ښځې او رواني ستونزې
لیکوال: غني حسن
د جان محمد مهربان دوهمه څېړنه ده، چي د کتاب په بڼه څو ورځي مخکي په کندهار کي د صداقت خپرندويي ټولني لخوا خپور سویدی. د کتاب پر توره پښتۍ د ښځي څېره ښکاري چي پر مخ او سر یې لاسونه نیولي دي، تصویر او ډېزاین ددې څرګندوپي کوي، چي نوموړی کتاب د ښځو پر رواني مسایلو بحث رانغاړي. تر عمومي ټایټل/عنوان (ښخي او رواني ستونزي) لاندي څو عبارتونه لیکل سوي دي: د میاشتني عادت رواني تاثیرات، رواني ستونزي، جنسي ځورونه، رواني فشار.
کتاب د نړیوالو څېړنو، میتودونو او روشونو مطابق قالب کي څای پر ځای سوی دی. مقدمه یا سریزه په (داسي کتابونه څوک نه رانیسي) د لیکوال لخوا لیکل سوې ده، د نوموړي په وینا چي پر دې څېړنه شاوخوا اووه ۷ کلونه کار سوی دی، کتاب پر دوو برخو او پنځو ۵ فصلونو او یوې غوښني ضمیمې سره راغونډ سوی دی:
په لومړي فصل کي پر پېژندني(Introduction)، د څېړني پر پسمنظر(Background of the study )، د ستونزو پر څرګندوني (Statement of problem)، د څېړني پر اهدافو(Objectives of the study)، د څېړني پر سوالونو (Research Questions)، د څېړني پر اهمت (Significance of the Study) بحثونه سوي دي.
په دوهم فصل کي بیا د څېړني پر (Literature Review) او محتوا باندي ښه په مفصل،واضیح او مهمو مسایلو لیکل سوي دي.
د کتاب درېیم فصل کي څېړاند د څېړني میتودلوژي (Research Methodology) تشریح کړې ده او همدا موضوع يي تحلیل کړې او پر نتایجو ږغېدلی دی. په کتاب کي ګڼ جدولونه، چارټونه، ډیاګرام، ارقام او نقشې دا ځېړنه نوره هم پخه او مهمه کړې ده او د څيړونکي خواري او زحمت له دې ټولو څخه څرګندېږي.
د کتاب پنځم فصل کي پایله (conclusion) او سپارښتني ( Recommendations) راغونډي سوي دي، د افغاني ښځو حالات او په افغانستان کي ئې وضعیت خورا جالب څېړلی دی، په همدې برخه کي خورا مهمي سپارښتني لري، چي پر څو برخو ئې ویشلي دي: ۱ـ طبي سپارښتني، ۲- ټولنیزي سپارښتني، ۳- مدیریتي او اداري سپارښتني (چي لیکوال دهمدې برخي ښه متخصص همد دی) او ۴- مړونو/خاوندانو ته سپارښتني لري، تر دې وروسته تر ۳۱ زیات ماخذونه او لینکونه پراته دي.
د کتاب دوهمه برخه:
دا برخه له ضمیمې شروع کېږي، په افغانستان کي د ښځو رواني او ټولنیزي ستونزي عنوان لري، رواني روغتیا راپيژني، د رواني روغتیا تعریف، د رواني روغتیا اړخونه، د رواني ناروغیو بېلګي، د رواني ناروغیو سره د مبارزې لاري، د رواني ناروغیو عوامل او اغېزې، په افغانستان کي د ښځو حقونو ته یوه لنډه کتنه سوې ده او د دوهمي برخي لومړۍ برخه په ماخذونو سره پای ته رسېږي.
د دوهمي برخي دوهمه برخه پر جنسي ځورونه(Sexual Harassment) د جنسي ځوروني اړوند حرکات او اشارې، د جنسي ځوروني تعریف، د جنسي ځوروني ډولونه، شفاهي جنسي ځورونه، فزیکي جنسي ځورونه د مشاهدې وړ جنسي ځورونه، رواني جنسي ځورونه، او پر رواني او فزیکي روغتیا اغېزې په خورا ښه توضیحاتوسره دا برخه مالاماله ده.
او د دوهمي برخي درېیمه برخه رواني فشار څېړل سوی دی، چي پکي د رواني فشار پېژندنه، ډولونه، مرحلې، عوامل پایلي او حل لارو باندي څېړنه سوې ده، لیکوال د کتاب په پای کي پر یوې بهتریني نتیجي ټول بحث په ۱۷۶ پاڼو کي پای ته رسولی دی.
لنډه تبصره:
څېړاند د افغاني ښځو رواني ستونزو باندي دا څېړنه د پښتو په برخه کي له لومړنیو او پر مهمو وختونو هڅه ده، او موجوده واکمنو، د ادارې مسؤلینو، کارمندانو او خاوندانو ته یا پخپله ښځینه وو ته ښه سپارښتني لري، که په پالیسي جوړولو او ځينو قوانیو کي استفاده ترې وسي هم به قوانین او هم به د ادارې پالیسۍ بشپړه وي، دا سمه ده، چي اوسنیان به ئې خیال ونه ساتي؛ خو د یوې متمدني ټولني لپاره داسي څه بیانولو، قانون او پالیسي کي ځای ورکول اصلآ ښځینه وو ته انساني حقونه ورکول عادلانه او شجاعانه کړني دي، چاچي نه دي کړي هم ئې په تاریخ کي نوم سته او که ئې اوس ورنه کړي هم به په تاریخ کي ددې هر څه نومونه او کړني ثبت سي.
افغانه ښځه د انساني تاریخ په اوږدو کي له هر څه څخه لیري او له هر انساني حقونو څخه محرومه پاته سوې ده. د ښځو رواني ستونزي د ټولنیزو، کلتوري، اقتصادي او شخصي شرایطو په ګډون د مختلفو عواملو لخوا اغیزمني سوي دي، مګر ځیني عامي رواني ننګوني او اندیښنې چي میرمني ورسره مخ کېږي عبارت دي له:
یو- خپګان او اضطراب:
ښځينه د نارینه وو په پرتله د خپګان او اضطراب د اختلالاتو په برخه کي ددې ډیر احتمال سته چي ورسره مخ سي.
دوه- د بدن یا هم د ښکلا د کموالي مسلې:
د ښکلا یا هم کلتوري او ټولنیز معیارونه اکثره په میرمنو باندي فشار راوړي، چي د بدن یا جسم څخه د ناخوښۍ وجه، چي دا پر ځان د باور کموالي راولي.
درې- کورنی تاوتریخوالی او ناوړه ګټه اخیستنه:
ښځي په غیر متناسب ډول د کورني تاوتریخوالی او ناوړه ګټه اخیستني له امله اغیزمني کیږي، چي د شدیدو احساساتي صدماتو وروسته د فشار اختلال او نورو رواني ناروغیو لامل کېدای سي.
څلور- جنسي تبعیض:
تبعیض او جنسیت د میرمنو پر ځان باور او ځان ارزښت باندي منفي اغیزه کوي، چي دا بیا د مایوسۍ او د نا امیدۍ لامل کیږي. اکثره کېسونه په افغاني ټولني کي لرو، چي پایله يې ښه نه ده تمامه سوې.
پنځه- د ډېرو ناانډولو یا سختو کارونو نقش:
ډیریو میرمنو ته ډېر کار او د کور مسؤلیتونه سپارل کېږي، چي دا بیا پر ښځینه وو ډېر فشار واردوي او د ستړیا د احساس لامل کېدای سي، چي په پایله کي ښځه نه ښه سکس کولای سي او نه هم ښه ماشوم زیږولای سي.
شپږ- پر زېږون او د روغتیا ننګوني:
افغاني میرمني د زیږون، امیندوارۍ، او ماشوم پر مهال او داسي اړوند مسلې پر میرمنو باندي احساساتي او رواني اغیزې غالبه کېدای سي، ځکه مناسب چاپيریال ورته برابر نه دی.
اووه- جنسي ځوروني:
پر ښځو د جنسي ځوروني او تیري تجربې ممکن د اوږدې مودې لپاره د رواني صدماتو او کړاوونو لامل سي. زما په فکر هر محرومیت باید له مینځه یوړل سي، که ووایم، چي ایران بهترینه نسخه پیدا کړې ده ددې محرومیت د له مینځ وړلو لپاره خو دلته ئې تش ویل هم ممکن له تکفیر څخه خلاص نه سي.
اته- اقتصادي توپیرونه:
اقتصادي نابرابري او مالي کموالی کولی سي ، په ښځو کي د فشار، اضطراب او د بې ځواکۍ د احساس لامل سي. چي نتیجه يي وینو، چي کار ته نه پرېښول کېږي او یا هم فقر او نورو ناروا وو ته مخه کوي.
اوس په افغانستان کي ښځينه د وضعیت په اړه د ډېرو پیچلو سیاسي، ټولنیزو او بشري ننګونو سره مخ دي:
۱ـ د امنیت او خوندیتوب اندیښنې: په افغانستان کي امنیتي وضعیت، د جګړې او تاوتریخوالی په شمول نه یوازي د ښځو لپاره بلکي د ټول ولس لپاره د ژوري رواني صدمې او فشار لامل کیدی سي.
۲ـ ښووني او روزني او روغتیا ته محدود لاسرسی: په افغانستان کي میرمني او انجوني په تاریخي ډول تعلیم او روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي په لاره کي له خنډونو سره مخ دي، چي دا هر څه دوی په عمومي هوسایني او رواني روغتیا باندي اغیزه کوي.
۳– کلتوري او د جندر نورمونه: د جندر دودیز او ټولنیز نورمونه ممکن د میرمنو خپلواکي او فرصتونه محدود کړي چي دا د رواني تکلیف لامل کیږي.
۴ـ بې ځایه کیدل او مهاجرت: په افغانستان کي جګړو د ښځو او کورنیو په ګډون ډیری خلک دې ته اړ کړي دي، چي داخلي بې ځایه سوي او یا نورو هیوادونو ته پناه یوسي. دا د نوي چاپیریال سره نه توافق د بې ځایه کیدو او تنظیم پوري اړوند رواني ننګوني رامینځته کوي.
۵– رواني صدمه: د تاوتریخوالي سره مخ کیدل، د خپلوانو له لاسه ورکول او بې ځایه کیدل خپګان او د شدید رواني صدماتو لامل کیدای سي.
نتیجه: په افغانستان کي د ښځو رواني روغتیا او هوسایني ته که پاملرنه ونه سي او د رواني روغتیا خدماتو او رواني ټولنیز ملاتړ ته لاسرسي ونه سي، ښځینه وو ته د مرستي چمتو نسي، د هغو ځانګړو ننګونو سره چي دم ګړی دوی وسره مخ او لاس و ګریوان دي حل نسي؛ ممکن راتلونکی نسل په رواني ناروغیو ډک نسل ولرو، چي نه به سالم مغز نه به هم سالم وجود ولري، لیکوال دې ټولو مسایلو ته په دقت پام کړی او دا موضوعګاني ئې ښه څېړلي دي پر حل لارو ئې ټول مسؤل ئې چي تطبیق ئې کړو.
که سالم نسل او سالمه ټولنه غواړو نو ښځینه له رواني ناروغیو باید وساتو، انساني حقونه ورته ورکړو او د یوې باتمدني ټولني په مسیر حرکت وکړو.