د «ستوري د ادب په اسمان کې» کتاب پېژندنه
په دغه برخه کې درته د استاد محمد داوود وفا له خوا لیکل شوي کتاب «ستوري د ادب په اسمان کې» پېژندنه او د دغه کتاب د محتوا په اړه معلومات درکوو.
ستوري د ادب په اسمان کې
دا تذکره د١٣٧٩ لمريز کال په مرغومي مياشت کې« دانش خپرندويې ټولنې» په پېښور کې چاپ کړې. دمخونو شمېر يې ۴+۱۳۴۳+۳۰=۱۳۷۷ دی. ليکوال او راټولوونکی يې محمد داود وفا دى او د پښتو ٢٥١ تنه ليکوال او شاعران په کې راپېژندل شوي دي.
په دغې تذکرې کې راپېژندل شوي ليکوال د افغانستان په بېلابېلو سيمو پښتونخوا، کوټه او ځينې يې په بهرنيو هېوادونو کې مېشت دي. اکثره په کې داسې ليکوال او شاعران راپېژندل شوي، چې د ادب په دواړو برخو نظم او نثر کې ښه وړتيا لري او په اوسنۍ زمانه کې اوسي، لږ شمېر راپېژندل شوي اوس له موږ نه جلا شوي او په حق رسېدلي دي.
ليکوال:
محمد داود وفا په ١٣٥٦ لمريز کال د ننګرهار د کامې په شېرګړ(داربنګ) کې زېږېدلى. لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د هجرت ديار په بېلابېلو ښوونځيو کې کړي او په ١٣٧١ لمريز کال له اتحاد عالي لېسې نه تر فراغت وروسته په ننګرهار پوهنتون کې د کانکور ازموينې له لارې شامل شوى. په ١٣٧٦ لمريز کال د ننګرهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې فارغ شوى. په ١٣٨٣ لمريز کال کې ددغه پوهنځي په پښتو څانګه کې د استاد په توګه مقرر شوى دي.
يوشمېرپښتو اثار لري. په ځينو مجلو او جرېدو کې يې ادبي مقالې ليکلي او د ځينو مجلو د مسوول او ليکونکي په توګه يې هم کار کړى دى.
د پښتو شعر يوه چاپي مجموعه لري او د ژورنالېزم په برخه کې هم د تجربې خاوند دى.
منځپانګه:
په« ستوري دادب په اسمان کې » د افغانستان او کوزې پښتونخوا ٢٥١ تنه ليکوال و شاعران راپېژندل شوي، چې نومونه يې په دې توګه دي:
١- اجرالدين وياړ٢- اجمل اند٣- اجمل تورمان٤- اجمل يوسفزى
٥- احسان بېټنى٦- احمد تکل٧- احمدشاه احمدزى
٨- احمد يوسف نورستانى ٩- ادم خان غريب مل
١٠- اسدالله حصارشاهي وال١١- اسدالله حنيفي١٢- اسدالله زمرى
١٣- اسدالله سيلاب١٤- اسير الله اسير١٥- افضل ټکور١٦- اقرار الفت ١٧- اکبر برى١٨- اکرام الدين مفتون١٩- امان الله پرتم
٢٠- امان الله خان هوتک٢١- امان الله ساهو٢٢- امرالله امېد
٢٣- امين الله دريځ٢٤- امين الله ژواکمل٢٥- اورنګزېب ارشاد
٢٦- باز محمد ښادمن٢٧- بازمحمد عابد٢٨- ببرک مياخېل
٢٩- بدريزمان احساس٣٠- بشير احمد پرهر ٣١- بلند ګرديوال
٣٢- پرېشان داودزى٣٣- پير محمد کاروان٣٤- تواب شاه مصروف
٣٥- ثمين خان پتنګ ٣٦- جانس زړن٣٧- جوهر خليل
٣٨- حبيب الله ببرکزى ځدراڼ٣٩- حسن ګل بانډه وال
٤٠- حضرت ګل زنداني٤١- حفيظ الله تراب٤٢- حفيظ الله جبارخېل
٤٣- حفيظ الله غښتلى٤٤- حفيظ الله ګردش٤٥- حکمت الله مليار کاکړ
٤٦- حکيم تڼيوال٤٧- حليم ړنګ٤٨- حنيف بکتاش٤٩- حنيف خليل ٥٠- حيات الله وړ ٥١- خان محمد ستانکزى٥٢- خان محمد سيند
٥٣- خان ولي کامران٥٤- خاني ګل سمون٥٥- خپلواک وطنيار
٥٦- خوشال روهي٥٧- خوشال قريشي٥٨- خيال پاچا مفتون
٥٩- درمحمد افغانيار٦٠- درمحمد ګوهري٦١- دلاور نظيرزى
٦٢- دلخرم خرم٦٣- ذبيح الله احساس٦٤- رحمت الله ساپى
٦٥- رحمت الله کوثر٦٦- رحيم الله سمندر٦٧- روح الله حبيبي
٦٨- رياض اپريدى٦٩- ريحان خپلوان ٧٠- زاهد الرحمان سيفي
٧١- ستورى خان لال٧٢- سعدالله خان نسيم٧٣- سعدالله ميوند
٧٤- سميع الله تازه٧٥- سهيل انشا٧٦- سيد اختيار سباوون
٧٧- سيداګل غريبيار٧٨- سيدالياس صداقت٧٩- سيد امين مجاهد
٨٠- سيدبديع الزمان هاشمي٨١- سيد پاچا باور٨٢- سيد شاه سعود
٨٣- سيد صابرشاه صابر٨٤-سيد عبدالمعيد هاشمي غيرت٨٥-سيد منتظر شاه ٨٦- سيد ولي قاطن٨٧- سيف الرحمان اشنا٨٨- سيف الرحمان حليمزى ٨٩- شاه ولي٩٠- شرف الدين شرفيار٩١- شفيع الله سرتور
٩٢- شفيق الله ممله وال٩٣- شکرالله ګوجوال٩٤- شمس الهدى شمس ٩٥- شمس الضحى سعيد٩٦- شهاب بنوڅى٩٧- شهرت ننګيال
٩٨- شهريار قتاش خېل٩٩- شهيدزى بڼوال١٠٠- شېر جان وطنيار
١٠١- شېرخان رښتين١٠٢- شين ګل انتظار١٠٣-ښاديګل شينوارى ١٠٤-صابر خان دلګير ډکه وال١٠٥-صاحبزر١٠٦- صاحب شاه صابر ١٠٧- صالح محمد صالح ٠٨- صديق الله بدر٠٩- صفي الله باران
١٠-طاهر حسن شينوارى١١١-عاشق الله نبي زاده١١٢-عبدالجبار څپاند ١١٣- عبدالحليم همت١١٤- عبدالخالق زيار١١٥- عبدالرحمان ومان نيازى ١١٦-عبدالرحيم مسلم دوست١١٧-عبدالرسول امين١١٨-عبدالروف بېنوا ١١٩- عبدالصمد مومند١٢٠- عبدالطيف شينوارى١٢١- عبدالعزيز غيرت ١٢٢- عبدالغفار کوټوال١٢٣- عبدالغفور لېوال١٢٤- عبدالغني هاشمي ١٢٥- عبدالقيوم مشواڼى١٢٦- عبدالله پيکار ١٢٧- عبدالله څار
١٢٨- عبدالله رښتين١٢٩- عبدالمالک بېکسيار١٣٠- عبدالوکيل اټک ١٣١-عبدالوکيل شينوارى١٣٢-عبدالهادي هادي١٣٣-عبدالهاشم دولتزى ١٣٤- عزت الله پامير١٣٥- عزت الله ځواب١٣٦- عظمت هما مجاز
١٣٧- علم ګل سحر١٣٨- علي خان محسود١٣٩- عمر خان کوټوال ١٤٠-عنايت الله ساپى١٤١-عوض الدين صديقي١٤٢- غلام حضرت سيمسار ١٤٣- غلام حيدر حيدر١٤٤- غلام حيدر حيدري سيمسار
١٤٥- غلام رسول راسخ ١٤٦- غني الرحمان غني١٤٧- فرهاد احمد خليلزى ١٤٨-فريدون خيشکى وال١٤٩-فضل الرحمان سيار١٥٠-فضل الرحيم مروت ١٥١- فضل الله حاوى١٥٢- فضل الله رښتين ١٥٣- فضل الله مومند ١٥٤-فضل الربي قيس١٥٥- فضل زمان شلمان١٥٦-فضل قادر انډيوال ١٥٧- فيض محمد فيض١٥٨- کبير ستورى ١٥٩- کليم فطرت اپريدى ١٦٠- ګل جان ورور وردګ ١٦١- ګل الرحيم نيازمند
١٦٢- ګل وزير اظهر اپريدى١٦٣- لال پاچا ازمون ١٦٤- لطف الله مشعل ١٦٥- لطيف جان بابى١٦٦- مبارز ساپى١٦٧- مجيدالله قرار
١٦٨- محبوب شاه ارزومند١٦٩- محراب الدين يوسفزى
١٧٠-محمدابراهيم شينوارى١٧١-محمدابراهيم همکار١٧٢- محمدا جان يار ١٧٣- محمد اسرار احساس ١٧٤- محمداسلم تاثير اپريدى
١٧٥-محمد اسماعيل يون١٧٦-محمداصف اکرام١٧٧-محمدافغان اباسين ١٧٨-محمدالله کمال ١٧٩-محمد الماس روان١٨٠-محمد امين امين ١٨١- محمد انعام واک ١٨٢-محمدانور وفا سمندر١٨٣-محمداياز ملنګيار ١٨٤-محمدايوب فرهت ١٨٥- محمد باير درمل١٨٦- محمد پروېش شاهين ١٨٧-محمدحسن حقيار ١٨٨-محمد حکيم خپلواک
١٨٩-محمد حنيف مجددي ١٩٠- محمد داود عربزى
١٩١- محمد داود کږه وال١٩٢- محمد شعيب قريشي
١٩٣- محمد صابر خان بې ريا ١٩٤- محمد صادق سپين غر
١٩٥- محمد صديق پتمن١٩٦-محمد طاهر بورګى
١٩٧-محمدطاهرفرهاد١٩٨-محمدظاهر سعادت ١٩٩-محمد عارف ايوبزاده ٢٠٠-محمد عارف ملاتړ٢٠١-محمد عارف ننګيار ٢٠٢- محمد عيسى جانان ٢٠٣- محمد غلام مومند٢٠٤- محمد فياض شاداب ٢٠٥- محمد کاظم پټان ٢٠٦- محمد ګل ديانى ٢٠٧- محمد مليار٢٠٨- محمد ناصر فګار
٢٠٩-محمد ناصر مومند٢١٠-محمدنثار افګار٢١١-محمد نسيم جمالزى ٢١٢-محمد ولي مندوزى ٢١٣- محمد يوسف تنها غزنوي
٢١٤- محمد يوسف رووف ٢١٥- محمد يونس خوښ
٢١٦- محمد يونس مروت بارګامى٢١٧- محمود کوچى
٢١٨- مختار محمد مختار٢١٩- مدثر شينوارى٢٢٠- مذکر شاه خليل ٢٢١- مراد لايق ٢٢٢- مزار حيران٢٢٣- مشرف عابد
٢٢٤- مصطفى سالک ٢٢٥- مطيع الله حکيم٢٢٦- مغفور شاکر
٢٢٧- مفتون٢٢٨- مقدر شاه مقدر٢٢٩- ممتاز تميز
٢٣٠- منظور چشتي اپريدى٢٣١- منقادالرحمان رودوال
٢٣٢- مهر خليل ملازى٢٣٣- مېرزا ګل حليمي٢٣٤- مېرزا علم حميدي ٢٣٥- مېرزا محمد کونړى٢٣٦- نجيب الله صديقي٢٣٧- نجيب الله عامر ٢٣٨- نجيب الله کونړى ٢٣٩- نذير احمد سهار٢٤٠- نذير احمد نذير ٢٤١- نقيب الله مليار٢٤٢- نواب خان الماس٢٤٣- نوراحمد کامه وال ٢٤٤- نورالحبيب نثار٢٤٥- نورمحمد لاهو ٢٤٦- نياز جان لونګين
٢٤٧- وجيه الله شپون ٢٤٨- وزير محمد روغ لېونى
٢٤٩- وفا الرحمان هډه وال٢٥٠- ولي محمد کنډيوال
٢٥١- هدايت الله وطنيار.
نثر:
١-د تذکره ليکوال نثر:
محمد داود وفا په دغې تذکرې کې هر ليکوال او شاعر لومړى په ادبي - هنري ژبه داسې راپېژني، چې د هغوى د شعر و نثر د فن ځانګړتياوې په کې څېړي. شهرت ننګيال ددغې تذکرې په سريزه کې يو ځاى ليکي:
(( محمد داود وفا چې دلته کومه ژبه کارولې، هغه تر دې ګړۍ د پښتو د ګردو خپرو شويو تذکرو په پرتله بډايه ده. ده د بلبلو په ژبه خبرې کړي
د رحمان بابا په وينا:
اى رحمانه د بلبلو ژبه زده کړه
له دې پسه په صفت د ګل اندام شه
ده همداسې کړي او لکه چې لوستونکي به يې لولي. ښاغلى وفا د ليکوال پر ژوند شخصيت، فن او هنري ځانګړنو ټولو خبرې کړي؛ خو تکراري او کليشه يې خبرې نه؛ بلکې ده د ليکوال او شاعر د فن او شخصيت ژورو ته لار پيدا کړې او ډېر څه يې رابرسېره کړي؛ خو افشا ګري يې نه ده کړې، د چا يې د شخصيت او د چا يې د فن او هنر ښېګڼې رابرسېره کړي او د چا هم دواړه. په دې اړه چې هره پله درنه ختلې هغه يې درنه ګڼلې؛ خو دې ته يې هسې توري او ټکي موندلي، چې خپل مجبوريت يې په سلو پردو کې نغښتى دى.
دا يوازې وچه تذکره نه ده، د ليکوال او شاعر په ژوند، شخصيت هنر او اثارو ښې ډېرې او د کار خبرې شوي. ددغه خبرو ژبه هم هنري او ادبي ده، چې له کتاب پرته د جلا او ځانګړې هنري ليکنې او ادبي متن په توګه هم د مطالعې او کتنې وړ بلل کېږي.... ))
دلته به ددغې تذکرې له ٣٤٠ مخ نه د ځوان شاعر ښاغلي کوثر د پېژندګلوۍ د پيل برخه د نثر د نمونې په توګه ولولو:
« ښاغلى کوثر، له هغو ځوانو استعدادونو څخه دى، چى که په غزلو کې يې د يوه ډول مانيز ترنم شرنګاشرنګ همداسې غزونې وکړي؛ نو ګانده به يې په يوې اوچتې شاعرۍ روڼ سترګې يو.
دى لا د خپلې شاعرۍ په همدې سپيده داغ کې د خپلو غزلو بيتونه پر منځپانګيزو او جوليزو نوښتونو پسولي، چې د غزلو ژبه يې ساده خو ږه او له مانا څخه ډکه ده.
کوثر صاحب په شخصي ژوندانه کې خورا صميمي او مينه ګرکى زلمى دى. له ښکلا سره يې مينه داسې وړنګنه ده، چې د تر ټولو ښکلى له عرش څخه ددغو وړانګو غبرګون دده په څېره کې هم د ښکلا زړي راټوکولي دي او ښايي د همدغه ښکلا خواږه به يې په غزلو کې هم د لوستونکو د ذهنونو تر ژبې ورورسيږي....))
٢- په تذکره کې د نورو نثر:
په «ستوري دادب په اسمان کې » تذکرې کې د شاعرانو تر څنګ ليکوال هم معرفي شوي؛ خو ګڼ په کې داسې شخصيتونه ځاى لري، چې ليکوالي او شاعري دواړه کوي او په تذکره کې د شعري بېلګو تر څنګ د ليکوالو نثري بېلګې هم خپرې شوي دي. دلته به د شهرت ننګيال د نثر يوه بېلګه چې « د احساس څړيکې» نومېږي ددغې تذکرې د استازو ليکوالو د يوې نثري بېلګې په توګه ولولو:
داحساس څړيکي
« کله چې د ځوانيمرګو ارمانونو جنازه مې د زړه له جونګړې په وتو شي. کله چې د بې دوا دردونو سوې څړيکې مې په وجود خوله ښخه کړي. کله چې د بې تعبيره سوچونو هغه ناپايه سمندر مې په خپلو څپو کې ونغاړي. کله چې د ستړيو هيلو او لالهانده اندېښنو پړ موښې مې په سترګو وزرونه وغوړوي. کله چې د وفا او مروت په نامه د خپل ساده زړه په وينو لړلې چاړه ووينم.کله مې چې د مينې او محبت پر کاغذي ګلونو نظر ونښلي، کله چې د بې کوره او پردېسو مهاجرو ريښې ريښې خېمې مې د زړه پر سوځنده ميره لکې شي. کله مې چې د شهيد ګلګونه څېره او خندېدونکې پرهرونه د ذهن پر تخته وپړقېږي. کله چې د يوې بورې او کونډې ساړه اسوېلي مې د ګوګل په هديره کې د احساس شناختې ولړزوي.
کله مې چې د يوه بې اسرې يتيم الوتى نظر په يوه کنډه کپر لار د يوه نامعلوم منزل په لوري وشړي. کله مې چې د يوې پښتنې سرتور سر د غيرت او پښتو پر ټپونو لکه مالګه ودوړېږي. کله مې چې د باروتو تريخ بوى د وطن د جنتي وږمو پر مرۍ مونګلې ښخې کړي. کله مې چې د وطن څپک څپک د وينو د څپوزېم د سترګو په کونجونو کې خپور شي. کله چې د بې درديو سيلۍ مې په مخه او د نامراديو بړبوکۍ مې په هوا کړي. کله چې د ببر سري مجاهد له عقابي سترګو سره مې نظر وجنګېږي او د جنګ او ننګ په کيسو راته سر شي.
کله چې د ګوندونو اوګونديو تر منځ د لالهانده ملت تيندکونه مې د جذباتو هېنداره ټوټې ټوټې کړي. کله چې د استکبار د سازشونو د سولۍ پر تخته مې د ملت د عظمت او عزت مظلوميت د سترګو رودونه وبهوي.
کله مې چې د ولس پر وينو د تجارتونو او سياسي چنه بازيو د بازار ګرمي پر ځيګر لمبې بلې کړي. کله مې چې د وطن د محروم؛ خو مقاوم انسان حيراني او دربدري د ضميرپه غوږکې په چيغو سر شي.
کله مې چې د ولس د عظمت شمله د څو خودغرضو د ناعاقبت اندېشۍ له لاسه په خاورو کې پرته تصور کړم.
کله چې د رهبريو تر عنوان د رهزنيو ناتار زندۍ راواچوي او د بې کفايتيو او ذاتي اغراضو له کشمکش څخه ليرې د بنګلو او قصرونو له رنګينيو او د پيجروګانو له کروفر څخه د خيال سارا ته په تېښته مجبور شم؛
نو دلته وي، چې حالات مې وتخنوي، چاپېريال مې ولړزوي او د ژوبل احساس څړيکې مې په چيغو کړي او چې د چا ظاهربين پرې پام شي؛ نو څوک يې شعر بولي او څوک افسانه او ....
(( چې له زړه نه وينه وڅڅوم بيت شي
زمانې زما نقصان ته خو پام وکړه
نظم / شعر:
په دغې تذکرې کې د پښتو اوسنۍ شاعرۍ ګڼ استازي شاعران راپېژندل شوي، لکه پير محمد کاروان، باز محمد عابد، نورالحبيب نثار، مصطفى سالک، اجمل اند، ډاکټر صاحب شاه صابر، افضل ټکور، رياض اپريدى، عبدالله پيکار، عزت الله ځواب او نور. دلته به د پېښور د ښايسته شاعر سيد شاه سعود يو شعر د تذکرې د استازو شاعرانو د شعري بېلګې په توګه ولولو:
مخ دې د رڼا په شانې نه دى څه
ستا په شان زما په شانې نه دى څه
بيا به شي اشنا خو ما ته وګوره
بيا دې نن د بيا په شانې نه دى څه
کوم هغه سړى دى چى ميين نه دى
هر څوک د هر چا په شانې نه دى څه
څه ته مې د ګل په خوا کې نه پرېږدې
ولې د اشنا په شانې نه دى څه
ولې داسې برنده يې سعودو ته
هغه د پخوا په شانې نه دى څه
- د ارواښاد ايوب صابر د غزل يو بيت