په بغدادي پیر ناول باندې یو لنډ بحث!
لیکنه : استاد عبدالجبار وحدت
بغدادي پیر ناول په بشپړ ډول یو فرمایشي ناول دی ،یو لیکوال ته بویه چې باید بدل رابدل نه شي، ثبات نهایت مهم دی ، بیا په ځانګړي ډول د یو لیکوال لپاره ، لیکوال باید له پردیو دومره ژر تاثر وا نه خلي او نه باید له حالاتو دومره زر متاثره شي، د احمدي صیب مخکیني څو ناولونه ما لوستي دي ، هلته کلیوالي زوند، ناخوالي ، بې ځایه رواجونه ، ظلم ، ستم ، خان ، بډایه ، غربت ، اقتصادي ستونزې او ګڼ نور موارد په عجیب انداز کې بیان شوي دي ، په داستاني ادبیاتو کې یو بې جوړې انسان وو ، مګر د ( بغدادي پیر ناول) یې یو پروژه یي ناول وو ، دا نه وایم چې ستونزه نشته د پیر په نوم په جاهله ټولنه کې ډېر غیر اسلامي کارونه ممکن دي، کېدلی شي او شوي دي ، مګر په یاد ناول کې روحاني طبقه بیخي زیاته ټکېدلي دي ، ګرچې ناول ثبوت نه شي کیدی ، فضایي هندسې ته ورته ده ، او موږ نه شو ویلی چې دا به حتما داسې وو ، خو راتلونکو نسلونو ته ممکن د تاریخ په ډول پاتې شي او هغه استدلال پرې وکړي چې دلته یو پیر وو ، داسې او هاسې کارونه یې کول ، د بغدادي پیر ناول کې تر ډېره حده له افراط کار اخیستل سوی دی ، سره له دې چې لوړ هنر په کې کارول سوی دی ، احمدي ته په کار داوه چې د یو لیکوال په حیث ډېر بې طرفه او خپلواک پاتې شوی وی ، په هر صورت هدف مې دا وو چې ځوان نسل په دې پوه شي چې دا یوه کیسه ده نه ، تاریخ او تر څنګ یې په دې هم پوه شي ، چې ځینې تش په نوم پیران هم له دوی سو استفاده کوي ، باید ځیرک او هوښيار واوسي.