبال دی

ارواښاد پسرلی د جهان رڼا د میني خیال ګڼي یعني مونږ که غواړو چې ژوند ښکلی حِس کړو نو ډېره تکیه به مو په خیال وي او د ژوند د بدو او بېرانو له واقعي رنځ څخه د خلاصون یوازنې لاره د خیال په خوږو کې نغښتې ده، د ښکلا سره عشق په هري مادي ستړیا ارزي او همدا عشق دی چې د بقا پایښت ته يې همېشنې اوږه ورکړې ده.

چې زړه نازک شي د ګل ترپاڼو

هنر شېرینه، تراشي له کاڼو

هرڅه کې ویني جلوه د حٌسن

له ځانه اوري سرود د زاڼو

استاد دلته موږته د فرهاد د مین زړه تخیلي لیلا انځوروي اودا تلمیحي کیسه په هنري اندازراته کوي چې د میني له اثره فرهاد د خپلي محبوبې د ښایست منظر په تورو کاڼوکې محسوسوي اودغه تنده ده چې هنريې پنځولی دی، فرهاد د ښکلا په تلوسه کې د تورو غرونو تورکاڼي و سکڼل ترڅو خپل مرادته ورلنډ سي او دا تخیلي هاند اوهڅي يې د هنر پېرایه خپله کړه.

پایله او لنډون:

ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلی د هنر پر زینو د کمال تر منزله رسېدلی دی، ده د خپل تخلیق په هستولو سره د ښکلا په لټون کې ابدي هنر پنځولی دی، هنري_ ادبي مقام يې لوړ اومرتبه يې عروجي ده، نوموړي د جاویدانه ژوند د راز رمز دانسته کړی دی او پردغه لار نېغ د هنري تبحر تر درشله رسېدلی دی، ادبي_ هنري سخاوت يې د انسان د خیرښېګڼي لپاره ځانګړی دی، اوپه خپل دې عالي هنر يې انسان ته د میني خواږه هم ورکړي اوهم يې میني ته رابللی دی، جهان يې ښکلی لیدلی اوګڼلی دی، د ښکلا مین او ګروهمن دی او د ښایست سره يې سوچه عشق پاللی دی، لنډه داچې مرحوم پسرلي د ادبي_ هنري دنیا په پسوللي میدان کې د تلپاته اوبې خزانه پسرلي هنري ګلستان ودان کړی دی.

ای زما ربه، ای زٌماربه<ج>

بدمرغۍ واخلې له دنیا ربه

زَړه نړۍ کړې له میني ناوې

د میني خدایه، د ښکلا ربه

د ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي ددې ښکلي استدعا په امین سره دده د مینه ګري روح د خوښی دعاکوم.

په پېرزوینه او درناوي.