سنبله 06, 1402 17:12 Asia/Kabul
  • د عبدالرحمن بابا د کلام جغرافیايي حوزې : عصمت الله میاخېل

عبدالرحمن بابا داسې خوندوره شاعري کړې ده چې نه یوازې د اوسېدو په ځای کې يې خلک لېواله وو بلکې د سیمې د جغرافيې ډېره برخه يې په بر کې نیوله او په هر ځای کې یې پلویان او پيروان پيدا کړي وو.

د عبدالرحمن بابا د کلام جغرافيایي حوزې

      عبدالرحمن بابا د ټولو خلکو په تېره بيا د پښتنو په زړونو کې ښه ښايسته ځای نيولی او دده کلام د هر چا خوښيږي . دده کلام په ډېرو سيمو کې منل شوی او داسې خاصيت لري چې په هيڅ وخت کې به خپل ارزښت له لاسه ورنه کړي .        

            د رحمان بابا سبک په ټولو پښتنو کې دومره ومنل شو، چې ددې زمانې او په راوروسته دوو درېوو پېړيو کې له افغانستان ، پښتونخوا، بلوچستان او په هندوستان سربېره په بخارا او ماوراء النهر کې اوسېدونکو پښتنو شاعرانو ددغه سبک عالمګير خاصيت په عمل کې ځان څرګند کړ او د انګرېز ختيځ پوه پادري هيوز خبره چې ويلي يې دي: (( چېرې چې پښتو ژبه ويونکی لري، هلته د محبوب شاعر رحمان بابا اشعار هم رواج لري او اورېدل کېږي.))

د پښتو ژبې کومو شاعرانو چې د رحمان بابا د خوږې او زړه وړونکې شاعرۍ پيروي کړې ده، هر يو به وروسته په خپل وار سره تشرېح شي خو دومره ويلای شو چې مونږ به د رحمان بابا پيروان په لاندې سيمو مطالعه کړو :

  • په کوزه پښتونخوا کې د عبدالرحمن بابا پيروان
  • په بره پښتونخوا کې د عبدالرحمن بابا پيروان
  • په کشمير کې د عبدالرحمن بابا پيروان
  • په هندوستان کې د عبدالرحمن بابا پيروان

         دده سبک دده د مکتب د شاګردانو له خوا هم کارول شوی او له پامه يې نه دی غورځولی . د عبدالرحمن بابا پيروانو په پوره تابعدارۍ سره د خپل استاد لاره نيولې او په دروند نظر هم ورته ګوري .

لیکنه: عصمت الله میاخېل