(د بریا نندارې) کتاب چاپ ته واستول شو
اسد 26, 1402 13:08 Asia/Kabul
ژباړن: حضرت عثمان نوري
پښتو ژبې ته د ژباړې نوې ټولګه را روانه ده. (د بریا نندارې) کتاب لیکوال او ژورنالېست حضرت عثمان نوري ژباړلی دی.
نوري صېب په خپل بې ساري مټ وتوانېد چې د بریاوو ورکې لارې لومړی را پېدا او بیا یې وژباړي، (د بریا نندارې) کتاب په لوست او عملي کېدا سره کولای شئ چې د بریاوو ورکې دروازې پېدا او خپل لومړی ګام مو پرې برېمن دننه کړئ.
د ښاغلي نوري صېب دا لومړی ژباړل شوی کتاب نه دی، بلکې له دې وړاندې یې ۳ نور کتابونه هم ژباړلي دي.
دا کتاب په پلازمېنه کابل کې علمي خپرندویه ټولنه چاپوي او ډېر ژر به له چاپ را ووځي.
مینه وال کولای شي، دا کتاب له چاپ وروسته د احمد شاه بابا مېنې اړوند په ۱۲ بلاک شپږمه کوڅه کې له عملي کتاب پلورنځي او نورو ولایتونو ته له لېږلو وروسته له بېلابېلو ادرسونو چې بیا به یې یادونه وکړو، ترلاسه کولای شئ.