سنبله 06, 1402 17:28 Asia/Kabul
  • د عبدالرحمن بابا د کلام څرنګوالی: عصمت الله میاخېل

د رحمان بابا کلام ډېر سليس او روان دى ، چې سلاست او رواني يې د بديع فن په استعمال کې خورا ډېره ليدله کېږي او دا تر ټولو يو ښه او غوره صفت دى چې د پښتو ادب په شاعرانو کې رحمان بابا ته هم په برخه شوى دى ،چې له همدې امله يې اشعار ډېر خواږه او رنګين دي ، چې په هر ځل لوستو يې لوستونکي ته نوي مسايل راښکاره کېږي.

د عبدالرحمن بابا د کلام څرنګوالی

         د افغاني عارفانو اثار چې د هريرود ،امو او هلمند په ګلکڅونوکې زمزمه شوي او که دسليمان ،تورغراو سپين غره په ناوونو کې غږيدلي ،په ټوليزه توګه د ريښتيني محبوب دمينې او درد  دعاګانې دي هغه که د هريرود ترڅنګ دپير هرات خواجه عبدالله انصاري چيغې دي او که د بېټ نيکه له ستوني څخه سوي اوازونه دي ،هغه که دشيخ متي بابا له وير څخه ډکې ولولې دي که مولانا بلخي وينا ده ،هغه که د پښتو ن عارف مېرزا خان انصاري وينا ده که درحمان بابا عشق دى ؛ دا ټول درد،سوز او اواز د افغاني عرفاوو له يوه زړه ،روح او شعور له تل څخه راوتلي او ځکه خو نو يو ډول زړونه لړزولى شي .

      د رحمان بابا کلام ډېر سليس او روان دى ، چې سلاست او رواني يې د بديع فن په استعمال کې خورا ډېره ليدله کېږي  او دا تر ټولو يو ښه او غوره صفت دى چې د پښتو ادب په شاعرانو کې رحمان بابا ته هم په برخه شوى دى ،چې له همدې امله يې اشعار ډېر خواږه او رنګين دي ، چې په هر ځل لوستو يې لوستونکي ته نوي مسايل راښکاره کېږي.

      رحمان بابا زياتره اشعار د غزل په فورم کې ويلي دي ، او دا هم څرګنده ده چې غزل يو داسې باريک او نازک ژانر دى   چې د ادبې فنونو له استعمال نه پرته به ډېر بې خونده وي.په شعر کې د فنونو استعمال هم پوره استادي غواړي ،چې داکار رحمان باباپه خپلو اشعار کې په ډېره ښه توګه ترسره کړى دى

          د عبدالرحمن بابا کلام ساده ، روان او له پښتو محاورې سره نږدې دی . هر څوک پرې ژر پوهيږي ؛ ځای ځای په کې د دري او عربي کلمات هم تر سترګو کيږي . عشق په کې له ورايه ځان ښيي . پوهاند ډاکټر زېورالدين زېور په خپل اثر ((د پښتو ا دبياتو تاريخ منځنۍ دوره )) کې د عبدالرحمن بابا د شاعرۍ په هکله ليکي: (( رحمان بابا که څه هم يو متصوف شاعر دی خو بيا هم دده په کلام کې د ژوندانه ښه درسونه شته دي ، په دې معنا چې دده په اشعارو کې عموماً عشقي ،تصوفي ،اجتماعي او اخلاقي مسايل ليدل کيږي او هم د فورم په لحاظ د اشعارو زياتره ډولونه لري . ))

 

دا زما ديار جلوه ده چې ليده شي

لکه لمر په صومعه په سومنــــــات

       هغه څه چې درحمان بابا يې د ژوندانه په هر پړاو کې غوښتونکي و هغه ددې هېواد د سترو عارفانو لومړنۍ او وروستنۍ هيله ده . دخداى پالنې هغه احساس چې دمرغانو په غږونو ،دسيندونو داوبو په شور او د هر چا په زړونو کې ځاى نيولى . ددې ستر عارف په اشعارو کې له ورايه ځليږي . چې لومړنۍ او وروستنۍ هيله يې اسلاميت او بشريت دى .

     د عبدالرحمن بابا په اشعارو کې د محتوی له مخې اجتماعي ،اخلاقي ، عشقي ،انتقادي،تصوفي ،توصيفي ، ننګ غيرت ، پښتونولي او تاريخي پېښې او نور موضوعات شته دي . چې د ځينو بېلګې به يې لاندې راوړل شي :

اجتماعي :   هغه زړه به له طوفانه په امان وي      چې کښتۍ غوندې د خلکو باربردار شي

تصوفي : زه د يار مينې په يار باندې شيدا کړم       که څوک ما ګڼي زه نه يم واړه دی دی

        درحمان بابا په اشعارو پښتانه دومره ډاډه او عقيدتمن دي چې ډېرى وګړي  دفال دکتلو له پاره هم ترې کار اخلي . د بابا اشعار دخلکو په مينځ کې ډېر محبوبيت او ارزښت لري . دى هغه خلکو ته چې د الله (ج) په يووالي باندې دعجز ټاپه لګوي ، ځواب ورکوي چې دوى اصلاً په دې مقصد نه دي پوهـ شوي . څښتن تعالى په يوازې والي سره پوره يعنې واکدار دى او کثرت ددة په امر سره دى ، هغه دنورو مرستې ته اړتيا نه لري ،په يوازې ډول هرڅه په خپل واک کې لرلاى شي اودهغه کثرت د وحدت هنداره ده . په دغه بيت کې يې څرګند ليدلاى شو :

هسې نه چې واحدي يې ده له عجزه

په واحد وجود بيسيار دى زما رب

      دحکيم سنايي ،خواجه عبدالله انصاري اونورو متصوفو شاعرانو غږ چې دالفاظو په ډول په سپينو پاڼو ښکاري دا د هغوى او رحمان بابا د باطن او زړه اواز دى . ددوى په اشعارو کې دروح او نفس تذکيه ، د وجود او شهود فلسفه او نور شتون لري . نوموړي په همدې سره پېژندل شوي دي. تصوف او عرفان ددوى په اشعارو د څلي او منار په توګه له ورايه ليدلاى شو .

          د رحمان بابا په اشعارو کې دخداى سره مينه ، دخداى له مخلوق سره مينه او محبت بې انتها زيات دى . دا هغه عوامل ګڼلاى شو چې د نوموړي متصوف شاعر کلام يې خوږ او دخلکو ترمنځ محبوب کړى دى . دی خاکساري کوي او فقير سړی تېر شوی دی  . تل يې هڅه کړې چې له الله سره يې اړيکې نږدې وي او پرته له تمې او توقع د الله رضا لاسته راوړل غواړي .دی کله کله د خپل ځان ستاينه هم کوي :

خوشحالان او دولتان مې غلامان دي       زه رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم

چې دا نور شاعران کاندي هغه نه کا      رحمان کړی نوی نوی اجتهاد دی

بابا په انتقادي نظر هم ځينو خلکو ته ګوري :

که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي      خپل ټټو او د بل اس به برابر کړې

دی د ننګ او غيرت موضوع هم له ياده نه وباسي :

هم له لاسه چاري نه شي مرد هغه دی     چې بيدار وي و غليم وته له ورايه

     درحمان بابا په کلام کې داسې اشعار شته چې هغه دتصوف دځينو علمي او نظري اړخونو پلوشې هم لري . د دوى په اشعارو کې د وحد ة الوجود دعقيدو لټون بې پايلې نه دى .نوموړ ى په خپلو اشعارو کې د يو معنوي ليډر په څېر نورو ته وينا کوي او خپله يې هم عملي کوي . دده په اند هر څوک چې دغه سپېڅلې لاره غوره کوي نو لومړى بايد دهغه له پاره په خپل زړه کې خاص او پاک ځاى ولري . 

عبدالرحمن بابا د عشق مسايل هم په خپل کلام کې راوړي دي  : 

دا جهان دى خداى له عشقه پيداکړى

دهمه و مـــــــــــــخلوقاتو پــــلار دى دا

 

تر عشق غوره بل څه کار په دنيا نشته

تـــــــر همه کارونو غــــــــوره کار دی دا

که دلويديځ نومياليو ختيځ پوهانو لکه : نکلسن ، لوى ماسينون ،اريري او نور دغزنوي سنايي او دبلخ مولانا جلال الدين دبشريت دټولو زمانو ستر عارفان شميري او اثار يې ژباړي خو ميجر راورټي ،پوهاند ډورن او نور دپښتنو عارفانو لکه :رحمان بابا ،ميرزاخان انصاري ،خوشحال بابا احمد شاه بابا حمزه بابا او نورو ستاينه او يادونه کوي . د خدای پالي  عبدالرحمن بابا کلام دا څرنګوالی هم لري ، چې ده په کې له شوره او سوزه ډکې چېغې وهلي او دا چېغې تر پايه همداسې ګرمې وې او نه چپ کېدونکی اور و .

    د امير حمزه شينواري په وينا چې : عبدالرحمن بابا د وحدة الوجود دفلسفې قايل ښکاري او زياتره يې ددغې فلسفې او ډلې نماينده ګي کوي. تصوف د بابا په اشعارو کې خپلې ريښې ډېرې ژورې ځغلولي دي .چې دبېلګې په توګه لاندې څو بېلابېل بيتونه ګورو :

زه ديار مينې په يارباندې شيدا کړم

که څوک ماګڼي زه نه يم واړه دى دى

په دويۍ کې به ورنه شې تر توحيده

څو ضمير دې خالي نه شي له ادراکه

په هرڅه کې ننداره دهغه مخ کړم

چې له ډېرې پيداييه ناپديد شه

نه يې څوک په سترګو ويني نه ليده شي

او بې چونه بې چګونه نمايان دى

     خبرې ډېرې سريې يو . درحمان بابا اشعار ساده خو له حکمت او موعظته ډک روح پروره او ټولمنلي دي ځکه خو يې ويوونکي ډېردي .هغه که لوستي دي او که نالوستي دي ،هر چاترې دخپلې موخې دبيان له پاره خپل ځان ته بېلګې راټولې کړي او په ذهن کې يې ساتلي دي .په پاى کې دا وايم چې رحمان بابا د تصوف د ډګر او سنګر هغه پياوړى او د عشق په لومه کې نښتی شاعر دى ،چې دده اشعار د ټولنې ډېرې موضوعګانې په ځان کې رانغاړي ، د ټولنې د وګړو په ژبه او زړه وينا په کې ده ، په وينا کې يې خورا ډېر مقبوليت او ښکلا پرته ده .لنډه دا چې (( رحمان بابا د شاعرۍ په فن کې د يو ځانګړي سبک او مکتب خاوند دی او اشعار يې ډېر ساده دي چې هر سړی پرې پوهېدی شي . ))

د عبدالرحمن بابا دکلام يوه نمونه :

ژوبل ژوبل دخوبانو په نګاه يم

لاتردې نه زيات غوڅېږم چې پناه يم

چې يوسف غوندې هزار په کې پراته دي

بنديوان دهغه سيب ذقن سياه يم

ښاخ د زلفو يې په خپله خداى راتيټ کړو

ګڼه زه ديار تر قد پورې کوتاه يم

بې له عشقه که مې عيب که مې هنر دى

نه خبرپه عبادت نه په ګناه يم

بې صبرۍ ديار په وصل کې مهجور کړم

دسپرلي په مرغذار کې وچ ګياه يم