یونس خیبري څوک و؟ عصمت الله میاخېل
یونس خیبري د رحمان بابا د کوزې پښتونخوا له پلویانو څخه و او د ځينو په وینا چې د بشپړ ديوان خاوند و.
يونس خيبری په کلاسيک ادب کې غوره خادم او د عبدالرحمن بابا د مکتب پيرو او شاعر دی . ده په خپلو نظمونو کې د خپل استاد عبدالرحمن بابا ښه پيروي کړې ده . يونس د پښتنو له هغه پخوانيو شاعرانو څخه دی چې هيوز د کليد افغاني په چمن بينظير برخه کې دده د شعر متنخبات کښلي دي . کوم سلاست او رواني چې د عبدالرحمن بابا په شعرونو کې ليدل کيږي ؛ هغه د ښاغلي خيبري په کلام کې هم شته . يونس د خوشحال خان خټک معاصر او د عبدالرحمن بابا د تکړه شاعرانو له ډلې څخه دی .
((يونس د يو ښه او بشپړ ديوان خاوند دی ، چې نسخې يې ډېرې موندله کيږي او يوه نسخه يې خورا په ښه خط او مطلا ليدلې شوې ده ، چې په پېښور کې د فيض طلب خان توپچي باشي په امر په (۱۱۷۶) کال زين العابدين نومي سړي ليکلې ده)) . د يونس ديوان په (۱۳۵۶ش) کال د استاد بختاني صيب په زيار چاپ شو .
يونس خپلې ټولې بدلې د رحمان بابا په پيروۍ ويلي او د هغه لوی استاد ښه تعقيب يې کړی دی ، مثلاً رحمان بابا وايي :
زه رحمان د عشق په رنځ کې هسې خوښ يم چـــــــې مــــــې نشته په دوا بانـــــدې غرض
يونس داسې وايي :
ستا د عشق په درد دردمن ښه يم دلبره چــــې ذره مــــې په دوا نشتــــــه غرض
د پوهاند رشتين په ((د پښتو ادب تاريخ )) نومې اثر کې د يونس د ژوند ،شخصيت او کلام په هکله داسې يادونه شوې ده :
(( محمد يونس د پښتو ژبې يو غوره شاعر او د رحمان بابا شاګرد و ، په شعر کې يې د رحمان بابا د اشعارو په شان جوش او رواني ليدل کيږي، محمد يونس په قام موسی خېل دی ، دی په (خيبر) کې اوسېده او په (۱۱۳۰هـ) کې يو دېرش کلن زلمی و .وايي چې دی يو مېلمه دوست سړی و او د شاعرانو او عالمانو قدر او عزت به يې کاوه . يونس د پښتو د اشعارو يو مکمل ديوان لري . ...
يونس يو عالم او پوه سړی و او په عربي علومو کې يې مهارت درلود ، ديونس اشعار ښه بديعي صنعتونه لري ؛ لکه دا:
تـــورې زلفې ،شنه خالونه ،سره رخسار
شنه توتيان دي ،سره ګلونه ،تورښامار))
د پټې خزانې د هغې چاپي نسخې، چې په (۱۳۹۳هـ) کې د ميهن خپرندويه ټولنې له خوا چاپ شوې ،په (۵۸)مخ کې د محمد يونس په هکله داسې راغلي : (( هسې روايت کا زما تربور رحمت هوتک ،چې په سنه (۱۱۳۰)هجري پېښور ته تللی وم او هلته مې په خيبر کې محمد يونس شاعر شيوا بيان وليد او دده اشعار مې سماع کړل . محمديونس په دغه کال يو دېرش کلن ځوان و . او په قوم موسی خېل و ، چې پلار يې نورمحمد خان له موسی خېلو د کسي له بابر سره راغلی و(له بابړو سره راغلی و .ادب تاريخ منځنۍ دوره .) او په خيبر کې اوسېده . محمد يونس په پېښور کې علمونه کتابونه ولوستل او په هغه وخت چې عبدالرحمن بابا ژوندی و . د هغه شاګرد شو او د شعر ديوان يې جوړ کا ،چې ډېر غزلونه لري او په خيبر کې معروف شو . محمد يونس مهمان دوست او کريم سړی دی . مسافر يې په خيبر کې پر دېره اوسيږي او که څوک عالم او شاعر دده رحمت کره ورشي ، ډېر قدر يې کا او په عزت داري او مېلمه نوازي همت کا . رحمت هوتک حکايت کا ،چې محمد يونس په خپله دېره کې ډېر پاتې کړم او هره ورځ يې ماته ويل چې يوه نن شپه لا وکړه بيا نو ولاړ سه ، يوه مياشت يې زما عزت وکا او هره ورځ به يې اشعار ابدار راته ويل ، دغه دوه غزله رحمت دده له ديوانه ماته راوړل ،چې په دې کتاب کې يې ثبت کاندم ، خدای تعالی دې محمد يونس خان ژوندی او معزز ولري .))
په ((پښتانه شعرا)) کې راغلي : (( يونس هم لکه د رحمان بابا د خوشحال خان خټک سره په شعر کې سيالي او همسري کوي او وايي :
حقيقت يې و يونس وته څــــــرګند دی
ډېر غرور دې په خپل شعر خټک نه کا
يونس دخپل استاد رحمن بابا مرثيه ويلې او د هغه د ابدي فراق په ارمان يې داسې غلبلې کړي دي :
چـــــې پيدا له اشنايۍ سره هجران شو ځــــــکه داغ مې په خاطر باندې ارمان شو
له رحمانه فيض ياب عبدالرحمن شو چې له دې سرايه په نوي سرای مهمان شو
پرلذت شعر به څوک کاندي يــــونسه چې په مرګ ځينې خاموش عبدالرحمن شو ))
په پښتانه شعراکې ښاغلي حبيبي زياته کړې ، چې د يونس دعمر په باره کې څه معلومات نشته ،خو له ويناوو يې ښکاره ده چې د زلميتوب دوره يې تېره کړې او په زړښت کې مړ دی .
د يونس په شعر کې پښتني احساسات هم شته .لکه چې وايي :
د ميدان په ورځ چې تېښته کا له جنګه پاتې هيڅ نه شي باقي له نام و ننګه
په اجتماعي مسايلو کې هم غږېدلی دی . دغه بيت يې غوره بېلګه ده :
کم همت چې جمعيت د خاطر بياموند نور يې غم د ورور ، عزيز په پرېشانۍ څه
د((پښتو شعر سبکونه))نومې اثر کې داسې راغلي :((په دې سيمه کې د رحمان بابا د ادبي سبک په پيروانو کې پخوانی سړی يونس خيبري دی، چې د پټې خزانې د روايت له مخې يې پلار نورمحمدخان نومېده او موسی خېل و، پلار يې د کسي له غره څخه راغلی و او په خيبر کې اوسېده.
د زوکړې نېټه يې ۱۱۰۰ هـ ق يا ۱۰۹۹ هـ ق کال راوځي، زموږ ادبپوهانو يونس د رحمان بابا په مستقيمو شاګردانو کې حساب کړی دی.خو ادبپوهان عقيده لري، چې يونس د رحمان بابا داسې شاګرد دی ، چې په خپلو رنګينو اشعارو سره يې هنري معيار کله تر استاد اوړي. يونس په پښتو ژبه د شعر يو ښکلی ديوان لري. چې زياتره غزلې په کې راغلي دي. خو مخمس ، معشر او د پښتو دولسي شعر پر اوزانو اشعار هم په کې شته. دده ديوان په کابل کې چاپ شوی دی. دده په ديوان کې عشقي ، اخلاقي ، تربيتي، ټولنيز او ديني شعرونه شته، چې ځينې له پښتني احساساتو ډک اشعار هم په کې موندل کيږي . ))
يونس يو عالم او پوه سړی و . په نحوه ،صرف، بديع، طب ،فقه،تفاسير او نورو ادبي علومو کې يې مهارت درلود . دده له اشعارو څخه هم دده د علم لوړه مرتبه ښکاري . د يونس د اوسېدو ځای نه دی معلوم ، خو په لاندې بيت کې يې د (ډکه) ځای نوم ياد کړی او کېدای شي د خيبر شاوخوا به اوسېده :
پياده ګان ،کوټوال ،رهدار لېوني سپي دي پر ډکه دې خدای څوک نه کا برابر څوک
د يونس په کلام کې د بديعي صنعتونو بېلا بېل ډولونه لکه (ارسال المثل،تقسيم ، حسن تعليل ، لف و نشر غير مرتب ، تقابل ، تضمين ...) او نور ليدل کيږي . (( د يونس په شعر کې راز راز مضامين وينو ، اخلاقي ،اجتماعي ،عشقي غوره بيتونه لري په تصوف کې هم پوخ ګډيږي . مثلاً:
چې د خپل وجود له حاله خبر نه يې بېهوده په قيل و قال يې د افلاک))
لنډه دا چې د يونس شعر جامع ،خوږ او لکه د خپله استاد عبدالرحمن په څېر ډول ډول ښکلي مضامين لري .ده په خپله ژوند ديوان جوړ کړی دی . دده د ديوان ټول شعرونه په پښتو دي او دی په خپلې ژبې ډېر نازيږي :(ادب تاريخ منځنۍ دوره)
خپله ساده پښتو يونس لره کافي ده
څه حاجت په فارسي شعر دصــايب
د يونس د استاد عبدالرحمن بابا ژوند تر (۱۱۲۸هـ) پورې يقيني دی نو مونږ دا تخمين کولی شو چې يونس تر دغه وخته وروسته هم ژوندی و او د زړښت په عمر کې مړ شوی دی . نو ښايي د زوکړې وخت يې هم د (۱۰۵۰هـ)حدود وټاکو . (پښتانه شعرا)