په کور کې مو کوچنیانو ته د لیک لوست مهالوېش وټاکئ!
کوچنیان معمولاْ خپل وخت د کارتون په کتلو او لوبو کولو تېروي نو ددې له پاره چې یو هوښیار/هوښیاره ماشوم/ماشومه وروزئ نو ورته مهالوېش وټاکئ چې خپلې ورځنۍ چارې د مهالوېش پر بنسټ مخ ته یوسي.
خپلو کوچنیانو ته ددې له پاره ورځنی، اونیز او یا هم میاشتنی مهالوېش وټاکئ چې هغوی د همدې پر مټ د خپل ژوند چارې منظمې پر مخ یوسي. ددې یوه ګټه داده چې کوچنی منظم روزل کيږي او د ژوند کږلېچونو ته په خپله د حل لارې د موندلو وړتیا پیدا کولی شي.
دا مهالوېش معمولا د رخصتۍ په ورځو کې ښه پلی کيږي چې د کوچني وخت ډېر په هسې شیانو ضایع نه شي. کوچنی په دې پوهيږي چې خوله څه وخت ووینځم او له تشناب څخه د راوتلو پر مهال باید لاسونه پاک په صابون ووینځم. کالي بې ځایه ونه غورځوي او کتابونه څيرې نه کړي.
د کوچني د درس برنامه منظمه وي او د درسونو وخت يې نه ضایع کيږي. تاسې هم د کوچني له مهالوېش سره سم د هغه یا هغې د هڅونې په موخه یو جدول یا مهالوېش جوړ کړئ او له هغه یا هغې سره د هڅونې احساس او مینه په کې شریکه کړئ!
کوچني زوی یا لور ته مو د کتابونو د لوستلو له پاره ځانګړی وخت وټاکئ! د خوراک او ورزش له پاره ورته وخت ځآنګړی کړئ!
د لیک او لوست وخت يې له نور وختونو را بېل کړئ او په کورنیو دندو یې بوخت کړئ!