د ننګرهار ننداره نومي اثر د متن درېیمه برخه
لیکوال پوهاند صدیق الله رشتين، کمپوزګر: عصمت الله میاخېل دلته درته د پوهاند رشتين له « د ننګرهار ننداره» نومي اثر څخه یو یو متن خپريږي.
د سروبي غرمه
د دلوې د نولسمې (۱۹) ورځې يوولس بجې وې چې د سروبي د لارې په سر د لومړو د کانونو مخې ته لارۍ ودرېده ، سورلۍ د چای او ډوډۍ لپاره کوزې شوې. زه او زما عسکر ملګري د لوګو په تياره کوټه کې کيناستو په چای مو ځانونه ګرم کړل او بيامو د ډوډۍ پوښتنه وکړه د هوټلي شاګرد د حاضرباش غوندې مخې ته ودريد او د (( څه خورئ؟)) چيغه يې له خولې ووتله مونږ ورته وويل: ((څه شی لرئ؟)) ده زغرد جواب راکړ چې (( هرشی)). مونږ وويل ډېره ښه ده لږه يخني ښوروا به وخورو. له کوټې ووت او زر بيرته راغی چې يخني خو نه شته. وريجې ، غورمه او هګۍ شته.
مونږ وويل : ښه ناوخته دی ځه دوه خوراکه سپينې وريجې راوړه نو دستي يې په اوبو کې ايشولې او په اومو غوړو کې لړلې يو پشقاب سپينې وريجې يې راوړې او ورسره يې لږه غورمه هم راوړه چې د ډېرې لوږې په برکت مو ترې يو څو نمړۍ وخوړې او په اخر کې مو ورته د دوه چاينکه چای او يو پشقاب وريجو او يو پشقاب غورمې ۱۳ افغانۍ ور تحويل کړې، او يا يې رانه په زور واخيستې خو ترې په خير راووتو او موټر بيا په سيلۍ او باد کې خپله لار ونيوله . مونږ په موټر کې د (( سروبي)) د نامه په لغوي تحليل کې خبرې شروع کړې . ما وويل چې ((سروبي)) په اصل کې (( سرې اوبه)) دی. زما ملګري وويل چې ښايي اصل يې ((سړې اوبه)) وي. ما وويل : دواړه تحليلونه صحيح معلوميږي خو د((سرو اوبو)) تحليل ورسره زيات اړخ لګوي ولې چې د سروبي په خوړ کې ((سرې اوبه)) بهيږي.
په خبرو خبرو کې د ((سروبي)) سرکاري هوټل ته ورسيدو . دا هوټل د ((سروبي)) د خوړ او سيند تر منځ په يوه لوړه پروت دی او ډېره ښه منظره لري او که خدای وکړل چې د (( تنګ غارو)) سړک ووځي او په سروبي کې د بريښنا کارخانه جوړه شي نو هغه وخت به ((سروبي)) د سرو اوبو په ځای د سرو زرو د اوبو خاوند شي.
دولس بجې نزدې وې چې لارۍ په وريښمين تنګي ورننوتله ، د کابل او جلال اباد په لار کې ددې تنګي سړک ډېره ښه ننداره لري. د کابل سيند او دا سړک په دې تنګي کې لکه دوه ټينګ ملګري څنګ په څنګ مخ په ښکته روان دی. د ((ورېښمين تنګی)) له شروع سره ددې کلمې د معنی په فکر کې ولويدم خو په خپلو معلوماتو کې راته کوم شی ښکاره نه شو مګر دا توجيه مې له ځانه سره جوړه کړه چې شايد پخوا به په دې تنګي د ورېښمو جوپې تلې راتلې نو ځکه به د ورېښمو تنګي بللی شوی وي ولې دا توجيه مې زړه ته پرې نه وته، د لغوي تحليل نه تېر شوم او د تنګي طبيعي ښايست ته متوجه شوم ، د تنګي په کږليچونو او تاوراتاو موړونو کې لارۍ په ټوپونو روانه ده، لاندې ورسره د سيند اوبه هم په غورځنګونو بهيږي. او سپين زګونه يې په سر روان دي. په تنګي کې د لارۍ غرهار او د اوبو شرهار يوځای پورته کيږي او يوه خوندوره انګازه ترې جوړېږي. مونږ او د سيند اوبه يوشان په خوشحالۍ مخ په ښکته روان او د جلال اباد د پستې هوا ، ښايسته باغونو ليدوته لېواله يو. په يو ساعت کې د وريښمو له تنګي نه ووتو. دلته سپين سپين ديوالونه او کوټې وليدل شوې وايي چې دا د امريکايانو د لاسونو نښې دي او دلته بې فايدې او بې کاره ولاړې دي. سرکونډو بابا ته ورسيدو لارۍ دلته په ودرېدو عادت وه ډېر ساعت دلته ودريده، په دې وخت کې دباد طوفان او سخته سيلۍ ونښته، مونږ خوشحاله وو چې د واورو له طوفانه نه راووتو مګر چې د باد طوفان مو چې وليده نو په هغه شکر وويست، لارۍ په سخت طوفان کې د جلال اباد په لور منډې وهي، تر پال يې دواړو خواو ته لکه د مارغه څانګو نه پړکيږي او لارۍ الوتو ته ځان جوړ کړی دی. مونږ په موټر کې له يخنۍ نه ځانونه راغونج کړي دي، او ژامې مو ړچېږي د ((کڅ)) سره نزدې يو دکان ته ورسېدو د دکان د پاسه د څپرې لوخې باد په هوا کړې وې او نزدې ؤ چې څپره هم په غېږ کې اوچته کړي.
د ځانونو تودولو او چای څښلو نه وروسته موټروان لارۍ خوشې کړه او لږه شيبه پس د ځوړند پول خواته ورسيده . د درونټې د بندر ساتونکو ته يې د چايو پيسې ورکړې بيا روان شو او د مازيګر په پنځو بجو جلال اباد ته ورسيدو.