احمدشاه بابا یو ادیب پاچا هم و « عصمت الله میاخېل»
احمد شاه بابا افغانان او افغانستان نړیوالو ته ور وپېژندل او هم يې دنورو له ځورولو او کړولو څخه د الله په مرسته ، خپلې مېړاني اوسیاست سره وژغورل.
احمد شاه بابا یو ادیب پاچا و. «عصمت الله میاخېل»
دستر ځواکمن او واکمن لورینه ، چې په چاوشي نو هغه دټولنې په خلکو کې یوه پیژندل شوي څېره ګرځوي. نه یوازي په هغه ټولنه کې بلکې په سیمه او نړۍ کې يې دمېړانې، ښېګڼې، انسانیت، شخصیت او شهامت اوازې خپرې شي او دنرو، ښځو ، کوچنیانو او لویانو په مغز، خوله اوزړونوکې ځانګړی ځای خپل کړي. احمدشاه بابا ته ستر ځواکمن رب دا ټولي ښیګڼې ورپه برخه کړې وې چې د(احمد) له نامه څخه داحمد شاه (دراني) او خلکو ته دمنلي بابا په نامه ټولووپېژانده.
داچې وروسته له نهو ورځو د پښتنو مشرانو او کشرانو په ډله کې دیوه ملنګ له خوا یو ځوان د لوی ولس د مشرۍ له پاره وټاکل شو، داڅه ساده خبره نه ده ، بلکې دایولوی اعتماد دی ، چې په احمدخان کې خلکو دغه وړتیا لیدله. ټول په دې پوهېدل چې احمدخان دپوره ادارې ، ارادې ،جرأت، میړانې او دیندارۍ لرونکې سړی دی. نوځکه يې په یوه خوله دده مشري ومنله ؛ ددعالاس يې پورته کړ او تمه يې درلوده ، چې دی به دکړېدلې ولس غچ له هغه چا اخلي ، چې افغانستان يې دوه نیمې پېړۍ په خپلوکې سره ویشلی وه . احمدشاه بابا ددوی دغه ارمان ورپوره هم کړ.
احمد شاه بابا د افغانستان بنسټ ایښودونکی دی. دی له کوچني والي له دې سره اشنا و، چې څنګه دځان، کورنۍ او خلکو په هکله فکر وکړي او هم يې و ژغوري. سیاست او عدالت خو يې په خټه کې اخښل شوي وو، نو ځکه خو يې نه یوازې دافغانستان پولې ټینګې کړي ، بلکې یوه لویه افغاني امپراتوري يې هم جوړه کړه ، چې په هغې کې د ایران ، هند نیمې وچې او ماورالنهر ډېرې سیمې شاملې وې. ده افغانان او افغانستان نړیوالو ته ور وپیژندل او هم يې دنورو له ځورولو او کړولو څخه دالله په مرسته ، خپلې مېړاني اوسیاست سره وژغورل.
احمد شاه بابا تل په لښکرکشیو بوخت و او ډېر وخت يې دامپراتورۍ په ساتلو تېر کړ. سره له دې چې دی د تورې په چلولو بوخت و، قلم يې هم له لاسه نه دی لوېدلی. توري يې هم سره توځای کړي او دپښتو ادب لمن يې د شعر په ژبه لارنګینه کړې ده. که چېرته لږ دفکر کولو له پاره مکث وکړو نو شعر لیکل او لیکوالي ارام او قوي مغز اغواړي. احمدشاه بابا سره له دومره بوختیا وو بیاهم دارام مغز کار سرته رسولی او شعرونه يې لیکلي . داپه دې معنا چې د جګړو بو ختیا وو دده ذهنیت هیڅ کله هم تر تاثیر لاندې نه د ی راوستی بلکي ده دهر کار واکي او اختیار په خپله لاس کې درلودل، نو ځکه يې یو باتدبیره مشرهم ګڼلی شو.
احمد شاه بابا یو ادیب پاچا و. چې ادب او پاچاهي دواړه يې ښه پاللي دي. دده دربار به له عالمانو او شاعرانو څخه ډک و . ده په زرګونه بیتونه په خپل دیوان کې خلکو ته پریښي ، چې په هغه کې يې د نصیحت ، وطن دو ستۍ، انسانیت او ورورولۍ په هکله خلکو پیغام ته ورکړی؛تصوف او نور ډېر مسایل يې هم په خپلواشعارو کې ذکر کړي . نه یوازې دابلکې دعشق دزندان او زولنو لحاظ یې هم نه دی کړی. دده په دیوان کې دغزل، رباعي، قطعې ، مربع، مخمس فورمونه لیدلی شو. ده دپښتوتر څنګ په دری ژبه هم شاعري کړې ده. بابا له وړکتوبه دلوړو کورنیو سره عادت و او له هماغه وخته درس او زده کړې ته کښینول شوی و، سره له دې چې دتنکۍ ځوانۍ شپږ کاله يي په زندان کي تېر کړل خوده زندان هم ځانته ښوونځی وګرځاوه او ډېروحساسو مسایلو ته په کې ځیر شو. چې داټول مسایل يې په خپل دیوان کې ذکر کړي، نو ځکه خو بابا په مونږ باندې بې حده زیات فرنګي حق لری ، چې مونږ لاتراوسه هغه هم پوره نه دی ادا کړی.
که له یونالوستي کس څخه وپو ښتو چې احمد شاه بابا پیژنې او که نه؟ نو ښکاره ده چې پوره او کره ځواب به ولري ، او که ورته ووایو چي دابیت د چادی؟
دډهلي تخت هېرومه چې رایاد کړم
زما د ښکې پښتونخوا دغروسرونه
نو وار له واره به خبره داسې راغبرګه کړی، چې دا داحمدشاه بابا شعر دی.
مایو هندوستاني ته د پښتوژبې درس ورکاوه. هغه له ماڅخه و پوښتل ،چې په افغاني مشرانو کې ډېر غوره کوم وو. زه مخکې له دې چې ځواب يې ور کړم ؛ ومې پوښتل چې دڅه له مخې؟ ده د پوښتنې کولو تر څنګ ځواب هم را کړ او د احمد شاه بابا او شېر شاه سوري نومونه يې واخیستل، احمد شاه بابا نه یوازې افغانانو ته بلکي دسیمې او نړۍ خلکو ته هم دیوادیب او قلموال پاچا په تو ګه دمنلو وړ شخص دی، چې توره او قلم دواړه يې دهرې پوښتنې ځواب په خپله وايي.
دقلم خاوند دراني احمد شاه بابا په هکله الفنسټن دده دعلم او عرفان د ذکر تر څنګ دده لیکلو ته هم اشاره کړې ده:
1-دپښتو دیوان : چې دري زره بیتونه لري
2-پارسی دیوان
الفسټن ددغه عادل پاچا د دري شاعرۍ په هکله داسي وايي :
((Ahmad Shah also wrote several poems in persion))
3-دعربي اشعارو مجموعه
۴-علم ګنج
۵-دافغانستان تاریخ
۶-جامع بحر الفواید ودارالفواید احمدشاهي.
احمد شاه بابا دشاعرۍ ځانګړی سبک لري ، چې دخوشحال خان خټک دسبک لږ لږ نخښی هم په کې شته درحمان بابا دسبک ځانګړني هم لري دروښانې سبک او حتی د معاصرو اودربار دشاعر(پیرمحمد کاکړ) دسبک رنګ هم په کي شته. ځیني لا وايي چې دی د رحمان بابا د مکتب پیرو و . لکه:
په لاهوت به زه نظر کړم
وجود اصل عین شعارځم
دناسوت په وهم ورک شوي عندلیبه
زه هغه ګل یم چې دمینې په بهارځم
څه عجب بازار مې جوړ په جبروت کړ
اشنامی چېری دی چې زه هسی خمارځم.
بابا دیو دینداره ادیب په توګه داخبره په توروسترګو مني ، چې داهر څه ورکړه دځواکمن ذات له خوا ده او د هغه له ځواکه پرته نور هیڅ نه شته او که اوس شته نو دادهغه لورېینه ده: داحمد شاه ابدالی درباردعارفانواو صوفیانو درمز او حقیقت د موضوعاتو ډګرو، په خپله دغه عارف سلطان داسې وايې :
زه که نن پاچا یم مغرورپه خپل جایم
دغه ستا نظر پرمادی که نه خاورې ستا د راه یم
احمد شاه بابا په خپلو اشعارو کې ، چې مخکې له پاچاهۍ څخه يې ویلي دي، خپل نوم احمد او له پاچا هۍ وروسته يې احمد شاه ذکر کړی دی ، نوموړی خلکو ته دا پیغام ورکوي ،چې ځان نیست کړي ترڅو هست شي ، په داکوچني عمر دې هیڅ کله نه نازیږي او د ریښتینې موخې تر لاسه کولو له پاره کبر او بې غوري پریږدي ، اخرت ته فکر وکړي او عمر فانی وګڼي.
پراو بوچې ته غره ګرځې حبابه
ددنیاعمردي کوم دی بې حسابه
که یودم ته په خپل ځان سره غره سې
لاس خالي به سې دکبر له شرابه
ستر احمد شاه بابا دهغه دروند نظر او درناوي له مخي، چې ده درلوده، تل دجنګ او سولې په خبروکې د (وامرهم شورا بینهم) لارښوونه په پام کې نیولي او د ملنګ صابر شاه سره به يې مشوره کوله. غازي احمد شاه بابا دنقشبندیه طریقې دلارښود میافقیرالله جلال ابادي ثم شکار پوری (رح) مرید هم و. دارنګه دی دڅوکنو دحضرت میا عمر صاحب پیرهم ، چې ددغه مرشد ډېری مریدان د پاني پت په جنګ کې برخمن وو.
((که دلویدیځ نومیالي ختیځپوهان لکه ، نکلسن،لوی ماسینون، اریری اونوردغزني سنايي (رح) او دبلخ مولانا جلال الدین دبشریت دټولو زمانو ستر عارفان شمیري او اثار يې ژ باړي، نومیجرراورټي، پوهاند ډورن او نور دپښتنو عارفانو لکه رحمان بابا، مرزاخان انصاري، خوشال خان بابا، عبدالحمیدمومند، کاظم خان شیدا، خواجه محمد بنګښ او سترټولواک عادل احمد شاه بابا داثارو ژباړه او پیژندګلوی وړاندي کړې ده.))
دراني احمدشاه یو اسلام پاله او د قوي قلم خاوند امپراتور و ،چې دهرې موضوع په هکله يې خپل قلم کارولی دی. دی له اسلامي اصولو پوره خبرو او نوروته يې هم دنوموړو اصولو دعملي کولو لارښوونه کړې ده. دی په خپل یو شعر کې دروژې میاشت ډېره مبارکه راپیژني او وایي ، چې نادان سړی به ددې میاشت په جدايۍ خو شحالي کوي ځکه دغه میاشت د ګناهونو درژیدو او نېکمرغیو دلاسته راوړلو یوه غوره چانس دی.
ډېردي ګناهونه واړه ستا په یارۍ رژي
راشه دګناه پاکي په تاشي رمضانه
احمدشابابا سره له دي ، چی دهیواد دساتني له پاره ستړی ستومانه و خودزړه ارام يی د يو رښتيني افغان په توګه په خپله پښتني خاوره کې ترلاسه کاوه اوټوله ستړيا به يي پوره دلته پای ته رسېده. دی دنړۍ هيڅ يوه ښکلې سيمه هم دخپلې خړي خاوري اوخړودښتوسره نه برابروي . بلکي دټولي نړۍ دښکلا څخه ورته خپله سیمه دګلبڼ په توګه ښکلي ښکاري ، ددغي موضوع په هکله دنوموړي قلم داسي خبري کوي :
تاته راسمه زړګي زما فارغ شي بي له تا مي اند يښني دزړه مارونه
که هرڅومي ددنيا ملکونه ډيرسي زما به هيرنه شي داستاښکلي باغونه
بابا يو عالم شخصيت و، چي دعمر په تيريدواوارزښت پوره پوهيده . مونږکه دبابا ديوان په ځيرسره وګورونو دعمر سرګذشت ، اخرت اونوروټولوته يي په کي اشاره کړي . نوموړي يومبلغ امپراتورو چي د قلم په وسيله يی اسلامي اصول هم تبلیغ کړي اوخپله اسلامي دنده يې هم سرته رسولې ده . داسلام له نظره هم عادل پاچااودهغه سلطنت غوره ګڼل شوي نوځکه خو ده ته ټول په درنه سترګه ګوري . دبابا علميت پوره پراخه و اودخپلومشرانودتاريخ په هکله پوره پوهېده . دی تل مخکني خلک یادوي اوداسې وايي :
هميشه مي هغه تيرخلک ياديږی دغه ياد يي ګويااورپه زړه لګيږي
څه ارمان داشنايانوکړې ( احمده ) ددنيا اشنايان هسي ځي تيريږي
احمدشاه بابادعلم په ارزښت پوره پوهيده اوخلکوته يي دعلم دزده کړي لارښونه کړي ، هغه علم ديوه لوي درياب سره داسي تشبه کړي دي :
علم ګوره څه څرګنده لوي درياب دي بياهم دی رابهېدلی په څوباب دی
دادعلم درياب هرچيري محيط دی علم زده کړه چې دعمل لوړجناب دی
ديو شخص علميت هغه وخت لاډير ځليږي ، چي خپل علميت په څوژبو خلکوته وليږد وي . بابا يواسلام پاله ، قلموال ، اد يب پاچا ، عارف سلطان ، مدبر امپراتور، شاعرامپراتوراوعالم شخصيت و، چي سره دټولو بوختياوو يي نه يوازي دافغانستان تاريخ ته ښکلا وربخښلي ، بلکي دپښتوادب لمن يي هم په خپلو ارزښتمنوکلماتولازرينه کړي. داحمدشابابا دغه دري بيتونه دده د دري داشعارو يوه بیلګه ده :
روکه رويم ميخانه وطن ماست
ګربیمیرم دراینجاعشق کفن ماست
ازوجود دو کون کان امد قریب
اصل مکان درعشق درعدن ماست
په درناوي
عصمت الله میاخېل