میزان 19, 1402 10:55 Asia/Kabul
  • د دوستۍ کړکۍ کتاب چاپ شو

په کابل کې د دوستۍ کړکۍ په نامه د هغه چاپ شوي کتاب مخکتنه وشوه، چې د چین پېژندنې په تړاو لیکل شوی دی. د دې کتاب د مخکتنې په غونډه کې ډیرو علمي شخصیتونو، د پوهنتون استادانو، ټولن پوهانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې د پوهنتون استاد او کره کتونکي عبدالطیف آرش د دوستۍ کړکۍ کتاب په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل چې داسې کتابونه کولای شي د افغانستان او چین د خلکو ترمنځ اړیکې لا ټینګي کړي او زیاته یې کړه؛ دا چې چین د افغانستان نږدې ګاونډۍ هیواد دی؛ نو اړینه ده چې ټول افغانان د چین په اړه مالومات ولري. د دوستۍ کړکۍ کتاب چاپ کېدل، علمي شخصیتونه یو ښه اقدام بولي او وايي چې موږ کولای شو د داسې کتابونو له لارې د چین پېژندنې او د چین د پرمختګونو په اړه معلومات ترلاسه کړو، تر څو موږ ته یوه ښه انګیزه راکړي.

په دې غونډه کې د کتاب د مخکتنې ترڅنګ ټولو ګډونوالو ته هغه لنډ مستندونه او لنډې ویډیوګانې هم هم وښودل شوې چې د چین مېډیا ګروپ له لور د کرونا وبا د مخنیوي په موخه له نورو هیوادونو سره د چین د مرستې او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په او د ټکنالوژۍ د کارونې په اړه جوړ شوي وو. ددغه کتاب لیکوالان صفي الله ناصري او د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله غوټۍ ده، چې د اکسوس کتابپلورنځي لخوا چاپ شوی دی.

تگ