میزان 22, 1402 12:09 Asia/Kabul
  • د ادبیاتو او فلسفې تړاو

لیکوال: اکبر کرګر

استاد اکبر کرګر د پښتو ادبیاتو نوښتګر څېړونکی او لیکوال دی، زموږ ځینو سترو ادیبانو په لویدیځ کې بوختیاوې او د کډوالۍ ستړې بهانه کړې، له قلم سره یې چندان یارانه د پخوا په څېر ونه ساتله، خو زما ګران مشر ملګری کرګر صاحب د هنر، ښکلا ، تیوري او نقد په برخه کې پر هغو موضوعاتو کار کوي چې تشه یې پښتو ادب کې محسوسه ده. تازه اثر یې «د ادبیاتو او فلسفې تړاو» له شک پرته چې پښتو ادب کې نوې زیاتونه ده او د ادب هر واقعي مینه وال ته یې لوستل ضرور دي.

دلته به د همدې موضوع په همدې تړاو یو څه وړاندې لاړ شو. د ګوکسین په نامه د ادبياتو اوفلسفي يو پروفيسور د ادبياتو او ارواپوهني په اړوند په يوه څېړنه کې چې ادبيات په ارواپوهنه او اروا پوهنه په ادبياتو کې نومېږي، ليکي :

«د ادبياتو او ارواپوهنې څرگند او ذات البيني اړيكو ته په پام سره لومړى تر هر څه بايد دې پوښتنې ته چې وايي: «ادبيات څه شى دى؟» ځواب وويل شي. د یود لاج په خپل اثر «شعور او د ناول اړونده مقالې» كې دا مسأله په دې ډول تشريح كوي: «ادبيات د انساني شعور ډېر بډاى او ډېر عام ثبت او ريكارد دى، چې موږ يې لرو. عاشقانه شاعرۍ لپاره د بحث وړ سړى يوه بريالۍ هڅه ده، چې كيفيت يې تشريح كېږي. ناول هم د بحث وړ سړي له پاره بريالۍ هڅه ده، چې د انساني فرد د تجربې په توگه تشريح او په زمان او فضا كې حركت كوي

موږ که ادبيات دفلسفي په رڼا کې گورو او يا فلسفه په ادبياتو کي گورو، خو يوه خبره په یاد ساتل په کار دى چى ارواپوهنه له بل هرې پوهنې له ادبياتو سره ډېرې نږدي او ان مښتې اړيکي لري . دا ځکه چې تخليقي ادبيات د انسان او بیا د شاعر او ليکوال له رواني دونيا پورې اړه لري، هغه د عواطفو او احساس سره سرو کار لري او ارواپوهنه هم د انساني فرديت او د هغه د خلاقه دونيا تفسير وړاندي کولى شي.

همدارنگه د انساني فعاليت په ټولو ډگرونو لكه تاريخ، فلسفه، ټولنپوهنه، ارواپوهنه او نورو برخو كې د ادبياتو هنر فعاليت هم حضور لري . په ادبي هنر کې ژبه د بيان اواظهاراتو وسيله ده چې له دې لارې د انسان د فرهنگي وجودي شخصيت او فرديت هغه توپيرونه روښانه كېږي چې تل د ليكوالو او فلاسفه وو له خوا پرې خبرې كېږي.

ادبيات د دې مطالعاتو او څېړنو وسيله ده. دا روښانه خبره ده چې ارواپوهنه او ادبيات دواړه د څېړنو له مخې په بشري تعامل كې ښكېل دي. دوى دواړه د دانسان غبرگونونه ، د نړۍ په باب پوهه، د بشر خپگانونه، هيلې، غوښتنې، وېره، شخړې او پخلاينې فردي او ټولنيزې اندېښنې او د بېلابېلو مفاهيمو میتودونو او تماسونو او همدارنگه د ليكوال ژوند د خپل عيني پوهاوي، ايديولوژيكي او ارزښتي قضاوتونو او خلاصو دروازو نامالومه او ناليدونكې نړۍ په توگه څرگندوي.

ادبيات او ارواپوهنه دواړه نه يوازې د خپلو احساساتو، قضاوتونو، هيجاناتو په توگه؛ مرسته كوي چې د ژوند موجوده مانا كشف كړي. ادبيات په روښانه ډول كولی شي چې انسان ته پوهاوى وركړي او د هويت په باب د هغه شعور او پوهاوى لوړ كړي. بايد يادونه وشي چې انسان او د هغه وجودي حالت هر وخت يو داسې حقيقت و اودى چې په زياترو علمي څېړنو، ښكلو هنرونو او ادبياتو كې ځليدلى دى.