د عبدالرحمن بابا د شاعرۍ سبک: عصمت الله میاخېل
د لویو شاعرانو شعر او شاعري کله ځانګړی سبک او لاره لري. دغه سبک بیا د ځينو نورو شاعرانو له خوا څارل کيږي تر دې چې د مکتب نوم ځانته غوره کوي. عبدالرحمن بابا هم د ځانګړي سبک خاوند و.
د عبدالرحمن بابا د شاعرۍ سبک: عصمت الله میاخېل
عبدالرحمن بابا د کلاسيکې دورې د کلاسيکو شاعرانو څخه دی ، چې دده د طبعې او مزاج د شاعرۍ له مخې دده سبک ته تصوفي او ادبي يا تصوفي او عرفاني سبک نوم ورکولی شو . رحمان بابا ديوه ځانګړي سبک خاوند دی، دده سبک د خپلو خاصو ځانګړتياوو له پلوه په ولس او فرهنګي حلقو کې عالمګير شهرت او محبوبيت وګاټه او د دوولسمې، ديارلسمې او څوارلسمې پېړۍ ډېرو شاعرانو په ده پسې اقتدا وکړه ، پښتنو شاعرانو د لسان الغيب، سلطان الشعراء او واف (بلبل) لقبونه ورکړل. لکه څنګه چې پورته د عبدالرحمن بابا د کلام او دده د ژوند په هکله لنډه يادونه وشوه ، نو دلته په لنډ ډول د ځينو سرچينو څخه د نوموړي صوفي او عارف شاعر د سبک ځانګړنې را اخلم .
ښاغلي سرمحقق سيدمحی الدين هاشمي په خپل اثر ((د ادبپوهنې څانګې )) کې د عبدالرحمن بابا د ادبي مکتب ځانګړنې په لاندې ډول ليکلي دي :
- ددې ادبي مکتب پلويان زياتره د اخلاقو او نصايحو د بيان خواته ډېره پاملرنه کوي .
- د تصوف او عرفان ډېرې پېچلې مسلې په ساده ،روانه ،خوږه او رنګينه ژبه بيانول ددې ادبي مکتب ستره ځانګړنه ده .
- د عرفي او فارسي ژبو کلمات ،اصطلاحات ،تشبېهات او استعارات په پراخه پيمانه پښتو شاعرۍ ته راننوتي دي .
- د پښتو شعر وده موندلې او ډېرو شاعرانو د خپلو اشعارو ديوانونه ترتيب کړي دي .
- په دې ادبي مکتب کې د پښتني چاپېريال خپل رنګونه په ځلېدو دي او د هندي سبک (مکتب) اغېزې په کې ډېرې نه ليدل کيږي .او نور ....
د((پښتو شعر سبکونه ))نومي اثر کې د عبدالرحمن بابا د سبک په هکله دارنګه يادونه شوې :
(( درحمان بابا شعر د خپل ځانګړې هنري او د ښکلاييز جوړښت او انساني محتوی له امله خپل خاص خصوصيت لري او دی په پښتو ادب کې د يوه نوي شعري سبک خاوند شاعر دی. ادبپوهانو دده د سبک خصوصيت داسې شمېرلي دي:
۱: د رحمان بابا شعري سبک ابهام او پېچيده ګي نه لري . دبيان ډول او انځور جوړونې شکلونه يې ډېر طبعي او ساده دي.
۲: په دې سبک کې د شعر د الفاظو په انتخاب کې زيار ايستل شوی دی، د شعر د خوند او رنګ لپاره يې ډېر ښکلي خو ساده او عام فهمه الفاظ انتخاب کړي دي.
۳: د رحمان بابا سبک د واقعيتونو بيان ته زياته توجه لري، له انسان سره مينه د دې سبک په اشعارو کې په ښکلي انداز کې بيان شوې ده. اخلاقي ، عرفاني او نور ټولنيز مسايل هم د معشوق له خبرو سره يوځای دده د سبک په اړوندو اشعارو کې بيان شوي دي
دا بيتونه دده دعاشقانه مزاج اخلاقي او عرفاني سبک څرګندونه کوي:
که په ګنج د شاهۍ فخر شهريـارکـــا
عاشقان يې د دلبرو په رخســار کــــا
پتنګانو لره خدای په اور کې ورکــړ
هغه عيش چې يې بلبله په ګلـــزارکا
عبدالرحمن بابا په پارسي او عربي ادب کې مطالعه درلوده او د تصوف له رموزو هم اګاه و.دا نو خامخا دده په فکر او سبک اغېزه درلودلی شي . د عبدالرحمن بابا د ذهن محصول (کلام) د تصوف او ادب څخه ډېر متاثر دی .
د (پښتو شعر سبکونه ) اثر کې داسې راغلي دي: ((عبدالحليم اثر رحمان بابا د کبرويا د تصوفي طريقې پيرو بللی دی، خو د رحمان بابا تصوف سړی له خدای او د خدای (ج) له مخلوق سره د ناپايې مينې په اظهار کې خلاصه کولی شي. د استاد کامل په وينا (( د خدای (ج) د هغه له مخلوق سره محبت د تصوف داسې اصول دي، چې له مذهب سره د بشپړ مطابقت، پاکۍ او عظمت له پلوه ډېر منل شوی دی.))
لیکونکی: عصمت الله میاخېل