سنبله 04, 1402 16:34 Asia/Kabul
  • د عبدالرحمن بابا ژوند او د هغه شاعري : عصمت الله میاخېل

د پښتنو او حتی د غیر پښتنو په منځ کې د عبدالرحمن بابا نوم او شاعري خورا مشهوره ده. د دین عالمان یې شعرونه په منبرونو وايي او د هر چا له خوا ورته په درنه سترګه کتل کيږي.

د عبدالرحمن باباژوند

    عبدالرحمن په يوولسمه هجري پېړۍ کې د خوشحال خان خټک د زېږېدنې له نېټې څخه شاوخوا شل کاله وروسته،يا هغه کال چې خوشحال په شعر ويلو پيل وکړ ، د کوزې پښتونخوا په بهادر کلي کې د عبدالستار نومې سړي په کور کې زېږېدلی دی .د عبدالستاردغه زوی ته په راتلونکي کې د يو ستر صوفي او شاعر جوړېدل په تقدير کې ليکل شوي وواو همداسې وشول  . هماغه و چې د ټولو پښتنو په منځ کې د (بابا) په لقب وستايل شو. عبدالرحمن بابا د پښتنو په مينځ کې لکه د نورو نومياليو پښتنو(احمدشاه بابا چې په توره مېړنی او د وطن په فکر کې و ، خوشحال بابا چې د تورې ،سخا او خامې نوم يې درلود ...) په څېر د (بابا) په لقب   ياد شوی . د پښتنو په مينځ کې د (بابا، ادې ،انا، نيکه ...) القاب سترو شخصيتونو ته ورکول کيږي . لکه : سپينه ادې ، نازو انا ،زرغونه انا ، ميرويس نيکه او نور ....

      دی د تورې او زور پاچا نه دی بلکې يو فقير سړی و ، خو د خبرو په سحر يې په پښتنو خپله پاچاهي کړې ده او ددوی په زړونو يې پاچاهي کړې ده . دی تخت او تاج نه خوښوي او وايي :

د پالنګ او د پېړۍ حاجت يې نشته

د يارانو نشستن د زړه په تخت وي

         ارواښاد پوهاند ډاکټر زېورالدين (زېور) ،الله دې دی وبخښي زما استاد و ، په خپل يو اثر ((د پښتو ادبياتو تاريخ منځنۍ دوره )) کې د عبدالرحمن بابا د په هکله ليکلي دي :

(( رحمان بابا يو صوفي مشربه شاعر و او په دې دنيا کې يې يوازې د جمال او عشق ستاينه کړې ده . هغه بې له عشقه بل هيڅ شی نه پېژاند. مينه دده د روح غذا او شعر يې د زړه د رنځ دوا وه .))  

     عبدالرحمن بابا يا ځينې پښتانه ورته (رحمن بابا) هم وايي  په قوم مومند د عبدالستار زوى او په (١٠٤٢هـ) کال دپېښور په  بهادر کلي، چې د پېښور څخه درې ميله لېرې په جنوبي اړخ کې پروت  کلی دی ، زېږېدلى او دلته د بابا ځای د هزارخانې په نامه ياديږي  .نوموړي د هغه وخت دمروجو علومو څخه(فقه او تصوف)د ملا محمد يوسف يوسف زي څخه زده کړل او  نور علوم يې په هند کې تر سره کړي دي؛ لوی او ستر عالم او بزرګ شو .  بېرته خپل وطن ته راغلی دی او د لويو او وړو عقيده پرې راغله  . که څه هم نوموړی په قوم مومند ياد شوی ، خو داسې ستر اشخاص بيا د نړۍ سرمايه ده او نړيوال هم پرې وياړي ،نو د مومند لقب دده له نامه سره کوچنی ښکاري . ښاغلي عبدالرووف بېنوا (چې په هغه وخت کې د پښتو ټولنې مشر و) د رحمن بابا ديوان په مقدمه کې داسې ليکلي دي :

((رحمان بابا د په (۱۰۴۲هـ) کال د پښتونخوا د پېښور په علاقه کې په بهادر کلي کې زېږېدلی دی او دپلار نوم يې عبدالستار و . که څه هم دی مومند دی مګر درحمان بابا مقام له دې نه اوچت دی ، چې د کومې خاصې قبيلې يا کوم خاص ټبر ته منسوب شي. ځکه چې لوی او حقيقي شاعران بين الانساني شخصيتونه لري .رحمان بابا هم دټولو انسانانو دی او بيا په خاص طور د ټولو پښتنو بابا دی . دی په خپله هم ځآن کومې قبيلې ته نه منسوبوي . وايي:

زه عاشق يم سرو کار مې دی له عشقه

نه خليل ، نه داوود زی يم ، نه مومند

     که څه هم بابا په يوه غريبه کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته راغلی او خپله هم غريب و ، خو بيا يې هم هيڅکله  د خپل همت سر د هيچا په مخ کې نه دی ټيټ کړی او له چانه هيڅ هم نه غواړي . داسې معلوميږي،چې رحمان بابايو باعمله صوفي اوديوه ساده ژوند خاوند و، مګرسره د دغه چې دی له غريبې طبقې څخه بلل کېدی دعشق اولوی همت په برکت د ده ژوند داستغنااوعالي همتۍ په سيور ي کې تېرېده :

زه درم او ديــــــنار نه لرم په کورکې

ولــــې نور عــــالم مې بولي دنيـــا دار

 

هم په دا چې نه له ځايه چرته خوځم

نــــــه د هيڅ يوه مخلوق يم منت بار

       (( کوم وخت چې د رحمان بابا د شعر او شاعرۍ بحر په مستۍ راغی نو ددې کلانه يې هزار خانې ته کوچ وکړ او هلته دېره شو . په دې کلي کې به دی تل ديوې ونې لاندې ناست و او په پښتو ژبه به يې خواږه خواږه اشعار ويل . عبدالرحمن بابا د شعر او شاعرۍ سره خورا ډېره مينه درلوده او په خپل ژوند يې خپل ديوان جوړ کړی دی . دی په خپل ديوان شکر ګذار دی او پرې وياړي . دی وايي :

زه رحما ن په خپل اشعار شکر ګذار يم          چې دا هسې رنګ ديوان مې دی موندلی

    که د عبدالرحمن بابا دشخصيت پېژندنه غواړو نو دده له ديوانه يې داسې په څو کرښو کې ليکم :

ـــ دی په ښه خوی له بدخواه خلکو بې پروا دی خو د اوبو په څېر بيا داور سزا ورکوونکی دی .

ـــ دوه مخی نه دی او هر چاته په خپله اصلي بڼه څرګند دی .

ـــ دی په ښکاره غريب دی خو د قناعت په سرمايه په پټه د خلکو پادشاه دی .

ـــ دی په پټه خوله ګويا دی او لکه د ګل د بوی په څېر يې ټولو ته يې ګټه رسيږي .

ـــ هغه خلک چې د عشق په لويه لاره ورک شوي د هغو ورکو خلکو لارښوونکی دی .

درحمان بابادژوند زمانه د اورنګزېب د پادشاهۍ په وخت کې ده او دا هغه وخت و، چې مغلو په پښتنو کې نفاق او مخالفتونه پيدا کول، غوښتل يې چې دوی سره و جنګوي او خپله پادشاهي پرې وکړي. په دغه زمانه کې جنګ جګړې او ظلمونه ډېر وو، نو رحمان بابا دغو وينې تويېدنې  ته په ښه  نظر نه ګوري، او وايي:

هزار حيف دی چې دا هسې رنګه چارې

واقع کيږي  د دنيا په سود و زيـــــــــــان

      د ښاغلی بېنوا په هغه سريزه چې د عبدالرحمن بابا په ديوان يې ليکلي داسې راغلي دي : ((ښاغلي راورټي او پادري هيوز انګريزي مستشرقين او ډورن روسی پښتو پېژندونکی رحمان بابا د پښتو د ادب پېشوا بولي . که څه هم پښتانه د پرديو مستشرقينو قضاوت ته څه اړه لري ، ځکه پردي هيڅکله د رحمان بابا د د اشعارو په خصوصيتونو لکه د يو پښتون په شان پوهېدای نه شي خو به له همدې څخه د رحمان بابا ادبي منزلت د پرديو په نظر کې څرګنديږي ، چې رحمان بابا نه يوازې پښتنو په بابايۍ منلی بلکې د دنيا نور پوهان هم د پښتو په ادب کې دده لوړ مقام ته قايل دي .))

د رحمان بابا پر شاعرۍ باندې د خوشحال خان د فکر اثر هم لوېدلی دی او دوی دواړه په يوه زمانه کې تر يوه اجتماعي سازمان لاندې ژوند کاوه، اما توپير يې  دومره و، چې رحمان بابا دزمانې له ناوړو سره مبارزه نه کوله ، خو استقامت يې درلود:

لکه ونه مستقيم په خپل مکان يم

کـــــــه خزان راباندې راشي که بهار

 خوشحال خان خو يو مبارز او جنګي سردار و .  دغه دواړه شاعران  د مغلو د ظلمو څخه سرټکوي . د رحمان بابا خفګان د يو صوفي او واعظ په څېر دی، چې په پآيله  کې يوازې ظالم د دنيا په نابودۍ او د مرګي په تاخت او تاراج وېروي :

اورنــــګزېب چې آرايش د تخت و تاج کا

تخت و تاج به يې مرګی تاخت وتاراج کا

دروېش رحمان بابا بې له دغه شاعرانه تهديده بل څه په لاس کې نه لري او وايي:

په جهان کې به ئې پاتې ښه بد نوم شي

ده زده چارې د کسرې که د حجاج کا

اما خوشحال خان يوازې په دغسې شاعرانه نصيحت کولو نه قانع کيږي، بلکه دی د ظلم په مقابل کې توره هم کاروي او وايي:

د افــــــــــــــغان په ننګ مې وتړله توره

ننګيالی د زمانې خوشحال خټک يــم

     عبدالرحمن بابا بيا دومره کمزوری ناصح هم نه شو ګڼلی ځکه دی هم د يوه پښتون په څېر د ننګياليو ستاينه او د بې ننګو سر وهل غواړي . دی د خلکو په زړونو مشري کو ي او داسې امر کوي :

ننګيالي چې يو ځل مخ کا په هر لوري     نور هيڅ نه ويني کوهي دی که ګړنګ

زغــــــره واغونده مـــــــلا وتړه د جنګ     له غـــــــه پسه مـــــرکه کـــــــــوه د ننګ

وبې ننګو ته د ننګ خبرې مه کــــــړه     يا ځـــــــان وګڼه په خپلو وينو رنــــــــګ

رحمان بابا د پښتو د صوفيانه او عاشقانه تغزل استاد دی .تر دې ،چې ده ته د عشق او جمال شاعر ويلای شو. وايي ده له موسيقۍ سره هم مينه درلوده او په خپله به يې هم رباب غږاوه يعنې ده د آرټ دوه مهم توکي سره يو ځای کړي وو. هم د کلماتو د انجام او د معنی د پرورښت آرټسټ ؤ هم د د رباب د غږولو په تارونو کې هنرمند و . دا خبره د ده هنري استعداد ښه ښکاره کوي.(( صوفي شاعر همېشه د عقل نارسايۍ د حقايقو په ليدنه کې ويني او ګوري چې ډېر پټ اسرار شته، چې د انسان عقل يې له درکه څخه عاجز دی، نو له دې جهته رحمان بابا هم لکه نور صوفي شاعران د عقل او جدل له هر کارۍ څخه د عشق او محبت حريم ته تښتي او وايي:

 

څو د عشق په ميخانه يې داخل نه کړم

پخته نــــــــــــــــه دی دغه خام عقل زما

بل ځای داسې وايي:

لاس د عــــــــــــــــقل و اسمان ته نه رســـيږي

دا خو عشق دی چې په عرش کرسي قدم ږدي

د رحمان بابا په نظر کې دروېش د انسانيت د کمال يو سمبول دی او دا هغه څوک دی، چې ده خپل ځان او روح داسې روزلی دی چې کايناتو د حقايقو کشف په خپل قوت سره کولای شي، او په هغه ځای کې چې د عقل پښه لنډيږي صوفي د عشق پر نيلي سپور او نامعلوم حقايق ويني، رحمن بابا وايي:

چې په يوه قدم تر عرشه پورې رسي

مــــــــــــا ليدلی دی رفتار د دروېشانو

دغه عشق  دساينس په ژبه عمومي جازبه بولي ،چې نظام شمسي ټول يو له بله سره نښلوي او د رحمان بابا په نظر دومره وسيع دی ،چې د نظام شمسي ټول متعلقات په صوفيانه تعبير داسې ښايي:

دا آسمان چې لوی په عقل کې ليده شي

په محيط د عــاشقۍ کې يو حباب دی

د رحمان بابا په شاعرۍ کې يوه ډېره ګټوره خبره دا ده، چې دی د اجتماعي ژوند د سمون لپاره ځيني ښه ښهنصيحتونه هم لري ،چې زمونږ په روزمره ژوند کې په درد خورې، مثلاً په ژوندانه کې آرزو او طلب دواړه د انسان لپاره ضروري دي او رحمان بابا داسې دغه مطلب راښايي:

د زرې په څېر آفتاب په طلب خپل کړه

لکه تيږه هسې پروت په زمين مه شه

کار په تش لستوڼي نه کيږي بې لاسه

لاس په ږيره کړه بې لاسه آستين مه شه

       د عبدالرحمن بابا د مړينې پوره ټاکلې نېټه نه ده ښکاره شوې . د پوهاند زېورپه اثر (( د پښتو ادبياتو تاريخ منځنۍ دوره )) او د بېنوا صيب له خوا د عبدالرحمن بابا په ديوان ليکلې سريزه کې د ده دمړينې نېټه په (۱۰۱۸هـ) کال ښودل شوې ده . دوست محمد کامل د پادري هيوز په حواله په خپل کتاب ((رحمان بابا)) کې ليکلي دي ،چې رحمان بابا تر (۱۱۲۴هـ) پورې ژوندی و ،ځکه چې هغه په خپل ديوان کې د جلال او جمال خان د مړينې پېښه بيان کړې ده او دغه پېښه په (۱۱۲۳هـ) کې پېښه شوې ده . ښاغلي سرڅېړونکي محی  الدين هاشمي د عبدالرحمن بابا د زېږېدو نېټه (۱۰۴۲هـ) او د مړينې نېټه (۱۱۲۸هـ) ښودلې ده. د ((پښتو شعرسبکونه )) اثر کې راغلي چې ((د پښتو دغه عظيم انسان دوست شاعر په ۱۱۲۸ هـ ق کال له دنيا څخه سترګې پټې کړې او د پېښور د هزارخانې په هديره کې خاورو ته وسپارل شو)) . يعنې د (۱۰۴۲ــ۱۱۲۸هـ) نېټه .د پښتنو دغه ستر او صوفي شاعر  خپلې وروستۍ سلګۍ په (١١٢٨ هـ) کال د هزارخانې په کلي کې وکړې او د تل له پاره يې سترګې له دې فاني نړۍ پټې کړې .بيا د همدې کلي په مړستون کې خاورو ته وسپارل شو .

(انالله و انا اليه راجعون )

لیکونکی: «عصمت الله میاخېل»