میزان 19, 1402 10:34 Asia/Kabul
  • د حضرت ابوبکر صدیق رض ژوند کتاب

د حضرت ابوبکر صدیق رض ژوند اثر د نوموړي مخکښ صحابه او زعیم د ژوندانه او کارنامو او د ده د ځانګړنو په تړاو یوه ټولګه ده .

چې په تازه د ښاغلي هارون باوري لخوا لیکل شوی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې کړی دی.دغه کتاب ۹۷ مخونه لري او یوه سریزه، دری تقریظونه او په بېلو مبحثونو سره د کتاب د موضوع محتوا تشریح کوي.

لیکوال عاقب عمر د یاد په کتاب اړه لیکي:

مازدیګر راهیسې مې "د حضرت ابوبکر صدیق رض ژوند" کتاب ولوست. کتاب وړوکی دی خو ډېر لوی لوی پیغامونه په‌

کې پراته دي. حضرت ابوبکر صدیق رض د ژوند په هر اړخ کې یو مدبر، دروند شخصیت او د حوصلې خاوند و. که هغه سیاسي دی، نظامي دی، ج. هادي دی او یا هم شخصي ژوند...

دا کتاب د ده "رض" د ژوند په درسونو راڅرخي. لیکوال د سیرت له ځانګړتیاو راپیل کړی او پر مخ تللی او هره خبره یې په پوره دلیل او ماخذ سره بیان کړې ده. دا یې لومړۍ برخه ده ممکن په راتلونکي کې یې نورې برخې هم بشپړې کړي.

مینوال یې کولای شي د اکسوس سربېره د هېواد له نورو مشهورو کتابپلورځیو یې په مناسبه بیه ترلاسه کړي.

تگ