میزان 23, 1402 12:11 Asia/Kabul
  • د کتاب په اړه د پوهانو ارزښتمنې ویناوې

د کتاب په اړه د پوهانو لس ویناوې

۱- ښه کتاب بهترین ملګری دی، هم نن او هم د تل لپاره. (مارټین ټپر)

۲- کتابونه څومره ډېر او وخت څومره کم دی. ( فرانک زپا)

۳- ما هر ځای کي آرام لټولی دئ خو نه مي دی موندلای، غیر له دې چې په یوه ګوښه کي له کتاب سره یوازي و اوسم. (توماس کمپس)

۴- که یوازې هماغه کتابونه ولولې چې نور یې لولي، یوازې به هماغسې فکر وکړې چې نور یې کوي. (هاروکي)

۵- ښه کتاب هغه دی چې ګڼې تجربې در زده کوي او په پای کې یې لږ ستړی کیږې. کله چې کتاب لولې څو واره ژوند کوې. (ویلیام سټيرون)

۶- که یو باغ او یو کتابتون ولرې، هر هغه څه لرې چې ورته اړتیا وي. ( سیسرو)

۷- یوه ورځ مي یو کتاب ولوست خو ټول ژوند مې ورسره بدل شو. اورهان پوماک (د نوبل جایزې ګټونکی ترکي لیکوال)

۸- ښار بې له کتابپلورنځي ښار نه وي. (نیل ګیمن) ۹- کتابونه هینداري دي: ته به یوازي هغه څه په کښي ووینې چې ستا په د ننه کي دي. (کارلوس رویز)

۱۰- بې کتابه کور لکه بې کړکیو کوټه وي. (هورېس من)